(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دکابل واورې، دزړه دربار

دکابل واورې
دالپ غرونه واورو پټ کړل،دپغمان غرونه رايادشول
جګ په سپينو واورو ښکلي،دپروان غرونه رايادشول

چه له واوروجوړشي غرونه،سالنګونه راپه يادشول
چه دمرګ ژوبلې لامل شی،برفکوچونه راپه يادشول

دکابل واورې رايادشوې،راپه يادورانې کوڅې شوې
چه نه در،نه یی کړکي وې،وران کورونه راپه يادشول

چه پرې سپينه واوره اوري،سر پناه یی په سرنه وي
داپخپل کور کې بيکوره،فاميلونه را په يادشول

نه بړستن ،نه یی شړئ وه،نه منقل نه بخارئ وه
په تن لوڅ ،په خيټه وږي،ولسونه راپه يادشول

يتيمان سترګوته راغلل،لوڅ لغړ ببرسرونه
چه لادوی یی انتظارکړي،ورک پلرونه راپه يادشول

دوطن مشران راياد شول،چه اوس هريو ميليونردئ
زړه کی کرکه راپيداشوه،مات قولونه راپه يادشول

دقيام له سترګو اوښکې،دخفګانه راجاري شوې
بهيدلې یی ګريوان ته،تيريادونه راپه يادشول



دزړه دربار
راپه خولابه مې خپل يارشي،که خدای وکړي
بيابه ځما دخوښئ وارشي،که خدای وکړي
 
دراتګ لاريي په غبرګو سترګو څارم
راښکاره به په دې لارشي، که خدای وکړي
 
ددوزخ په څېر ژوند سخت دانتظاردئ
وخت به تېر دانتظارشي،که خدای وکړي
 
چه يار نشته شپه او ورځ په ما تورتم دی
داتورتم به روڼ سهار شي ،که خدای وکړي
 
مرور يار که خدای بيرته په لاس راووست
ټول ژونون به مې بهار شي ،که خدای وکړي
 
بيا به کور ته ،دخوښيو کاروان راشي
دغمو به کډې بار شي، که خدای وکړي
 
که قيام ته يي دزړه شهزادګئ راغله
دزړه کور به يي دربار شي ،که خدای وکړي
 
الحاج الهام الدين قيام
والدورف /جر مني
-
بېرته شاته