(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

راز و نياز

راز و نياز
( نعتيه مجموعه )
لايق زاده لايق
چې د نور پلوشې راشي د زړۀ کور ته
جنون هله د خبرو هنر زده کړي
کتاب پيژندنه
¯   د کتاب نوم   ـــــــــــــــ  راز و نياز 
¯    ليکوال ـــــــــــــــ  لايق زاده لايق
¯    د چاپ کال    ـــــــــــــــ  ٢٠١١ء
¯    شمېر    ـــــــــــــــ  ١٠٠٠
¯    کره کتنه     ـــــــــــــــ  پروفېسر شاه حسين
اسلاميه کالج يونيورسټي
¯    کمپوزر  ـــــــــــــــ  ارشاد خان ( پښتو اکېډيمي )   
¯    چاپ ځائـے    ـــــــــــــــ  ضياء سنز پرنټرز پېښور
¯     بيعه         ـــــــــــــــ  ١٠٠ روپۍ
¯     خوروونکےـــــــــــــــ  ميلاد هاؤس پېښور  
         
  د ملاوېدو درکونه
                                
Õ              يونيورسټي بک ايجنسي خېبربازار پېښور ښار
Õ              ميلاد هاؤس ګلبهار پېښور
Õ              دانش کتابتون محله ډهکي نعلبندي پېښور
Õ              او ددې ترڅنګه د پښتونخوا او لويو ښارونو د کتابونو لوئے دوکانونه ـ
 
 
 
