(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

زمونږه هم يو کورکې وو وران شو

تازه نظم

ما د يو څو ورځو نه غلې ويني
زما بچې ما سره هم غلي دي

کله په ډار ډار کښې پوښتنه وکړي
بابا زمونږ کور به وي چا وران کړې؟

بد خو د چا سره نه مونږ کړي دي
او نه تر اوسه پوري تا چا سره تشې د خلې بدې خبرې کړي؟

زه خپلو دې بچو ته څۀ اوائم؟
څوک چې زما سره پردي وطن کښې

مسافري کوي او نه دي خبر
چې د شېطان او د رحمان په مينځ کښې

دا څه د نن ورځې قيصه خو نه ده
بيا يو وړوکي ما نه دا وپوښتي

چې مونږ خو هم اوسو پردي وطن کښې
دلته مو هم چرته خپل کور نيشته دے

او په وطن کښې مو هم کور وران شوې
مونږ به د چا ځائې کښې وطن کښې اوسو؟

زه ورته ورو غوندې غريو جن غوندې شم
ورته وړې وړې خبرې کوم

چې د حلالو په خولو جوړ شوې
زما دا کور نه قدررتي افاتو

نه د ځنګل چرته څاروي ځناور
نه د الله هغه معصومو خلکو

چې ئې زما په شان کورونه وران دي
نه څوک هغه چې د الله ډاريږي

نه څوک هغه چې څوک په هوش کښې ګرځي
په هيڅ يو ډول ئې کولې نه شي

څوک هم زما کور ورانولې نه شي
دا خو د مستو او مدهوشه خلکو

چې نه الله او نه رسول پيژني
نه د انسان ، نه د مخلوق په ګټه
 
په زړه کښې سوچ د خير ښيګړي لري
بس د هغو خلکو به نه خوښيدو

چا سره مونږه چې د شر په کار کښي
لاس او امداد او ملاتړ کړې وے.

يا مو ستائيلي وې د دوئې کارونه
بس د رحمان او د شيطان په مينځ کښې

په دغه خاوره يو غوبل جوړ شوې
پکښي د خلکو روغ روغ کلي وران شول

نن پکښې مونږ ه هم راغلې دل شو
زمونږ ه هم يو کورکې وو وران شو
-
بېرته شاته