(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتنو ته پيښور وي هم کابل ګران

يم حيران تاته ئې ولې دي منل ګران
بې لتاته ډېر منزل ته دےمزل ګران

پښتون نۀ دےيو ته ښۀ بل ته چې بد وئ
پښتنو ته پيښور وي هم کابل ګران

بې ضميره دےخبرو پورې خاندې
څوک چې وئ، دي ضميرونه خرڅول ګران

ملګرتيا راسره ستا چې پکښې نۀ وي
دا دَ مينې جنګ به ماته شي ګټل ګران

ما خو ځائےيوازي نۀ ، ټول دربخښلے
ستا پۀ زړۀ کښې راته ځائےدي جوړول ګران

خلقو څۀ څۀ پرې ؤنکړل خو پوئ نۀ شو
زما خيال دےپښتانۀ دي پويول ګران

نفرتونو ورله زړونۀ کړل سم کاڼي
خلق خلقو ته چې نۀ دي ژړول ګران

دَ غرور پۀ اس دي دومره لرې مۀ ځۀ
درته پرې بۀ اوځي ډېر راستنېدل ګران

مونږ کۀ لږ هم دَ هغو نۀ عبرت واخست
مونږ ته هم نۀ دي سپوږمۍ ته بيا ختل ګران

لرې ستا نه زۀ تواب خوشحاله نۀ يم
دَ نصيب دَ لاسه ماته دي درتلل ګران

               تواب ترابی
              20/11/2011- الرياض
-
بېرته شاته