(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

لوی اختر

! دلته که راځې اختره
 
داسې ګړۍ نشته چې په مونږ باندې،بمبارنه شته
دلته که راځې اختره! راشه که دې ډار نه شته
 
مرګ به قبلوې اختره ! دلته که رتلل غواړې
ستا خپله مرزي ده،که راځې زمونږ انکارنه شته
 
څوک به دې له ځان سره اختره،يرغمل بوزي
دلته غله حکومت کوي،دبل چا کوم اختيار نه شته
 
نيت  که دراتلولرې ! اختره تنهامه راځه
لاروکې جنګونه دي، له جنګه خالي لارنه شته
 
راشه دمشرانوکره،دوې ته لږعزت راوړه
اوس پکې درنښت نشته،عزت نشته،وقارنه شته
 
واړه لکه غله په چورلګيادي،دازمونږمشران
هريوئې دځان غم خوري،دخلکوخدمتګارنه شته
 
دوی په ولسونودپردوپه زور،حکومت کوي
خپله په ولس کې ددوی،هيڅ ډول همکارنه شته
 
دوی دولس منځکې ،دشيطان په څېررټلي دي
نه مني ددوی ولس،په دوی دچااعتبارنه شته
 
مونږته که راځې اختره ! سوله په سوغات راوړه
واوره د قيام اختره ! بل څه موپه کار نه شته
 
الحاج الهام الدين قيام
والدورف/جرمني
 
مــــه راځــــه اختــره
مــــه راځــــه اختــره ستــــاراتلو ته موتلـــوار نشته
دلته اوس په مونږکې،ستاڅوک تږی دديدارنشته
هـــــــرسړی په ويراخـــــته دی،تاته ېــــې درپـــام نـه دی
ستـــاراتـــګ ترې هېردی،نوريي تاته انتظارنـشـــتـه
بيا هم که راځــــې اخـــتــره! تــش لاس دلـتــه مه راځــــه
دابـــه دچـــــا نه مــنـــې چې دلــتـــه،جنــګســـالار نشـــته
هېــــرنکــــــــړې اختره ! که راځې دســـولې خيــــــر راوړه
مـــونـږدســــولې وږي يو ،دسولې له مونږخوار نشــته
راوړه هغــــه څــــه اخـتــــره کو م چې دلته نشـــتـه نـــــــور
دلته عدالت نشته، قــــــانــون نشته، ســـــرکارنشــتــه
مــــونــږته که ته ســــــوله،عدالت اوقـــــانــون نه راوړې
نيغ ورځه غټانـــــو ته ،ولس کـــــې دې بيــــا يــارنشــته
واوره دقيـــــام اختــــــره ! دامـــــطلــب به يــاد ســـــاتې
مــــــــــــه راځه يوازې، د يــــــوازې راتــــګ لار نشتـــه
Afghan Achakzai
 
 

اختره

محمد حامد  الوتاند
اختره که راځې نو ولولو سره راځه
  د مينې ځېرۍ راوړه د پلمو سره راځه

  دا رنګارنګ ګولونه د افغان سره غنچه کړه
   
غاټول،نرګس،ريدي زمونږ د بڼ سره جرګه کړه
                          د روغې ،جوړې ځېرۍ شه جرګو سره راځه
 اختره که راځې نو ولولو سره راځه
  د مينې ځېرۍ راوړه د پلمو سره راځه
سندره شه بلبل شه هر صياد ته په زارۍ شه
  
    جرګه شه ، ننواتې شه مليار ته په خپلوۍ شه   
قدم د بختور هم په لېمو سره راځه
 اختره که راځې نو ولولو سره راځه
  د مينې ځېرۍ راوړه د پلمو سره راځه
دا ځينو وچو کلکو دماغونو ته وږمه شه
                              
       د ډول،ډول ګولونو معطرو ښه دسته شه
          نسيم شه د سحر ښکولو وږمو سره راځه
 اختره که راځې نو ولولو سره راځه
  د مينې ځېرۍ راوړه د پلمو سره راځه
  د شنه سپرلي په طمع زمونږ هر څه لاس په لاس شول
                              