 
تړون
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
 
د پير طريقت
سيد عنايت شاه باچا
په نوم څوک پخپله عاجزۍ کښې بادشاه دے
 
 
د خلوت او د جلوت رنګونه ويني
چې خبر شي څوک په راز د عاجزۍ
 
 
                  لايق زاده لايق
¢
 
د نُور جلوې
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
 
د کائناتو په مخ رنګونو يو بل له غاړې ورکړې وې ـ ما په دغه رنګونو کښې د ٫٫ ځان ،، لټون کولو ـ د يو ساعت دپاره زۀ په دغه رنګونو کښې ورک شوم ـ داسې ورک لکه چې د يوې ذرې پشان طوفانونو په مخه واخستم ـ زۀ ددنيا د وسعتونو نه په بره لاړم ـ ډېر بره ـ زما د احساس سترګې اوغړيدې ـ ما هغه څۀ اوليدل د کومو چې ما کله تصور هم نۀ وو کړے ـ ـ ـ  ماته په هر قدم د الله تعالٰى د وحدانيت ، د الله تعالٰى د عظمت احساس کېدو ـ د وختونو فاصلې په شا لاړې ـ بيا ورته داسې ښکاره شوه لکه چې د حشر مېدان وي ـ ـ ـ  لکه چې د دنيا ټول انسانان په چغو سر وي ـ ما دا چغې اوريدې ـ هر څوک لېونے لېونے روان وو ـ نه چا بل له دلاسه ورکولے شوه او نۀ ئې د هغۀ غم له اوګه ـ ـ ـ ـ ـ بوډاګان ، ځوانان ټول په خپل غم اخته وو ـ زۀ چې چاله هم نزدې ورغلم ـ هغه رانه مخ واړولو ـ ما چې چاته هم ډاډ ورکړو هغه بې اختياره چغې کړې ـ زۀ نۀ پوهېدم چې څۀ اوکړم ـ اوتر اوتر مې يو خوا بل خوا کتل ـ ناڅاپي مې يو ٫٫اواز،، واوريدو ـ ددې اواز اوريدو سره زما زړۀ په درزيدو شو ـ ما ګير چاپېره اوکتل چې دا ٫٫اواز،، د چا دے ـ ـ ـ  خو څوک مې هم اونۀ ليدل ـ ٫٫اواز،، بيا راغے ـ ٫٫دغه اوګوره دا يهود او نصارٰى دي ـ دا هاغه بدبخته دي چې خپل پېغمبران ئې وژل ـ دا هاغه بدنصيبه دي چې د وحدانيت رڼا ئې اونۀ ليده،، ـ ما چې مخ واړولو نو بې شمېره خلق مې اوليدل چې په چغو چغو ژاړي ـ او بس هم دغه فرياد کوي ـ چې مونږ نۀ پوهيدو ـ مونږ ناخبره وو ـ دوي په خپلو عملونو وير کولو ـ ما زر زر غوږونو له ګوتې وروړې ـ بيا ما د لوط عليه السلام هاغه قام هم اوليدو ـ چا چې په خپل پاک نبي تورونه لګولي ووـ او الله تعالٰى پرې د کاڼو باران کړے وو ـ ما هاغه بدبخته ٫٫نمرود،، هم په چغو اوليدو چا چې د الله تعالٰى نازولے ابراهيم٤ د اور لمبو ته په دې غرض اچولے وو چې داسې به د حق شمع مړه شي ـ خو هغه ته معلومه نه وه چې الله تعالٰى د خپلو نازبينانو په خپله حفاظت کوي ـ ما هاغه بدبخته ٫٫ابرهه،، هم اوليدو څوک چې د الله تعالٰى د کور د روانولو په غرض راغلے وو ـ او الله تعالٰى په داسې مرګ اووژلو چې هغه ئې تصور هم نه وو کړے ـ ما چې يو يو شکل ته کتل نو لا به وارخطا کيدم ـ په دغه وخت کښې بيا آواز راغے ـ  چې هاغه اوګوره ـ ـ ـ  څوک چې په دې لمبه لمبه ماحول کښې ، څوک چې د محشر په دې سخته ورځ کښې بيا هم مطمئن دي ـ زۀ حيران غوندې شوم ـ ځکه چې ـ ـ ـ په داسې لمبو کښې اطمينان ؟ دا زما دپاره ډېره نوې خبره وه ـ زۀ په منډه منډۀ په هغوي پسې لاړم ـ د هغوي ټولو په مخونو اوښکې بهيدې ـ د هغوي په سترګو کښې ناقراري لمبه لمبه وه ـ خو په شونډو ئې يوه نامه بيا بيا راتله ـ ما چې کله د هغوي د خاموشۍ په ژبه دغه اظهار ته غوږ کيخودو ـ نواوبوږنيدم او پوهه شوم چې هغوي د هاغه چا نوم يادوي د چا د مخه چې دا دنيا پېدا ده ـ د چا ذات  چې په هر لحاظ مکمل دے ـ د چا تعريف کول چې عبادت دے ـ زۀ چې څنګه په منډه منډه هلته اورسيدم ـ نو زما په ګريوان هم د اوښکو لړۍ راماتې شوې ـ ما هم په خپل عمل ساندې شروع کړې ـ ما هم بې اختياره چغې کړې چې :
يا د دوؤ کونو سرداره
يا احمد نبي مختاره
د ګناه پنډ مې په سر دے
د حساب او کتاب ورځ ده
شفاعت زما نصيب کړه
دا لمبه لمبه وختونه
مې ټول سيزي اندامونه
نور مې توان د برداشت نشته
ګناهونه مې معاف که
خطاګانې مې معاف که
او بيا چې هر کله ما په اسمان کښې د نُور جلوې اوليدې نو زۀ نور اوبوږنيدم ـ
لکه چې زما غوندې د نورو ډېرو مظلومانو سلګو په لړزان کړے ووـ او د اقا نبي مختارص جلال او جمال دواړه په نور کښې بدل شوي وو ـ بيا يو بل آواز راغے ـ هر چا دغه اواز ته غوږونه اونيول ـ ـ ـ  په دغه آواز کښې عاجزي وه ـ په دغه آواز منت وو په دغه آواز کښې درد وو او هغه دا چې :
٫٫اے د کائناتو خالقه زۀ محمد مصطفٰى صلى الله عليه وسلم يم ـ ـ ـ ستا عاجز بنده ـ ـ ـ ستا له لوري آخري پيغمبر ـ ـ ـ ائے د جنتونو مالکه ـ يا پروردګاره دا په سلګو کښې ئې چې يقين او باور پټ پټوڼي کوي ـ دا په ژړا کښې ئې چې دردونه مسکي دي ـ دا زما امتيان دي ـ ـ ـ ـ ـ زۀ د دوي په سترګو کښې نورې اوښکې نشم ليدے ـ په دوي رحم اوکه ـ دوي معاف که ـ دا زما نيازبينان دي ـ خالقه ما په هره موقع ستا نه د دوي د بخښنې سوالونه غوښتلي دي ـ نن دوي ستانه زما په مخ د بخښنې سوالونه غواړي ـ دوي بې نوا پاتې نکړې ـ دوي معاف کړه خالقه ـ ـ ـ ـ دوي معاف کړه ،،
٫٫او چې کله ددغه دعا لفظونه لا مکان ته  رسيدل نو الله تعالٰى د خپل نازولي پېغمبر سوال منلے وو ـ يو اړخ ته د نُور ځلا په خوريدو شوه ـ د اسمان له لوري آواز راغے چې ٫٫يا محمدهص يا زما نيازبينه پېغمبره نن ـ ـ ـ  نن ما ستا امتيان ټول اوبخښل دا  مبارک دې شه ستا سوال ستا زاري قبول شوه،،
 ددې آواز سره د نبي اکرمص د امتيانو په مخونو مسکا خوره شوه ـ د نُور ځلاګانې خوريدې او هر چادغه نُور طرف ته منډې وهلې ـ ساندي او ويرونه داسې بدليدل چې ورسره په هر مخ د اطمينان لړۍ لړۍ کيدې ـ  چې څنګه د پاک نبيص امتيان ډلې ډلې د نُور دغه جلوؤ طرف ته روان ووـ نو نورو ټولو قامونو ورته حيران حيران کتل ـ د هغوي په زړنو کښې دې ارمان زمزمې کولې ـ چې کاش مونږه هم ددې نازولي رسول اقدس صلى الله عليه وسلم امتيان وے ـ ـ ـ کاش نن مونږ ته هم د نُور په دې خوره غيږه کښې ځائے ملاؤ شوے وے ـ د نبي اکرم صلى الله عليه وسلم هر امتي په چغو چغو په خپل آقا په خپل مولا په خپل هادي په خپل محسن دردونه او سلامونه وئيل ـ ـ ـ   زۀ په ځان نۀ پوهيدم او په خوله مې بې اختياره دا راتلل چې :
درود په تا سلام په تا حبيبه
ئې نازولے د مولا حبيبه
 
