(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دمسافروپه یادیوڅوشعرونه

یار می رانه ورک شو خدایه
په نصیب می انتضار شو زوریږم خدایه
    یار می لاړ مسافر شو ژړیږم خدایه
په چیغو چیغو می غمجن زړګی ده یم بیماره
 په نوی یاری می راته ور ولګی ده یم بیماره
ژوند می لکه خزان وهلی نیالګی ده یم بیماره
 
رانه تاو سور ور شو سوزیږم خدایه
یار می لاړ مسافر شو ژړیږم خدایه
د ماذدیګر زیړی لمره ورشه ریباره
زما خیالی جانان ته وایه راشه دیلداره
بد می حال ده  ګله راځه خبر شه یاره
هر څه می دربدر شو ورکیږم خدایه
 یار می لاړ مسافر شو ژړیږم خدایه
ورک می سبا بیګا خوبونه دي بی ده نه
راشکه تللی ټول راحتونه دي بی ده نه
راباندی پراته ډیر غمونه دي بی ده نه
زړه می غارغار شو دردیږم خدایه
یار می لاړ مسافر شو ژړیږم خدایه
غماز بیلتون هر رنګه راتړلی زولنی دي
له سوری سوری زړنه روانی وینی دي
وښکی په ګریوانه پرتی دانی وانی دي
د چورتو پڼډ می په سر شو ډاریږم خدایه
یار می لاړ مسافر شو ژړیږم خدایه
کاشکی مو ژوند په شان د ماشومانو وی
زړونه مو ډک له خوښیو خوشحالیو وی
ولی به هر څوک سر په درد نارو وی

 قصمت می ولی مرورو شو نه پوهیږم خدایه
یار می لاړ مسافر شو ژړیږم خدایه
نه به اوس له قصمت سره جنګونه وی
 نه به دا د دنیا غم لړی خبګیانونه وی
نه به د چا په زړو کی ډیر نفرتونه وی
مسافر ذبیح لله په سی چیغبږم خدایه
یار می لاړ مسافر شو ژړیږم خدایه

 ته چی لاړی مسافر شوی
لاری لاری وښکی زه بییومه چی ته نه یی
   څاس کی څاس کی یی څه څومه چی ته نه یی
له که د سوال ګر یتیم په شان غوندی
 سترګی هر خواته اړومه چی ته نه یی
راځه راځه روزی به خدای رارسوینه
داسی مینه به څه کومه چی ته نه یی
     بی تا ګریوان په وښکو لوند خیشت دی
 ژوند په ورکی ولله تیرومه چی ته نه یی
د ژوند بهار می تیریږی په خزانونو باندی
له که خزان وهلی پاڼی ژیړه شومه چی ته نه یی
بس  نور د خپله خوښه یاره که راځی راشه
زه هم د ذبیح لله په شعرو وخت تیرومه چی ته نه یی
زما مسافر جانانه
د غم د پاسه غم ده تورو تیارو کی
 وختونه بی تانه تیرومه زما جانانه
چیرته لاړی سری سترګی ژړانه
 هر وخت یی ګرځومه زما جانانه
ته چی لاړی په ما جوړشو قیامتونه
 د زړه وینی غورځومه زما جانانه
   ولی په څه دومره خپه ورک شوینه
قسم ده ډیر ډیر یادومه زما جانانه
 بس ده نور می مه اخله ازاررونه
 سوال زاری درته کومه زما جانانه
راځه راځه روزی به خدای رارسوینه
توکل په خدای کړه رادرومه زما جانانه
که نه پوهیږی واوره د ذبیح لله شعرونه
نور د په لوی خدای سپارومه زما جانانه

 جانان می ورک ده
خیالی جانان می مسافر ده
ژوند ولاړ په سور ور ده
زړه زما ډیر غمجن ده
زندان راته خپل کور ده
بیلتون د خواری غربی له
لاسه سړلی په کوم لور ده
چی په ده به څه تریږی
لوی خدای زمونږ خبر ده
په وښکو لوند ګریوان ده
 رابه شی زما په عتبار ده
له ما سره یی کړی ول
لوزونه را نیزدی اختر ده
د ذبیح لله په شاعری کی
 خوښ می دغه لڼډ شعر ده

