(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غزل

       همت الله امينزی
بياپسرلی شوبې جانان زړګي ته څه ووايم
زه خپل ماشوم زه خپل نادان زړګي ته څه ووایم

يارخودمينې او وفا ګريوان پاره پاره کړ
خپل لېوني څېرې ګرېوان زړګي ته څه ووايم

چې څوک يې کله هم په مينه اواحساس پوه نه شو
خپل زه دمينې قدردان زړګي ته څه ووايم

چې هريولورته يې پرمخ دي دروازې تړلي
مينې مات کړي سرګردان زړګي ته څه ووايم
خړوکوڅوشاړو دروکې بې اسرې ښکارېږيزه
خپل دغم په تول ارزان زړګي ته څه ووايم
نه يې دوصل لرې خيال نه شي هجران زغملی
ملګرو دغه بې ايمان زړګي ته څه ووايم
ګمان مې کېږي امين زيه مينه مينه نه شوه جانان
جانان ارمان ارمان زړګي ته څه ووايم
-
بېرته شاته