(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دباقی قايل زاده طنز

لیک: پوهنمل  محمود نظری
باقی قايل زادهپه کال(  ۱۲۹۲ ل )کې د کابل د چنداول  په سیمه کې زېږېدلی دی او  په ځواني کې ړوند سوی دی ، هغه د دري ژبې یو نامتو شاعر و.
باقی قايل زاده یو بااحساسه اود ولس په درد دردمند شاعر و، د هغه شعرونه د هغه وخت په ناخوالو، زورزیاتیو ، بې قانونیو پر ضد د یو غاو په ډول وه  د هغه  طنزی شعرونه هغهڅو واری دهمزنک د زندان  تر وره رسوی او میلمه کړی دی
باقی قايل زادهپه کال( ۱۳۴۰ ل)  د( ۴۲ ) کلني په عمر مړ سوی دی، د هغه دوې دشعرونو ټولګې یوه  د د عقاب ځاله اوبله یېجرقهء آذرچاپ سوی دی .
 دلته يې د باز منګولی په نوم  یو طنزی شعر د بیلګې په ډول راوړم چېداشعر يې د بیدل د غزلی په پشواز کی ویلی دی 
   داشعر  د ویرې ،زنځیر او زندان  په روزګاز کې و یل سوی دی،  چې  ، هر خوا د دولت  ضد مظاهری روانی وي
په دې طنزی شعر کې زورورو ته  دزور   میدان ښيي، دهغو نا مردانه  کارونه غندې چې دوی یې دزور په نامه کوی . او په ملنډو   هغه ته وایي که نر ان یاست  د فلان کار پرځای دا کار  چې  د نر انو کار دی  وکړئ   او په دې ډول  واکمنان  غندی او نیوکې پر کوی


 دچنگال باز  د شعر څو برخي
ژباړه
ویاړم په هغه سوک چي   دزور واکو سرونه مات کړي
تو په هغه لاس چې د خوارانو زړونه مات کړي
پنبه هر جنۍ کولی سی د پښو لاندې کړي
هغه پښه قدر لري چي خار د مغیلان مات کړي
څوک چې ځان زورور بولی نو د زورورو ککرۍ دی ماته کړی ځکه  جنۍ لا کولي سي پنبه تر پښو لاندې کړي .

ژباړه
 دښېښې ماتول نه دی وياړ د ټینګې ډبرې
ډبره که  ښه ده  د ښېښې پرځای دی سندان مات کړي
تیغ که ویښه پری کوی دا د هغه ضعف او ناتوانی ده
 دتورې  قدر په دې کې دی چې سوهان مات کړي
دلته دږیری د خرېیلو او توری توپير بیانوی چې دواړه یو نه دی
ژباړه
توند باد که د بلبل ځاله ورانه  کړی نه دی ویاړ
افرین  يي که تخت د سلیمان مات کړي
د درویش جونګره هر څوک ویجاړولی سي
خادم د هغه یم  چې د خاقان د ماڼي ور مات کړي
هر څوک د خوار کور ورانولی سی هغه نر  دی چي د سلطان دماڼي ورمات کړي
ژباړه
با عزم خلک تل د تحسین وړ دی
 لعنت او نفرین په هغه چې پيمان مات کړي
هغه د مر د یو ښه صفت د هغه په وعده او پيمان ولاړ   بولی
ژباړه
 د پوهه مخی ته جادو سحر  ژرپه سجده سي
معرفت اخیر رمز د طلسم د شیطان مات کړي
 پست هیڅ وخت دقدر څښتن نه سوای سپک کولی
نیستان کله کولی سی دګلستان د رنګ ارزښت مات کړي
 د پوهی د ارزښت په هکله  وايي چي ناپوه په خبرو د پوه ځای نیولی نسي
ژباړه
د ظلمونو داغونه لرم مګر اخیر یم خوشاله
د شمع شوخی  به زموږ د چراغانو مزار مات کړي
د وحدت نور چي  هر چیرې ولګیږي هلته تر تله  پاته کیږی
پف نه سوای کولی د لمر توښ مات کړي
زه د خلکو  دپاڅون په بریالی توب باور لرم
 راځي هغه ورځ چي خلک سر د سلطان مات کړي
  په اخیر ددې ټولو ظلمونه چي په ده سوی نه ناهیلې کیږی او د بریالیتوب امید  لري
 دهغه یو بل طنزی شعر  داسې دی :
ژباړه
پيمانه يي په لاس کي د هوسباز ورکړی
 لیونی ته يي دنده د ممتاز ورکړی
 اخځونه
Dw-world.de
Aatash.persianblog.ir
kabulnath.de
asrejadid.org
-
بېرته شاته