(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

مدینه منوره

د محمد(ص) د هجرت ښار کي دا رنګینه مدینه منوره ده                    
 څومره ښکلي په نړۍ کې د هوا او طبیعت ښه منظره ده
 د اسلام حکومت چه جوړ شو دغه ښار د اسلامی تاریخ مرکزشو               
ددوستی د تړون وروسته د مها جرواوانصارودوروری یوه بیلګه ده
مدینه د خُرما ځای دی درحمت په حکمت ډکه یي فضا ده                      
هلته  هم مسجد الحرام دی د حاجیانو د څلویشت لمونځو قبله ده
د اُحد د غره لمن کي په جګړه کي اویا کسه د اصحا بوشهیدان شول             
  په دی ځای کي  د اصحابو د لوی مشر میرحمزه لویه هدیره ده
 د قبا مسجد چه ګورې د محمد(ص) اودیارانوپه لاسونو دې جوړ شوی              
نبوې مسجد و څنګ ته د رسول اکرم په خپله د مقام مبارکه مقبره ده
آرامګاه د ابوبکر او عمر (رض) د محمد (ص) د قبرڅنګ ته چه پرتی دي        
په دی ښار کي ښخه شوی  بزرګواره د محمد(ص)میرمن بی بی عایشه ده
په لیدو یی نه مړیږی د نړی مسلما نان له هری خواه ورته را درومي                 
د نورزی په ټول ژوندون کي مدینه ښار په زړه پوری خا طره ده
                    ولی محمد نورزی         
 
-
بېرته شاته