 نه راځي خبونه بی تانه
په ما بل دي سره ورونه بی تانه
جانانه نه راځي خبونه بی تانه
ناچاره یوازی پرته یم چاته ووایم
د غمجن زړګړی حالونه بی تانه
چیرته لاړی ورک یی په ما راټول
 دي د دنیا ټول غمونه بی تانه
مدام تاپسی ژړیږم راځه راشه
زما نه تیرږی وختنونه بی تانه
هر څه می خوږمن خوږمن دي
د ژوند نه شته خوندونه بی تانه
مسافر ته شوی ګرمه زه شوم
ذبیح لله نه شته راحتونه بی تانه

 ورکه مسافره یاره
ستا په یاریکی راته جوړ شو فصاتونه مسافره یاره
راځه راځه بی تا می نه شته راحتونه مسافره یاره
په جودایی کی دی تیرومه قیامتونه سوزیږمه
په سرو لمبو کی نه تیریږی وختونه مسافره یاره
 پوخلا شه مکوه نازونه دورځی ژوندون ده ګله
ژوند بندیوان ده ټول ستا د چورتونه مسافره یاره
په ما ولی کړی ظلمونه نه پوهیږمه زه څه وکړمه
چی ته پوخلا شی ولی کړی نه فرتونه مسافره یاره
یوه ورځ سره مرونه اخیر دیدن دی زما ارمان ده
په لهد کی به د وکړم ډیر شکایتونه مسافره یاره
که نه پوهیږی واوره د ذبیح لله شریفي شیرونه
 مسافری څه ده مه ګده په ما شرتونه مسافره یاره
ورک جانانه زما
چیرته لاړی مرور شوی جانانه زما
ولی داسی مغرور شوی جانانه زما
خدای ته وګوره راځه په تیرو پلو
د خاوری امبار شوی جانانه زما
ډیر ډیر د یاد ومه ورکه مسافره
ولی لاس په سر شوی جانانه زما
کومه می ګنا وه راته ووایه حالونه
بیا د چا د زړه سر شوی جانانه زما
سوال کوم نور می مه اخله ازارونه
راشه که بیا می دلبر شوی جانانه زما
په زیارتونو باندی به نزرونه و ویشمه
ذبیح لله ولی سر شار شوی جانانه زما

 مسافره یاره
له غمه مرمه جانه زما
ډیره خپه یمه جانانه زما
یوازی په کور کی تکی
تنها پرته یمه جانانه زما
د خدای لپاره پرته له تانه
 زه څوک لرمه جانانه زما
چی د سوی زړه حالونه
 ورته ووایمه جانانه زما
راوړه دینونه هر وخت
د زه یادومه جانانه زما
د غم باران راوری لمده
خیشته یی کړمه جانانه زما
راشه د ځوانی عمر په سرو
 لمو کی تیرومه جانانه زما
تللی عمر بیرته نه راګرځی
تا پسی ناجوړه یمه جانانه زما
زه څه وکړم چی ته راپخلاشی
 هیڅ نه پوهیږمه جانانه زما
ته چی نه یی دا ډیر دولت
دنیا د څه کومه جانانه زما
یو زل د ذبیح لله شعرونه واوره
نور د په خدای سپارمه جانانه زما
راوړه دیدنونه
که مرګی راغی بیا به نه دیدنونه
 په زړه به پاتیشی سومره ارمانونه
  د لری وطن مسافره راځه راځه
نور د خدای له پاره ومنه سوالونه
ډیر می یادیږی زما ورکه یاره
بس کړه په ما مه ګده شرتونه
ارمان ارمان ده چی د ځوانی
عمر په جودایی کی سره تیرونه
بیا چی هر څه وکړو دوباره
 نه راکرځی بیرته تللي وختونه
 راشه ورکه یاره
تانه به هیره یم جانانه
زه د نه هیروم جانانه
 یاره چیرته رانه لاړی
 چاته د پریښودم جانانه
ولی د کلونو مسافر شوی
هر وخت د یادوم جانانه
ورکه یاره راشه بی تانه
 زه قیامتونه تیروم جانانه
راځه بس کړه دا جنګونه
سوالونه در ته کوم جانانه
بی تانه وختونه نه تیرږی
د ذبیح لله شعرونه اورم جانانه
راځه بی غوره یاره
 هر وخت زګرویږم بی غوره یاره
لکه د شمیع ولیکیږم بی غوره یاره
راشه راوړه دیدنونه و خیالی جانانه
بی له تانه نه جوړیږم بی غوره یاره
څه به کړم د مسافری ډیر دولت دي
چی زه تنها ژړیږم بی غوره یاره
له که ویشتلی مرغی غوندی هر خواته
 غورزم راغورزم تپیږم بی غوره یاره
زما خو د شپی ورځی خوبونه تښتیدلی
خدای خبر ستا به هم یادیږم بی غوره یاره
ولی مرورو یی راته وایی چی د کومی
 ګنا سزا راکوینه نه پوهیږم بی غوره یاره
روح می تا وړی زه خو هسی کالبوت یم
 ځکه هر رنګه دردیږم بی غوره یاره
ذبیح لله راځه نور مه اخله غچونه بس ده
که را نه غلی مړه کیږم بی غوره یاره

