(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غزل


دامې ګناه ده چې پشتون يم خدايه
دپشتنې ليلامجلون يم خدايه

دزمکې سر راته سور اورجانانه
په وينوسورنن ځګرخون يم خدايه

دوست مې پيدا نه کی دزمکې په سر
شي يولشکر وخت دبدلون يم خدايه

زموږ په مريو بلا چړې پڅې
وه هر فرعون ته نن تيغو ن يم خدايه

تندر خوتل دپشتانه وي په سر
دګل دپاڼو تريخ مضمون يم خدايه

په لراوبر ده اوبا ګډه ګلې
دملي کاروان په لټون يم خدايه

دګوند بازې نه لاس په سرپشتنو
دنوی ژوند روڼ سباوون يم خدايه

تل لکه بادام په سرکا ڼي خورو موږ
پشتنو يو ګل دپرون يم خدايه

دسورکوشونډ و  دې قربان لاليه

الکوزی سرپه زنګون يم خدايه
manan Alkozai
 

داغلامان پتنګان څه پيژني
تل دترخو په ځای خواژه پيژني
دازادي نغمې کې مستې قربان
ټټرپه سرو وينولنده پيژني
راسي ياغي تراني کړو زم زمه
تل پتنګان دارته خاته پيژني
په ډاګه کړو دنام او ننګ خبري
دابې ننګان کله ترخه پيژني
دپشتون سر هيڅ ټيټدلی نسي
که چيري ټيټ سنګسارېده پيژني
په وطن سر ورکول کاردزمرو
شهيدشهيد لالی نورنه پيژني
که مي غوڅ غوڅ جانان جانان به وايم
تل سربازان په وينو سره پيژني
لمبه لمبه يم دجانان له غمه
دپشتون زوی دننګ کاته پيژني
ټپه ټپه کړي دسرمست ليوني
پشتونستان تل پشتانه پيژني
الکوزي که سرپه دار محبوبا
دا  افتخارکله ړانده پيژني

 

-
بېرته شاته