(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غزل


پرېږده زړګیه اوس د زور خبرې ښې نه لګي
په دې مهال د ویر او اور خبرې ښې نه لګي

مونږ پښتانه یو په مجلس کې به مو پام کوې ډېر
لا هم ناپامه د پېغور خبرې ښې نه لګي

د زمانې د تور او سپین تر منځ توپیر نه منو
پر موږ د کرکې او د تور خبرې ښې نه لګي

ستا دې قسم وي چې خبرې دې په زړه کې ساته
چې نا محرمو ته د کور خبرې ښې نه لګي

زمونږ بقا او ترقي ناشونی کار ښکارېږي
د یوه ورور چې په بل ورور خبرې ښې نه لګي

ته اشارې را ته کوه زه به پرې ځان پوهه کړم
کماله نور په شر او شور خبرې ښې نه لګي
 
محمدالله کمال
-
بېرته شاته