 چیرته رانه لاړی
راشه دیدن راوړه له غمه مرمه جانانه زما
راځه راځه سوالونه درته کومه جانانه زما
عمر د ژمی ماذدیګر ده په مڼډه تیریږی
دوه ورځی ژونده سبا به مړه یمه جانانه زما
بیا به په زړونو پاتی وی د عمر ارمانونه
چی ته نه یی زه ژوند څه کومه جانانه زما
چیرته رانه لاړی شوی د کلو مسافر تا ویل ځم
د سو شپو مسافر زر بیرته راځمه جانانه زما
ولی درنه هیر دي خپل لوځونه بی غوره یاره
بی له تا نه زه قیامتونه تیرومه جانانه زما
وښکی می روانی په ګریوانه دي لاری لاری
مړی مړی یی در پسی تویومه جانانه زما
د خدای لپاره راشه ذبیح لله ډیر می یادیږی
هر وخت سحر ماښام د یادومه جانانه زما

 شا لوګینه راشه
شا لوګینه راشه ډیر می یادیږی شیرنه یاره
هر څو د هیروم نه می هیریږی شیرنه یاره
بی تا ژوند غمجن غمجن ده سبا به مړه یم
عمر د زمی ماذدیګر ده تیریږی شیرنه یاره
و لی کړی په ځان ظلمونه خدای مهربانه ده
یوه مړی روزی به رارسیږی شیرنه یاره
لکه د شمع غوندی ولیکیږم وبه وبه شوم
بی له تا می ژوند نه خوښیږی شیرنه یاره
تاخو ویل ځم د سو شپو مسافر ته خو شوی
 د کلو مسافر دا څه راسره کیږی شیرنه یاره
مسافری کی هر مسافر په چیغو ژړلیدي
دا تا څه کی میندلی که نه پوهیږی شیرنه یاره
 ذبیح لله مسافری ته ډیر شعرونه جوړکړی
یو زل یی واوره د هر چا خوښیږی شیرنه یاره

 و مسافر یاره راشه
ستا لیدل می ارمان ده راشه
ژوند می تانه قربان ده راشه
ګوره خپه درنه لاړه نه شمه
راځه اخیری دیدن ده راشه
هر وخت خپه یم زګرویږمه
سخت می ګزران ده راشه
جوړ قیامت ده بی تانه راته
تور تم ټول جهان ده راشه
و زما بی غوره مسافر یاره
روح می ځی روان ده راشه
زړه می په ځان پوهیږی ذبیح لله
رانیزدی شوی می زلکدن ده راشه

