(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

مه ځه امریکا !

طنز
که ته ولاړې بیا پر موږ راځي قیامت
ددنیا خلکو ته به بیا سو خجالت
ته ولي نه پوهیږې  په دې  نزاکت
موږ ستا   مرداریوته تل وایو عدالت
که ته  ولاړې موږبه کړې نیمه خوا
تر پښودی نیسم  مه ځه امریکا
 
ستا په شتون مو زړه دی ډاډه
موږ رپوو  هر چیري ستا جنډه
که ته نه يي په موږ به وکړي  بیامنډه
ستا په تګ راته ګوري د ولس ډنډه
ته اې   امریکا زموږیې سکه ماما
تر پښودی نیسم  مه ځه امریکا
 
ستا په شتون موږ دلته باداران یو
په یاری کې دی خپل مور ته  غداران یو
لکه تاموږ هم د رښتیا بیزاران یو
ستا په سر موږبزرګان اوسردمدار ان یو
که ته  ولاړسې موږ به سو پو پنا
تر پښودی نیسم  مه ځه امریکا
 
ته زموږ ګوډانو ته يې پای روان
موږ اوښان یو ستا د کاروان
ستا سیاست کړو موږ دلالان
تاکړو موږ د دیموکراسی پهلوانان
ستا سپلني سو اخلو ستاتوره بلا
تر پښودی نیسم  مه ځه امریکا
 
زموږ دي ویست  په واک ارمان
بې قوالې دي راکړ  افغانستان
مړسترګی تا کړه  سر لوړی بزرګان
دبزنیس سنترتاکړ زموږ پارلمان
ته ولي نه اورې زموږ  سوې هنګا؟
تر پښودی نیسم  مه ځه امریکا
 
کافران تا کړه  زموږ مسلمانان
بزرګان تا کړه لکه خره خصیان
موږپه للمه ستا ښه ولګید توپان
په موږ دي روږدي کړل ګاونډیان
له موره راته ګران يي توره اوباما
تر پښودی نیسم  مه ځه امریکا
 
موږدی وپلورولو په   دالخور پاکستان
وران  دي کړ د پښتون د ښوروا دیګدان
موږ دی خپل خره کړو بې پالان
ستا له برکته ډکوو خپل جیبان
مرییان دې تښتی مخ په بیدیا
تر پښودی نیسم  مه ځه امریکا
 
د دولتي مځکو سوو اربابان
ویران په موږ تا کړ دارالامان
غله تا کړه زموږ شاهی خاندان
په ذره بین کې نه ښکاري ایمان
ستا د برکته جوړه سوه تالاترغا
تر پښودی نیسم  مه ځه امریکا
 
ستا د برکته شخړه جوړوي پارلمان
که ته نه يې موږ خوري طالبان
موږ یوازې ستا  ستایو  غلامان
ته يي زمری موږ دی یو ګیدړان
مه پریږده چي  را سي  اوخي بیا
تر پښودی نیسم  مه ځه امریکا
 
دماغزو په مامته کې موجوړ سو پلوان
یو وايي ښه دي صوفیان د پاکستان
بل په تورو جنډو لمانځي اخوندان
بل د وطن نوم غواړي سي خراسان
ستا  د شنی څه  اوڅه جار سم اوباما
تر پښودی نیسم  مه ځه امریکا
 
ښه کوې چې وژنې داغول افغانان
ښه کوې چې کافر بولي  ایماندارن
ښه ده چې وړې دشپې هر شی ګران
موږ بولو  مردار ټپوسان ښه شهیدان
له پلار راته تیریې توره اوباما
تر پښودی نیسم  مه ځه امریکا
 
 
که ته ولاړې بیا د وطن  وارثان راځي
بیا وخت زموږ د هجران راځي
دغصب سوو مځکو خاوندان راځي
بیا موږ د ګلو په بڼ باندې خزان راځي
که څه تک تورتیلي یې سر تر پا
تر پښودی نیسم  مه ځه امریکا
 
زموږ  اتلان به سي بیرته بګیلان
وبه نړیږي څلۍ زموږ  د پهلوان
وطن به موږ ته لکه هغو ته سي زندان
موږ د ډیرو شتو یو اوس خاوندان
له وطنه تښته ګرانه ده بیا پړۍ تر ملا
تر پښودی نیسم  مه ځه امریکا
 