زۀ چې څۀ وينمه د زړۀ په سترګو
دا ټول کرم دے فقط ستا حبيبه
 
که يم عاصي خو امتي دې يمه
پاتې مې نکړې بې نوا حبيبه
درود په تا سلام په تا حبيبه
 
صلو علٰيه و آله
او چې بيا ما يو ساعت ګير چاپيره اوکتل نو دغه منظر زما د سترګو نه پناه شوے وو ـ خو په ذهن کښې مې دغه ټول واقعاتو چورلکونه خوړل ـ ما په رپيدونکو شونډو څو ځله درود شريف اووئے ـ قلم مې راواخستو ـ او د نعتونو ليکلو هاغه سلسلې ته مې دوام ورکړو کومې چې ماته نوم راکړے دے ـ کومې چې زۀ په دوه کسه کښې ياد کړے يم ـ د ګنبد خضرٰى عکس ، د ګنبد خضرٰى خيال زما سره ملګرے وو ـ او د هر شعر سره مې داسې محسوسوله لکه چې زۀ اوس هم په حرم شريف کښې ناست يم ـ او هاغه منظر مې په وړاندې دے کوم چې زۀ د ځان سره اشنا کړے ووم ـ او ما خپله دريمه نعتيه مجموعه ٫٫ اے ګنبد خضرٰى ،، هم د هغه شين ګنبد د سويري لاندې ليکلې وه ـ زۀ کله هم ددې جوګه نۀ ووم چې حضرت محمد مصطفٰى صلى الله عليه وسلم د تعريف حق ادا کړم ـ خو بس دغه مې ارمان دے ـ دغه مې تمنا ده چې د حشر په ميدان کښې د آقائے نامدار حبيب کردګار ، هادي برحق حضرت محمد مصطفٰى صلى الله عليه وسلم د صفت کوونکو ذکرکيږي ـ نوچې د يو بې وسه ، بې اسرې ، بې کسه ، ناپوهه، کم عقله عاجز بنده نامه هم په دغه ټولګي کښې راشي ـ ګني زۀ  چرته او نعت ليکل چرته ـ بس په دې مې باور دے په دې مې عقيده ده چې زما دغه ساده ټکي زما د شفاعت او زما د بخښنې سوب ګرځي ـ ځکه چې د نبي اکرمص ذکر د الله ذکر دے او د الله تعالٰى ذکر د بخښنې پوخ ضمانت دے ـ
 