 مسافره راشه
د دنیا مه کړه غمونه او راشه
تنها تیرومه دردونه او راشه
راځه د خدای لپاره بی تانه
 نه تریږی وختونه او راشه
لمده خیشته یی کړمه د غم
راوری بارانونه او راشه
بی غوره ولی درنه هیر
 دي خپل لوزونه او راشه
تکی تنها پرته یمه نا چاره
چاته ووایم حالونه او راشه
دا ستا د یاری زور ده په نیمه
 لار کی جدا سونه او راشه
ژوند ولاړ په سور ور ده
نور ومنه سوالونه او راشه
 یو وار واوره د ذبیح لله
یو سو شعرونه او راشه

 نور وطن ته راځه
په زړه می ولاړ غم ده
 نه جوړیږی بی تانه او راشه
هر سومره یی سبرومه
نه سبریږی بی تانه او راشه
هر وخت سحر ماښام راته
 ژړیږی بی تانه او راشه
هیڅ چاره می نه شته هر رنګه
زوریږی بی تانه او راشه
سری لمبی می له تنه
جیږیږی بی تانه او راشه
نه خوشحالیږم هیڅ شی می
 نه خوښیږی بی تانه او راشه
د نیمګړی دنیاګی ارمانونه
نه پوره کیږی بی تانه او راشه
روح می روان ده ځی ورو ورو
  رانه بیلیږی بی تانه او راشه
ذبیح لله بی دیدنه به غمونه می
نه ورکیږی بی تانه او راشه
وطن ته راشه
و د زړه سره وطن ته راشه
و زما دلبره وطن ته راشه
ولی د یم هیره ګنا می څه ده
و زما دلداره وطن ته راشه
راځه راځه پوخلا شه بس ده
و خیالی ګره وطن ته راشه
ولله تنها تنها ژړیږم بی تانه
   خدای ته ګوره وطن ته رشه
بی تا می نه شته ده خبونه
د خدای لپاره وطن ته راشه
نور می ومه نه وزرو سوالونه
و جانانه مسافره وطن ته راشه
یو ځل واو ره د ذبیح لله شعرونه
و بی غوره یاره وطن ته راشه

 پیښور ته راشه جانانه زما
د پیښور ښکولی بازار ده جانانه زما
هر خواکی یی بیروبار ده جانانه زما
هر وخت په کی جوړ شور ماشور وی
 خیالی پسرلی ګلی کلذار ده جانانه زما
 غوړیدلي وړی غوټې تک شن دی
ټول وطن ښایسته ګلدار ده جانانه زما
  نور می ومنه سوالونه بس ده راځه 
 ولله ډیر می یادیږی بی غوره یاره
زړګی می غار غار ده جانانه زما
ستا راتګ هر درمان ټکور ورته
راشه تا سره می کار ده جانانه زما
ذبیح لله یو زل به راځی بی تانه می
 ژوند ولاړ په هنګار ده جانانه زما
سترګی درته په لاره یم دلداره زما

 څلوریځی
یو زل  خامخا راشه
په پښتون خوا راشه
د پسرلی هر خواته 
 میلی دي و اشنا راشه
ډیر ډیر می  یادیږی ولله
یاره نه می هیریږی ولله 
هیره می نه کړی ذبیح لله
بی تا می زړه زوریږی ولله
راځه نور مه کوه جنګونه
د خدای لپاره راوړه دیدنونه
د مرګی ښامار مو مخکی ده
یوه ورځ به له دنیا نه ځونه
*******
 څلوریځی
ډیر می یادیږی ستا هغه نازونه
نه می هیریږی ستا هغه لوزونه
دریاد یی کړه که د هیر شوی وینه
له زړه می پاکیږی ستا هغه تسویرونه
څلوریځی
که مرګی راغی بیا به نه دیدنونه
 په زړه به پاتیشی سومره ارمانونه
  د لری وطن مسافره راځه راځه
د خدای له پاره نور ومنه سوالونه
څولوریځی
  راځه سبا به مړه یم
نور راشه بیا به نه یم
 ډیر می یادیږی یاره
ډیره ولله تا نه ګلمنه یم