موږ پسې  به وايي ولس مرثیه
زموږ سره به پيل سي تصفیه
د کلنیټن په سر قسم درکوم مه ځه
بیا  ټول ستا غلامان  به سي محاکمه
ستا ددې بې پيلوته الوتکې سم فدا
تر پښودی نیسم  مه ځه امریکا
 
نور به زموږ په شتو وکړي چړچې
دبیت المال به سي دا زمور زر او پيسې
موږ ته به جوړي سي لانجې او دوسیې
زموږ د دوبی  شته به سیل یوسي د تصفیې
ځار سو ستا د بمونو غورځولو   دترکا
تر پښودی نیسم  مه ځه امریکا
 
بیابه نه معنوي وي نه د هغه وکیلان
نه به فهیم وي نه يي د اتل انځوران
د کاره به ویستل سي ټول بیسوادن
زندان ته به په خپله خوښه ورسي قصابان
تر ایمان راتیر يي ګرانه  اوباما
تر پښودی نیسم  مه ځه امریکا
 
جلا به سي له دوزخیانو جنتیان
نور به ځان بښلي نسي  مجرمان
د خلکو به ایله بند لیری سي د زبان
وبه ایستل سی زموږ اوستا تنبان
په موږ به موچڼي اصل کړي ملا
تر پښودی نیسم  مه ځه امریکا
 
ما او تا  به توکلی نسو د یو بل په خوله کي
توری خاوری به سي ددواړو په خوله کي
نه پوهیږو څوک به موږ بیا خره کي
زموږ سره  به  اخیردا ولس څه وکي
تر اتل راتیر يي ګرانه لوغړنه  وباما
تر پښودی نیسم  مه ځه امریکا
 
چا دي اچولي په رسنیو کې د تګ نارې
ووایه چي نه ځم  په نره یو وارې
چې ناړي مي تیري سي له خولې
په دې اوازو يې سپيني کړې را پرې
واخلو ستا دمړوسپینو سترګو بلا
تر پښودی نیسم  مه ځه امریکا
 
موږ دسلو کالو زړه خوږی یو
لږ صبر وکړه  لاتنډ سوی نه یو
بې تا په کولمه  کله جوړ یو
شرمیږم چي د ملت   دردخور نه یو
موږ دی ولي روږدولو په تالا والا
تر پښودی نیسم  مه ځه امریکا
 
پر پچه  دی وخیژولو  امریکا مو ولیده
ګوډخر مو نلره په  کروزین مو خندله
ستا په توکل مو غلط راپورونه درکوله
دخدایه نه ویریدو ستا په خوله مو کوله
پوپناه کیږو واوره زموږ سوې انګولا
تر پښودی نیسم  مه ځه امریکا
 
 
موږد خپل کار لپاره پلار کړې
نادان وی موږ دلته  هوښيار کړې
موږ غبن ته په سندو  تیار کړې
په ډیرو سوغاتون مي بار  کړې
موږ سم سړي وو ستا نازو کړو بړوا
تر پښودی نیسم  مه ځه امریکا
 
پلن کوناټيلوی پتلون غواړي
اوس وایي دا  کښت للون غواړي
خلک زموږ اوستا بیلتون غواړي
موږ ته د پلچرخی بندتون غواړي
ستا   وتل اوس وبال دی ماراکوه سزا
تر پښودی نیسم  مه ځه امریکا
 
موږ ستا په زور یو لنډه غر کړ اتل
د بل ناکاره مو جوړ کر د سولی خډل
لوړ مو اسمان ته  په استغنا  کتل
نور ښویان بیا زموږ پښو ته لویدل
تر تګ مخکې راکړه ویزه د اروپا
تر پښودی نیسم  مه ځه امریکا
 
په اکثریت کله چلیږي واک د اقلیت
دا کارهر څوک چي کوی دی حماقت
اوس باسو له خپله ځانه  خجالت
ستا سره په یاری مو وکړ لو ی جنایت
که ته ولاړی موږ د ایران پسې کوو اقتدا
تر پښودی نیسم  مه ځه امریکا
-
بېرته شاته