 
                          په عاجزۍ
                          لايق زاده لايق
 
 
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
 
 
 
 
 
 
 
 
تکميل
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
څۀ تعريف به زۀ د هاغه هستۍ اوکړم
لويه خدايه چې ئې تا کړے صفت دے
ما ستا ذات دے پېژندلے ددې مخه
چې تکميل د محبت او نبوت دے
 
جل جلاله
 
 
 
 
 
 
 
سجده
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د خپل ذات په آئينه کښې واړه ښکاري
که مکان که لا مکان دے که کعبه ده
چې د ژوند په هره ساه کښې ساه پېدا کړي
نور څۀ نۀ دي د اخلاص يوه سجده ده
 
جل جلاله
 
 
 
 
 
 
 
جذبې
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
هره ساه مې د احساس دمه دمه شي
چې ستا نوم مې د شعور په شونډو راشي
د نمرود د سرو لمبو په راز خبر شم
چې جذبې مې د خليل زړۀ کښې پيدا شي
 
صلو عليه وآله
 
 
 
 
 
 
 
نُور
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
په ژوندون کښې زما بله اسرٰى نشته
ستا له مخه مې فکرونه په غورزنګ دي
ستا د ٫٫ نُور ،، په شمع ځکه راغوړيږم
ستا ګدا يمه جذبې مې د پتنګ دي
 
صلو عليه وآله
 
 
جلوت
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
چې د هر چانه بالا دے
هاغه نور د مصطفٰى دے
 
دے تکميل د صفتونو
هم ولي دے هم ٫٫ مولا،، دے
 
له ازل نه تر ابده
د هر دور شهنشاه دے
 
چې ستائيلے کردګار دے
اصل روح د والضحٰى دے
 
د رحمت لمن ئې لويه
د هر چا دے د هر چا دے
 
چې لايقه معتبر دے
حقيقت د هرې ساه دے
 
صلو عليه وآله
 
احساس
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
که مې فکر که قلم دے
نور څۀ نۀ دي ستا کرم دے
 
د يو نُور له برکته
زما خيال حرم حرم دے
 
چې ستا مينه لرم زړۀ کښې
څۀ مې فکر څۀ مې غم دے
 
ستا د نوم نه صدقه شه
که مې دم که مې قدم دے
 
ستا اسره مې دلاسه ده
خير که سترګو کښې مې نم دے
 
ثاني نۀ لري لايقه
محترم دے معظم دے
 
 
شعور
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
نۀ مې غم نۀ مې پروا شته
چې اسره د مصطفٰى شته
 
هر منزل زما منزل دے
په ما رحم د اقا شته
 
د محشر فکر مې نشته
چې نبي خيرالورٰى شته
 
د شعور سترګو ته ښکاري
هر خوا نُور د والضحٰى شته
 
د ژوندون په راز خبر يم
په ساګانو کښې مې ٫٫ ساه ،، شته
 
ښۀ پوهيږمه لايقه
د ٫٫ مولا،، نظر په ما شته
 
صلوعليه وآله
 
 
اعتماد
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
چې دا ستا په چا نظر شي
د وجدان په راز خبر شي
 
