(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غزل

زړه می له تنه جلاکيږی په تا څه سوی دی
بيا غوټی وينی تيری څاڅيږی په تا څه سوی دی

 
تا به رنګينی تو ری شپی دزړه په وينو کړلی
توری جامی دی نه سپينيږی په تا څه سوی دی

 
په زيارتونو می مراد ای طلای جانانه
زړه په کوګل کی نن درزيږی په تا څه سوی دی

 
ستا دشائست ليونی څه سول قدردانه زما
دا  توری شپی نه سبا کيږی په تا څه څه سوی دی

 
چی سری غوټی به يې کړی ګل تل دوحدت په نغمو
اه سندر ماره نه  معلوميږی په تاڅه سوی دی

 
کفن کفن راته جنت ای څورلسمی سپوژمی
پرهر پرهر زړه راټوکيږی په تاڅه سوی دی

الکوزيه دل اسا دادلسيزو  ستړی
توتی دی ګونګ بلبل چيغيږی په تاڅه سوی دی
 

منان الکوزی کوټه
-
بېرته شاته