(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د حداد صیب په مړینه

خدمتکار د پښتنو نه ئی چی تاؤ کړولو کفن
د پښتون ګریوان شو څیري تر لمن
 
د فرهنګ له مدار بل ستوری راپریوت
پښتونخوا باندی خزان سپیره ئی شو بڼ
 
خوشبوی د تورو زلفو له ادب نه شوله ورکه
پښتوژبی نه چی لاړو د ادب یو بل ځواکمن
 
چی د وینو په قطرو ئی د پښتو ګل ؤ پاللی
هغه ګل په ژړاژاړی وائی تالا می شو چمن
 
په دننه او بهر کی د ادب ګلان شو مړاوی
د لیکنو،هم د ژباړی نه یو دم غوڅ شو ګردن
 
خوشبوی د پښتو ژبی وه د مشکو او عنبر
ښکلی هار د خپلی ژبی د جانان او ګل بدن
 
د پښتو پیغله ئی تل وه په قلم ده سینګار کړی
د ادب د خپلی ژبی تل په ننګ ونام هوډمن
 
په پردیس کی ارمان د خپل وطن ځان سره یووړ
ارواښاد حداد ؤ زړه نه پری مین
 
هر افغان له سترګو اوښکی دباران غوندی څڅیږی
روفي وائی پاکه ربه نور افغان نه کړی غمجن
Eng. Matiullah Raofi
-
بېرته شاته