چې دا ستا لمن ته راشي
بې نيازه قلندر شي
 
چې ستا ذکر کړي حبيبه ص
هر احساس ئې منور شي
 
چې درود په مينه وائي
اعتماد ئې زورور شي
 
چې غلام د محبت شي
له هر چا نه بختور شي
 
تل مرام مومي لايقه
چې ګدا د ناز پرور شي
 
صلو عليه و آله
 
 
اعجاز
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دلته ناز دے که نياز دے
ستا د حُسن امتياز دے
 
چې ثاني نۀ دې مثال شته
دا دې څومره لوئے اعجاز دے
 
ستا د مينې تسلسل دے
که محمود دے که اياز دے
 
دا چې دومره بې پروا يم
زما ستا په کرم ناز دے
 
چې فطرت دې غلامي که
دغه ستا د عظمت راز دے
 
ځکه غم نکړم لايقه
پاک نبي غريب نواز دے
 
صلو عليه وآله
 
 
انتها
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
چې غلام د مصطفٰى يم
عاجزۍ کښې شهنشاه يم
 
انتها لرم نظر کښې
چې خبر له ابتداء يم
 
چې مې ستا مينه اسره کړه
له هر غمه بې پرواه يم
 
چې مې څومره زندګي وي
بس اقا اقا به وايم
 
زما بل څۀ مراد نشته
ستا په مينه ژوندے پايم
 
بختور يمه لايقه
چې ګدا د والضحٰى يم
 
صلوعليه وآله
 
 
تسلي
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
څۀ  به ويره د محشر وي
شفاعت چې د اکبرص وي
 
چې رڼا وي د زړۀ تل کښې
نو خبرو کښې اثر وي
 
خپل عمل ته چې نظر کړم
هر ساعت مې لېمۀ تر وي
 
څوک چې ستا جلوې ليدے شي
بس هم هاغه سترګه ور وي
 
زۀ چې کله هم خفه شم
ستا په رحم مې نظر وي
 
زما زړۀ دې تل لايقه
په انوارو منور وي
 
صلو عليه وآله
 
 
باور
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
 
چې ستا مينه راسره شوه
نو بخښنه مې کره شوه
 
ستا د نوم له برکته
زما زړۀ د ٫٫ نُور،، ذره شوه
 
د ظلمونو دور تېر شو
چې جلوه دې راخوره شوه
 
ستا له مينې صبر نشوه
سُميه¯که غرغره شوه
 
اوس بې غمه يم لايقه
چې اسره دې راسره شوه
 
صلو عليه وآله
 
 
تړون
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
چې مې کوم لور ته کتلي
ستا انوار مې دي ليدلي
 
ټول حکمونه د حبيبه ص
له ازله دې سپېځلي
 
چا چې ستا لمن نيولې
تر منزله رسيدلي
 
ستا د نوم له برکته
ارمانونه مې ښاغلي
 
چې لايقه درود وايم
شي لفظونه ښکلي ښکلي
 
صلو عليه وآله
 
 
ټکور
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
چې هر څۀ کښې هويدا دے
هاغه نوم مې د آقاص دے
 
که تکميل د نبوت دے
نو تفسير د الا الله دے
 
د ژوندون په هره ساه کښې
دغه ٫٫ نُور ،، ليدلے ما دے
 
دا ټکور مې د زړګي دے
دا محور مې د دعا دے
 
فرشتې ئې ثنا وائي
نازولے د مولا دے
 
ثاني نۀ لري لايقه
بې مثاله شهنشاه دے
 
صلو عليه وآله
 
 
رحم
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
چې مې روح پرې منور دے
هاغه نُور د ناز پرور دے
 
چې وجدان ئې غلامي کړي
مينه مينه سراسر دے
 
فرشتې که انبيا دي
له همه ؤ معتبر دے
 
تل درود په آقا وائي
که مې زړۀ دے که ځيګر دے
 
چې نظر مې انوار ويني
په ما رحم د سرور دے
 
چې خپل ذات ئې دے موندلے
لايق هاغه بختور دے
 
صلوعليه وآله
 
 
بدلون
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
چې د حسن ثناخوان شوم
نو خبر د لا مکان شوم
 
