(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

زما د طبيعت خلاف

تا په رڼا پسې تورتم ته ريباري وكړله حالاتو مونږ سره دې څرنګه ياري وكړله څه د رڼا ستوري لرل مونږ د ګوتو په شمار د هغه ستورو په لوېدلو دې خواري وكړله د تورې شرنګ مې راپرېوځي تر بنګړو رسېږي تا د شملو، تا مې د تورو دلالي وكړله زمونږ تندي دي راپولۍ كړه د جنت په تمه اخر دې سور دوزخ ته مونږ باندې زارۍ وكړله ما درنه يو غوښته تا بل نقش راونيو حاله زما د طبيعت خلاف دي خپله كولالي وكړله لا دې په يوه لاس كې تسپې بل كې پيالې وركړلې پخپل تخليق دې څه بېخونده ګلكاري وكړله زاهد هم ونيوه نغمه د سُر له تاله سره په هر دريځ دې جادوګره فنكاري وكړله د كوټوال عقل به پخپله له خپل كوره وځي د كوپړۍ كور باندې يې ستا فكر مستي وكړله

-
بېرته شاته