 زه خو نه هیروم لوزونه ستا
هم هغه شان ته یم مینه ستا
ډیره ارمانجنه یم د دیدن ستا
 ګورته به ویسم ارمانونه ستا
کم کم کوه نازونه و سر شاره یاره
 دلته نه شته بالښتونه و مسافره یاره
 په خالی سنګل باندی د سر ولګه ونه
وطن پردی ده ناپوهه و زما ناخبره یار
سترګی چاته واړومه و زما د مینی یاره
 خپل وطن ته ځمه و زما د مینی یاره
 نه راځی خبونه ما بوځه د خدای لپاره
 ځاری درته کومه و زما د مینی یاره
څلوریځی
روح می له تنه په هواکیږی
زړه می راته په ژړا کیږی
لویه خدایه اوس به څه کومه
خیالی جانان می رانه جداکیږی

 چی هیرومه نه می هیریږی الله
سرا سر غمونه په ما وریږی الله
 دا خپل وطن می ډیر یادیږی الله
خیالی ژوند می رانه بربادیږی الله

 څلوریځی
زړه می خوږیږی لویه خدایه
څه وکړم نه سبریږی لویه خدایه
خپه خپه غمجن یم ډیر فرشانه
خپل وطن می یادیږی لویه خدایه

 ارمان می خپل وطن ده
زړه زما ډیر غمجن ده
رانه پاتی خپل وطن ده
ولله ډیر خپه یمه نا چاره
راته تور تم ټول جهان ده
په سور ور کی سوزیږم
سخت شوی می ګزران ده
سحر ماښام ژاړم لوند می
  په وښکی ټول ګیروان ده
نه می هیریږی څه وکړمه
په لړ زان می ټول بدن ده
زما ذبیح لله بد نصیب ده
روح له مانه په رفتن ده
خدایه قبوله می دا دعا کړی
 ارمان می د وطن دیدن ده
خپل وطن
 چی هر څو یی هیرم
 نه می هیریږی الله
ښایسته خپل وطن می
 ډیر ډیر یادیږی الله
زړګی زما هر وخت
ورپسی ژړیږی الله
 هر څه خوګمن دي
 دلته نه جوړیږی الله
د ورتګ یی کومه
 سوالونه نه قبلیږی الله
غمجن خپه ژوند ده
څه وکړم نه سمیږی الله
زما ذبیح لله شعرونه
نه خوشحالیږی الله
ډیره خپه یم خدایه
نن می دا زړګی ولی
راته ژړیږی لویه خدایه
ډیر غمجن خپه خپه دي
نه خوشحالیږی لویه خدایه
د مسافر جانان یادونه
په وریږی لویه خدایه
 هر سومره یی هیروم
 نه هیرږی لویه خدایه
نه پوهیږم چی په ده به
 څه تیرږی لویه خدایه
د راتګ یی دعا کړم
نه قبلیږی لویه خدایه
د مسافری په تیغ ویشتلی
 بیا کله جوړیږی لویه خدایه
ذبیح لله مسافری د هی چا
نه خوښیږی لویه خدایه
وطن نه می هیریږی الله
لکه باران په زړه می راوریږی الله
هر څو یی هیروم نه می هیریږی الله
خپه غمجن غمجن یم ډیر فریشانه
دا خپل ګل وطن می ډیر یادیږی الله
د تنها یی زیندان کی یی مدام ژړیږم
کله به می د دیدن ارمان پوره کیږی الله
   د ژوند مزه ده تللی لکه شمعه ولیکیږم
سوال زاری درته کړم نه قبلیږی الله
ذبیح لله ځه لاړ شه بی وطنه به سم نه شی
هر څه می خپه خپه دي نه خوشحالیږی الله
وطن می یادیږی الله
دا خپل خیالی وطن می ډیر یادیږی الله
هر څو یی هیروم نه می هیریږی الله
ډیر کلونه وشو چی ورنه را ورک یم
مسافری کی په ما قیامتونه تیریږی الله
جدا یي کی دردونه تیروم بد می حال ده
خپه زړګی می مدام ورپسی ژړیږی الله
روح می رانه روان ده ځی بیلیږی الله
زما یی ارمان ورستی دیدن ده خدایه
هر څه می غمجن دي نه خوشالیږی الله
ذبیح لله ځه ځو نور نه کیږی بل وطن کی
ذبیح لله شریفي
-
بېرته شاته