(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دعبدالرحمن لودین "کبریت "په شعرونو کي طنز

پوهنمل محمود نظری
عبدالرحمن لودین دکاکا سید احمد  کندهاری زوی  اود  فیض محمد  خان لودین لمسی دی چې په کال (۱۲۷۲ل) کې دکابل په ښار کې زېږېدلی دی.هغه لومړنی زده کړه   له پلاره  وکړه بیا یې حبیبیه لیسه ولوستل. عبدالرحمن لودینلومړی په سراج الاخبار کې د  محرر دنده لرله بیا یې نوري دندې لکه   په بخارا کې د سیاسي هیت غړی ، دکندهار د بلدیې رییس، د کابل د ګمرګ رییس او د امان الله خان د دربار سر منشی تر سره کړې دی . هغه له  انګریزانو سره د امیر حبیب الله پوست چلند،  عیاشي اوفحاشي  وهڅوی پر  هغه برید وکړي   خودهغه مرمۍ ختا کیږی او  بندي کیږي خو   دامان الله  خان په راتګ سره له بنده خلاصیږي او په امان افغانیه جریدی  کې  په کار پيل کوي .
عبدالرحمن لودین شاعر و  د هغه ډیر شعرونه حماسي او دظلم پر ضد دی هغه په جدیت کې ظریف  و ، هغه پښتو  او دري طنزی شعرونه ویلي دي
هغه د انګریزانو د مکر اوحیلې په هکله په طنز وايي :
ژباړه:
اې ملته !  دخدای لپاره ژر سئ
ددوښمن د شر مکر او حیلي خبرسئ
تر هغه چې له تندر ه ګونګ اوکر سئ
بیا  یې لکه د تالندې په چغو دربدر سئ
لکه  دبریښنا وړانګې یو وار تر نظر  سئ
هغه په طنز دروس او انګریزو  په هکله وایي ، دواړه  مو وینو ته تږي دي !
ژباړه:
یوې خواته پاڼ بلې خواته پړانګ
دواړو زموږ  په وینوخوله کړې رنګ
عبدالرحمن لودين دامير حبيب الله خان  د«گلف» په لوبې نیوکه کوې  او وايي :
ژباړه:
اې له زمانې غافله او بوخت په لوبې  دګلف
دخبیث دوښمن سره چا کړئ حلف؟
ستا په فکر دښمن نه کوي  دوعدې خلف؟
باید  وژاړو ستا په  دې  احمقي اوجلف
تر کومه به د حق لیدو ته ړانده او کاڼه سئ؟
بیا په طنز  دهغه وخت پوځي منصب لرونکو  ته وايي
ژباړه:
همد ا ډول  چې  په  نوی خولی ، کوټ او  بوټ کي
په ګړوکولو کي له  یو بل سره  کوی سیالي
له انګریزانووېرېږئ لکه ماشومان له ببو
تر کله وروسته له دریژ ه نه وایاست زیر زو
یو وار لازمه ده چې په عزم د سفر سئ
دسیالی لپاره خولۍ ، کوټ او نوی بوټونه په ګرو اخلی مګر د انګریزانو څخه لکه  له ببوه ویریږي
هغه به طنز وايي  دا ستاسو د ملا  ، اوږو او خولۍ نښانونه یوازې دورځي موډ دی او د نندارې لپاره دی
ژباړه:
دا نښانونه  په اوږه او خولۍ او ملا
واه واه ښه ایسی او دورځي فیشن دی دا
داستاسو بې همتي  وړ ده د خندا
ځکه  دواړه د نندارې  لپاره دي  دا
باید په دی  خپلي بې ننګي په ژړا سئ
په اخیر کي وايي تر کله به د یا الله اویا نصیب ځان ختاباسو زما خبرو ته غوږ ونیسئ
ژباړه:
تاسف په حال ددی ملت نجیب
غواړم تاته ووایم اې ادیب
ترکله  به اورې یا الله یا نصیب
ددې نغز داستانه داسی کیسه  عجیب
که زما د خبرو اوریدوته  غوږ سئ
هغه د ظالمانو ته په طنز وايي:
ژباړه:
 
وکړه دی ظالمانو    بې دینوخاینانو  داسي
چي د زمانې باداري   يې ځان ته کړه  ابدي
ناپوهې نفاق غفلت درواغ  اوبې خبري
لکه یوي زموږ غاړې ته يې اچولې  کړۍ دغلامي
وايي زموږ په درناوري کي لکه غوا اوخر سئ
بیا وايي دا ظالمان چې هر څه وکړی باید هغو ته عقل عالم یا ادم ووايي
ژباړه:
که یو ظالم د ناپوهی  له کبله وکړ عتاب
اویا يې په ناحق  کوم څوک  کړ عذاب
یايي د ځان په ګټه جهان  کړخراب
ناچاره باید هغه ته عقل عالم  او ادم کړې خطاب
عبدالرحمن لودین په کال ( ۱۳۰۹ ل )په اووه دیرش کلني د نادرشاه لخوا  په نا ځوانمردانه ډول  په شهادت ورسید.
 
-
بېرته شاته