زۀ چې ستا لمن ته راغلم
که انسان نۀ ووم انسان شوم
 
چې نظر دې په ما اوکړو
زۀ د خپل زړګي سلطان شوم
 
بس په دې مې تسلي ده
چې ګدا د مهربان شوم
 
هر منزل مې خپو ته راغے
چې زۀ ستا په لار روان شوم
 
لايق هله شوم لايقه
چې د جان نه پس جانان شوم
 
صلوعليه وآله
 
 
وجدان
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
چې درمان مې پېژندلے
لکه ځان مې پېژندلے
 
ستا د نور په تجلو کښې
لامکان مې پېژندلے
 
فرشتې راته حيرانې
چې سلطان مې پېژندلے
 
چې ئې تل نظر په ما دے
هاغه ګران مې پېژندلے
 
ځکه ګرځمه غاوره
مهربان مې پېژندلے
 
اوس مې غم نشته لايقه
چې وجدان مې پېژندلے
 
صلوعليه وآله
 
 
تذکره
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
عبادت دې بندګي ده
شفاعت دې زندګي ده
 
تذکره دا ستا د حُسن
د جذباتو نغمګي ده
 
ستا له مخه مې ملګرے
بې نيازه سادګي ده
 
تا خودلے سړيتوب ته
بادشاهۍ کښې عاجزي ده
 
همه ستا رحم و کرم دے
چې مې څومره شاعري ده
 
چې لايقه درود وايم
دا مې لويه خوش بختي ده
 
صلوعليه وآله
 
 
اوښکه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
چې له ځانه خبريدے شي
تر منزله رسيدے شي
 
چې د زړۀ د تل نه راشي
اوښکه هله بليدے شي
 
بل دا ستا پشان حبيبه ص
نه څوک شته او نۀ کېدے شي
 
چې جذبو کښې صداقت وي
فکر هله لړزيدے شي
 
اصل راز د اميدونو
په لېمو کښې غړيدے شي
 
د اقا په ذات لايقه
عقل کله پوهيدے شي
 
صلو عليه وآله
 
 
خواهش
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
چې اقا د مدينې وے
ناقراره مې جذبې وے
 
لېونتوب چې مې ګويا وے
ټولې سترګې راپسې وے
 
ستا نعتونه مې وئيلے
ټولې شپې مې شوګيرې وے
 
دا ارمان لرمه زړۀ کښې
چې خاکروب دې د روضې وے
 
له هر خوا راوريدلے
د انوارو سلسلې وے
 
راخورې په ما لايقه
د اقا د نور ذرې وے
 
صلوعليه وآله
 
 
مقام
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بندګي که عبادت دے
نور څۀ نۀ دي ستا صفت دے
 
دي رنګونه ستا د حُسن
امانت که صداقت دے
 
ستا مقام له فرشتو نه
له آزله ډېر اوچت دے
 
چا چې ستا لمن نيولې
نصيب شوے ئې عظمت دے
 
هر يو حکم دې رسولهص
 فلسفه ده هم حکمت دے
 
دے کرم په ما لايقه
که مې نوم که مې عزت دے
 
صلوعليه وآله
 
 
ادراک
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زړۀ کښې چې مينه د آقا نۀ لري
لکه چې ساه لري خو ساه نۀ لري
 
چې د ٫٫منصور،، غوندې خپل ذات وويني
هغه د دار هډو پروا نۀ لري
 
د ٫٫انتها،، په معنې نۀ پوهيږي
څوک چې شعور د ابتداء نۀ لري
 
څۀ به شي پوهه د ٫٫ مُولا،، په مفهوم
څوک احترام چې د ٫٫ مولا،، نۀ لري
 
هغه به څنګه شي انسان لايقه
څوک چې د وصل تمنا نۀ لري
 
صلوعليه وآله
 
 
عاجزي
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ستا يم ستا يم يا نبي
تا به ستايم يا نبي
 
