(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دازادی جانانه

داشعرپه ګردیزکی ظاهرانګارته اوپه سوات شفیق انقلابی ته ډالی کوم
 
په ډالومستی ترانی دازادی جانانه
وطن دی ټول نغمه نغمه سپینه سپوژمی جانانه
سپینی هیلی دی نن کتار دشین اسمان په لمن
دسرو یاقوتوامیل غواړی شاپیری جانانه
کی دنفرت زولنی ماتی دازادی په نغمو
لیلادبام په سرنڅا ږغ دشپیلی جانانه
توتکی هم وی په ګډا سپرلی سپرلی وجانان
شکلی فضاپه ترانو وخت دسیالی جانانه
دتورشامار وزکندن بلبل چی مست په نغمو
چی غوټی ګل دپشتونخوا دخپلواکی جانانه
سپینی کوتری وی دامن رنګینو پوشلی
دازادی لمر راختلی په نړی جانانه
غزل غزل و شنه توتیان لکه نغمه درباب
دځان ځانی ټغروټول شکلی هوسی جانانه
په سروګلونووپوشلی سندریز پشتنو
الکوزی بی وصال غواړم په ځوانی جانانه
    منان الکوزی کوټه 
***************************************
 
څنګه ذليل سوي په دنيا پشتونه
ته خووي تاج داشيا پشتونه
دزمکي سردرته سوراورجانانه
څوک به دي سي درنځ دواپشتونه
داتوروسوروسپينو يوه صلاح ده
په وينورنګ شکلي ليلاپشتونه
دتاج سرونه مي دادي په پشوکي
بياڅه درسوي نن سباپشتونه
ننګ اوناموس دي په جهان ليلام سو
شرم حيا ورکه لتاپشتونه
تل سجدي مال ودولته ته کوې
وپردي ډول ته کړي نڅا پشتونه
نن کونډي رنډي سرببر يتيمان
بياسوي ساندي واويلاپشتونه
څنګه ارزان دپلار نيکه هډوکي
ضميرليلام نسته وفاپشتونه
ستاپه مريوکړي نن پوڅي چړي
دلته نن کفر حق ويناپشتونه
داشک بريتونه غلامان دي دبل
نن سوي دهرچادخنداپشتونه
دتاريخ پاڼي دي نن سپيني باته
تل لاپي کاندي بينواپشتونه
نن لاس تړلئ ورکړي خپلوپه لاس
پرهرپرهرسرپه سوداپشتونه
دپشتنو نسل کشي دروان
سردي که حلاص په دي ويناپشتونه
هنداري ولي تل په کاڼو غليم
نن په ديناسوي ته رسواپشتونه
دابي غيرت ازادي څه پيژني
کړي وډالرو ته ګډاپشتونه
وينوکي ايشي دجنت فرشتي
واويلاګډاهرخواپشتونه
هغه دپلارنيکه تاريخ دي څه سو
بلبلان ګونګ اي بيوفاپشتونه
زموږ دغرورشملي ديټيټي قربان
بس دخدائ روئ پريږده جفاپشتونه
چي سره يونسو چاره نه لرو
دځان ځاني توربلاپشتونه
اه ستا مريان نن باداران سوګله
اوس خودي مرګ شرم حياپشتونه
خوبونه پريږدي دغفلت پشتنو
سندرمسته که نن بياپشتونه
قلم کي خپل ډيوي کي بلي قربان
زئ خيلې پريږدي وخت کوتاپشتونه
بغض عينادټغر کړی ټول ليونو
نغمه نغمه شکلي پزاپشتونه
الکوزي چيغي بغاري ورته
لراوبر يو دمي دعاپشتونه
په درناوي منان الکوزي کوټه
-
بېرته شاته