    د سره اوړي غوبل کې د ملي هؤيت نه خلاص شول
           اوس د تور ژمي ناورين ته د ډيؤو سره راځه
 اختره که راځې نو ولولو سره راځه
  د مينې ځېرۍ راوړه د پلمو سره راځه
تالا والا ګلشن مو کړ د دين ټېکه دارانو
                              ځيانمن ملي وحدت کړ ،د ستم ستمګرانو
د صلحې او صفا د هرکلو سره راځه
 اختره که راځې نو ولولو سره راځه
  د مينې ځېرۍ راوړه د پلمو سره راځه
دا ماتو زخمي زړونو ته خمار راړوړه او جام راوړه
                      پيام د خوښي،جوش د مستي مونږ ته تل مدام راوړه
ځوانان ،پېغلې همزولي په زيارت د مهترلام راوړه
                       ټاټوبې د حامد ته د مېلو سره راځه
 اختره که راځې نو ولولو سره راځه
  د مينې ځېرۍ راوړه د پلمو سره راځه
محمد حامد  الوتاند
 د ٢٠٠٩کال د فبرورۍ ٢٥مه کليفورنيا
 
امرالدین سرحد: اختره ورشه

اختره ورشه
اخترورشه هغه کورته څی غمونه ګالي
 دجګړي اورکښې سوځیدلي ملهمونه غواړي
خوری هره ورځ په سرسوکان دغلګروله خوا
مین په خاوره٬دپردیومات لاسونه غواړي
څې دکنډروریې ورمات کړدلغتوپه زور
دیرغلګرودي عمل نه ځوابونه غواړي
ځواب خونشته نه به ووینی هیڅکله له دوي
دعاقلانو پوخ نظرنه دلیلونه غواړي
نه مونکریځي ولیدلي دماشوم په لاسو
داژړغونې وچي شونډي لږ نازونه غواړي
اخترراشه درته وکړورښتیانۍ نن کیسي
له اوښکوډک دغه نکلونه خلاص غوږونه غواړي
 
 
د استقلال وېب پاڼې چاري ټیم د افغانستان اتل ولس او خبلو ګرانو همکارانو او لوستونکو ته د لوی اختر له کبله د رړه له کومی مبارکي وایي او هیله لري زموږ له هېواد څخه یرغلګر جنایتکونکي ورک شي او ځای یې د خپلواکۍ اختر ونیسي.

په درنښت

داستقلال چاري ټیم

 

اخترونه او ویاړونه
 
له اختره ګیله من یو ګیله نه کوو له ځانه
هرزیاتی له موږه شوی یو خوابدي  له اسمانه
 
داپه بده ورځ چې سر یو نتېجه مو داعمالو
پند مو نه واخیست  هیڅکله  له  رېښې رېښې ګرېوانه
 
پخپل لاس مو زولنې ځان ته کړې جوړې دا موحال دی
هره خوا دېوال دېوال دی وتی نه شو له زندانه
 
چې په جوش راشو خپل هوش ورکړو  ونورو ته په لاس کې
په یو څو باټو تېروزو خالي لاس ځو له میدانه
 
هر چنار لمبه لمبه شو هرمنګی توکړې توکړې شو
دګلرنګې دپېزوان پړک نه را رسي له دالانه
 
هم په پټه  هم ښکاره مو اغیار راووست خپل کاله ته
په لوی لاس موخپل واک ورکړ شولو پاتې له کاروانه
 
پخپل ځان کې مو یوه زره احساس دنېکي نشته
سر وهو په ځمکه ځمکه هر څه غواړو له یزدانه
 
ځیني شوق اخیستي حورې او غلمان غواړي چې خپل کړي
ناجایزې لارې نیسي ناخبر له سود اوزیانه
 
نو په کوم انصاف دا خپله پړه په اختر خواره کي بار کړو
موږ پخپله خپل باغ سوی ارمانجن ځو له بوستانه
 
دا وحشت او دا ذلت به لا تر څو خپور وي بسمله
اخترونه او ویاړونه یې ولجه کړل له افغانه
 
دلرې وطنپال به څه اختروي
زمــوږ ودصــومــال بــه څـه اختروي
دپیـغـلو بـې لـه شــال بــه څـه اختروي
 
چې مینه یې پـه زړونـوکې بیلتون شې
پـردیـس تـه تش دسمال به څه اختروي
 
بـې کـوره وبې کالـو چې ماشومان وي
بـې ونـــو وبـې ټـــال بــه څـه اختروي
 
تـش لاس بـازارتـه لاړشـوبیرتـه راشو
بـې ګــډه وبــې مــال بــه څـه اختروي
 
چې توره داحمدشاه هندکې شـوه خرڅه
بـې تــورې وبــې ډال بـه څه اختر وي
 
چې کلي مو شي وران ځوانان تباه شي
بــې کلــی وکلـــیوال بـــه څـه اختروي
 
هـیوادکې چې څوک نـوي (علی خـانه)
دلــــرې وطـنــپال بـــه څــه اخـتر وي

 

-
بېرته شاته