سخته ورځ چې د محشر وي
زۀ به وايم يا نبي
 
ستا له مخه د هر غمه
بې پروا يم يا نبي
 
ځکه هسکه غړۍ ګرځم
ستا ګدا يم يا نبي
 
زۀ چې صل علٰى وايم
شهنشاه يم يا نبي
 
زۀ لايق دا ستا په رحم
ژوندے پايم يا نبي
 
صلوعليه وآله
 
 
دعا
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ما نه رضا شې په ما ګران نبي
تۀ مې سکون تۀ مې درمان نبي
 
بغير لتانه مکمل نۀ يمه
تۀ مې ئې دين تۀ مې ايمان نبي
 
حالاتو ډېر زيات زورولے يمه
تۀ مې اسره شې مهربان نبي
 
دا ستا عظمت ته په سجده پراتۀ دي
ټول عظمتونه د جهان نبي
 
زما د فکر تنابونه واړه
تانه لوګے تانه قربان نبي
 
لايقه څومره بختور يمه زۀ
چې يم نظر د عالي شان نبي
 
صلوعليه وآله
 
 
سوال
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
يا نبي خيرالورٰى
مينه غواړم مينه را
 
تمنا هله پېدا شي
ناقراره چې شي ساه
 
زما بله اسره نشته
يا حبيبه بې له تا
 
لاس مې تاته دي نيولي
په سلګو او په ژړا
 
ستا کرم مې ابتدا ده
ستا نظر مې انتها
 
د لايق تسلي اوشي
په وينا د والضحٰى
 
صلوعليه وآله
 
 
لمن
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
يا نبي مولا نبي
ستا يمه ګدا نبي
 
نۀ لرم اسره بله
ژوند کښې بې له تانبي
 
ستا لمن نيولې  ما
نۀ ځم بې نوا نبي
 
ستا چې شفاعت لرم
يمه بې پروا نبي
 
تۀ مې د زړګي ټکور
تۀ زما دعا نبي
 
زۀ لايق باور لرم
تل په کرم ستا نبي
 
صلوعليه وآله
 
 
اظهار
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ما لمن نيولې ستا ده
ځکه هيره مې دنيا ده
 
ستا له مخ کړي طوافونه
ښائستونه که ځلا ده
 
بس چې تۀ رانه رضا شې
زما دغه تمنا ده
 
راخوره مې په فکرونو
زمزمه د والضحٰى ده
 
چې بخښنه پرې کره شي
هغه مينه د آقا ده
 
کائنات واړه لايقه
بس جلوه د مصطفٰى ده
 
صلوعليه وآله
 
 
پېژندنه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
څوک چې مقام د مصطفٰى پېژني
هغه مفهوم د الاالله پېژني
 
هغه وختونو نازولي مدام
د خدائے حبيبه څوک چې تا پېژني
 
لري شعور د رڼاګانو هغه
څوک چې تعبير د والضحٰى پېژني
 
چې د احساس سترګې غړيږي د چا
هغه جلوې د کبريا پېژني
 
د کائناتو هره ساه لايقه
شان د امام الانبياء پېژني
 
صلوعليه وآله
 
 
 
نبي نا
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
 
تۀ ئې اقا نبي نا
وفا وفا نبي نا
 
تۀ ئې هادي
تۀ ئې رهبر
قربان له تا نبي نا
 
تۀ ئې خبير
تۀ ئې کامل
ئې شهنشاه نبي نا
 
تۀ ئې سرور
تۀ ئې اکبر
تۀ والضحٰى نبي نا
 
تۀ ئې بشير تۀ ئې نذير
تۀ مصطفٰى نبي نا
وفا وفا نبي نا
 
زۀ لايق ډېر يم عاصي
تۀ شې رضا نبي نا
ئې په رښتيا نبي نا
 
صلوعليه وآله
 
 
يقين
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
چې په زړۀ دې د غمونو باران راشي
سترګې پټې کړه بس صل علٰى وايه
هر ګمان به دې بدل شي په يقين کښې
تۀ د روح په ژبه نوم د آقا وايه
 
صلوعليه وآله
 
 
 
