(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د صولی کاروان

راځی جوړ د صولی کاروان کړو
خپلواک لر او بر افعانستان کړو
ورکی دا دغم توری شپی کړو
روان په د لاره هر افغان کړو
تر څو به هم دا شان ویده مده یو
د وطن نوم روښانه په جهان کړو
د علم د ریښتن ولې ډوی بلی کړو
هر غریب ویده میده په لړزان کړو
دا وران ویجاړ وطن جوړ کړو
راټول مسافر کوڼډی یتمان کړو
لاسونه د ورور ولی سره ورکړو
د وطن غلیم غدار نور هیران کړو
  د پلار نیکو مړی خوشحاله کړو
په لار د ازادی ځانونه قربان کړو
ورځ له بلی بتریږی تبا برباد شو
رازوندی د صولی نوم نیشان کړو
تر کومه به هم داسی چوپ غلی یو
ذبیح لله تر څه وخته به خبګیان کړو
 
د صولی رڼا
صوله وی راغی خوشحالی وی
خوب می لیدلی که ریښتا شی
په هر خواکی میلی خوښی وی
ازاد خپلواک پښتون خوا شی
ورک مسافر راستا نه شو وی
خوښی کړو تورتم به رڼا شی
ذبیح لله مه ژړیږه خدای ډیر
 مهربانه ده قبوله به د دعا شی
 د صولی د راتګ د عمرونو
   به پوره دا ارمان د هر چا شی
د افغانانو مړه خپه زړونه به
 بیا بیرته په اټونو په ګډا شی
 روان به ټول د صولی په لار شی
هر غماز رقیب به  په ژړا شی
دا جنګ جګړی به ختمی شی
هر مرور به بیا راپوخلا شی
وران ویجاړ کورنه به جوړشی
غمجن وطن به بیا په خندا شی
 

د ازادی صوله

د ازادی صوله به راشی
دا تور تم به هم رڼا شی
ورک به د غم جګړی شی
خپه زړونه به په خندا شی
میلی به وی اتڼونه جوړ به
د خپلواکی جشنونه بیا شی
خدای ده مهربانه د وطن نوم
به روښانه په نخشه د دنیا شی
ذبیح لله  مه خپه کیږه پوره به
دا د کلونو ارمان د هر چا شی
 
 
 
صوله به راشی

دا تور تم تیری به هم رڼا شی
ورک به خبګیان د هر چا شی
د جګړو نوم به هم ورک شی
خدای مهربانه ده صوله به راشی
د خوارانو وښکی به شی پاکی
دا غمجن وطن به په ګډا شی
اټونونه میلی به وی خندا ګانی
د صولی خوب به هم ریښتا شی
ذبیح لله دا وخت ده راغلی چی
مرور ورونه یو بل سره فخلا شی
 
-
بېرته شاته