 
تسلسل
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
 
 
چې يو ذات کښې د هر چا دے
هغه نوم مې د آقا دے
 
په هر رنګ دے رب ستائيلے
مزمل کله طٰهٰ دے
 
فرشتې که انبياء دي
د همه ؤ سربالا دے
 
له ازله تر دې دمه
په رښتيا وو په رښتيا دے
 
هر انداز د محبت ئې
تر يو بل جدا جدا دے
 
چې اسره دے د عاصيانو
هاغه نور د مصطفٰى دے
 
درود تل وايه لايقه
دغه حکم د الله دے
 
صلوعليه وآله
 
حقيقت
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
حقيقت د يثرب څۀ دے
ستا له مخه مدينه ده
د زړۀ کور مې ستا د مينې
نګينه وه نګينه ده
صلوعليه وآله
 
 
حُسن
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
چې صادق دے هم امين دے
د هر چا د زړۀ تسکين دے
 
د وهمونو په ول ول کښې
نوم د عزم او يقين دے
 
چې احمد دے محمد دے
نازولے نازنين دے
 
خوشبويۍ ورته حيرانې
هسې رنګه ګل ورين دے
 
د ښائست مثال ئې نشته
لا زواله ماه جبين دے
 
يوه مينه ده لايقه
چې پرې خيال زما رنګين دے
 
صلوعليه وآله
 
 
تعبير
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
په تا درود په تا سلام نبي
په ډېر ادب او احترام نبي
 
دا ستا د ذکر نه بغير حبيبه
نۀ مې سکون شته نۀ ارام نبي
 
په ما د رحم پلوشې خورې که
د نبوت ماه تمام نبي
 
ما له د خپل خوب تعبيرونه راکه
دا تمنا لرم مدام نبي
 
زۀ لايق ډېر زيات کړيدلے يمه
تۀ مې اسره شې په هر ګام نبي
 
صلوعليه وآله
 
 
کمال
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
چې مې خيال پرې ګل ورين دے
هاغه نوم د نازنين دے
 
دي رازونه ستا د حُسن
که ٫٫طٰهٰ،، که ٫٫ياسين،، دے
 
ستا نسبت زما جنت دے
دا باور دا مې يقين دے
 
دواړه توري په تا ناز کړي
که ٫٫ صادق،، دے که ٫٫ امين،، دے
 
ټول کمال د والحضٰى دے
چې احساس مې مرمرين دے
 
لايق ستا له برکته
په يارانو کښې نيازبين دے
 
صلوعليه وآله
 
 
زاويه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ځان فنا کړه که ځان غواړې
شه جانان که جانان غواړې
 
د جلوت کالۀ ته راشه
که تکميل د ايمان غواړې
 
د آقا د در غلام شه
که شاهي د جهان غواړې
 
د ارمان له حد نه اوځه
که معراج د ارمان غواړې
 
په ٫٫ يقين ،، کښې زور پېدا که
که ديدار د قرآن غواړې
 
بس درود دې وظيفه که
که لايقه وجدان غواړې
 
صلوعليه وآله
 
 
صفت
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
چې کوم ناز د عاجزۍ دے
هاغه راز د بندګۍ دے
 
د آقا د حُسن ذکر
حقيقت د زندګۍ دے
 
چې غلام د مدينې شې
دا تکميل د خدايۍ دے
 
درود څۀ دے سلام څۀ دے
اصل روح د غلامۍ دے
 
د آقا صفت لايقه
مې محور د شاعرۍ دے
 
صلوعليه وآله
 
 
دلاسه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
چې ګواه پرې لامکان دے هم کعبه ده
بندګي د عاجزۍ يوه سجده ده
 
زۀ به څۀ غم د حساب او د کتاب کړم
چې اسره دې د بخښنې راسره ده
 
په دې راز باندې دنيا کله پوهيږي
چې قيصه د جنون څومره عجيبه ده
 
د دنيا په دې لمبه لمبه ماحول کښې
ذکر ستا څومره عظيمه دلاسه ده
 
-
بېرته شاته