(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دنظري صیب طنزونه تازه شول

پوهنمل محمود نظري

ددولت  دلسو کالولاس ته راوړینې

دځان په ګټه پچه  یې چارډانګه سیستم کړ
بهرنی فرهنګي لاس منډون يي په میخ  قایم کړ
حکومت يي هم له ځان سره ګرده  الم غلم کړ
افغان ولس یې   په قصده  ښه خولم پلم کړ
د وچکه غلو وجدان يي هم خراب له سرولم کړ
پارلمان يي راته غوره دپردو د نیکوسپلم کړ
د شین زمری پر ځای يی مشر راته خړ سپېرلم کړ

ټوله پاخه  مورزاده  لوچګان یی سیاسیون کړه
هم یې واک ورکړ هم یې خره اپوزیسیون کړه
اتل ملی خاینان یې په ډلو ټپلو کي سره یون کړه
چکه چوران  یې غړی دفساد  دلوی کمیسیون کړه
هردوره يي یوازی په ټپوسانو کې ادلون بدلون کړه
ددیموکراسی په نامه یې تیر په ولس د ظلم علم کړ
د شین زمری پر ځای يې مشر راته خړ سپېرلم کړ


سوچه افغانان  یې له کاروپه سوټیانو ورک کړه
جانیان ا وزانیان  بیرته دولس پاخه ملک کړه
دفحاشی ا  وفساد يې وزارتونه سم ډک کړه
وطنپرستان یې ټوله    زښت سپانده او سپک کړه
شریف کارمندان يي ټوله   سره غلا غوندک کړه
معرفی يي ولس ته  هر تیارخور  لکه دپسه لم کړ
دشین زمری پر ځای يې مشر راته  خړسپېرلم کړ


په زرونو يي  بې پاسپورته  د فرودس جنتیان کړه
په وطن کې یې  ډانګاییان ټوله ستر جنرالان کړه
خلک يي دازادبازار په نس ناستی پریښان کړه
دکرزی اوفهیم  وړونو بانکونه  له ورځی تالان کړه
په  ښه عدالت يي ښه خلک  ښه رذیلان کړه
د سلم په نامه يي  د ولس په نصیب ډیر اظلم کړ
د شین زمری پر ځای يې مشر راته  خړسپېرلم کړ

په کږو کړو يې سم ملیتونه سم سره وران کړه
بوچغړی یې د خوار ملت  په سر وتلی مشران کړه
د انسان په غوښه يي روږد کوڅه ډبه سپیان کړه
سپاهیان یې د  بهرنیو بازانو پک سری ټپوسان کړه
په دې لاس ته راوړونو يي افغانان ډیر ښه ودان کړه
عدالت یي په هیواد کی تر بیخه  غیب عالم کړ
دشین زمری پر ځای يې مشر راته خړ سپېرلم کړ


خولم پلم  ( په وینو ککړ) ، سپېرلم (ګیدړ) ،سرولم ( له سره  تر پښو) ، الم غلم ( مفسید)،غیب عالم( ورک ، پیریان) ، سپلم( چغلګر)، علم ( جنډه)، بوچغړی( د ځیناور د ویرولو لپاره په باغ کی  کالی ځړول)، ګټه پچه( ګټه وټه)، چارډانګه ( څلورخواوی )

چونټه دولت
په هر  فن د یو چا جیب خالي کول غلا ده
څه په پټه څه په ښکاره خوله لګول هم غلا ده
په پټه د وټونو په کتابچو  سندوکونه ډکول
د واک لپاره دبل ډول ته نڅیدل هم غلا ده
له ناپوهې ددولت بودیجه  په وخت نه لګول
ناهله  داهلو تنخواه جیب ته اچول هم غلا ده
په بډو د میرمني  اواولادونو خیټه پړسول
د جنایتونو په باج قصرونه   جوړول   هم غلا ده
د نفاق لپاره دڅټ مخو ملا ټینګه تړل
په کار کې کامي غروړی درلودل هم غلا ده
دازاد باراز په نامه دسدرۍ جیبونه غټول
دبې کیفیتو شیانو واردول هم غلا ده
دبزرګانو په هره اړي لاس پر خوله اېښوول
پښه پر پښه اړول څه نه کول   هم غلا ده
ناهله د شپشتو پر ښاخ بې زینې خیژول
دچکه چور او غدار سیله کول  هم غلا ده
په کمیسیونو او جرګو لوټه ايښول اوتیریدل
په هغو د بیت المال د پیسو لګول هم غلا ده
د بل  په مټه ځان ساتل اوپه مرغټانه یې ځړیدل
دخان له  ګمشو ویلو ګټه پورته کول هم غلا ده
له ولس څخه   په توروښیښوموټرانو کي پټیدل
د خلکو د ویرې د عامه لارو بندول هم غلا ده
دلویو جانیانو نه محاکمه کول او خوله خوندیدل

خوله  په غلطه د هغو په ګټه ښورول هم غلا ده
دپردو او لاس پوڅوپه ټولو  خرېړیو تله تیرول
د هغولمن په سر نه  وراړول هم غلا ده
دا ښوول چي زه یم زمری له ما اتل  نسته
چورلنډان په دولت کې راټولول هم غلا ده
غوړي غوړي وعدې او د اوښ نڅاه کول
هره ورځ زاړه رکارتونه ږغول هم غلا ده
دحاجیانو د قربانی خوشمړی وړل
د ایران سره دبندو قرارداد کول هم غلا ده
د وطن په لسټونی کي ماران او لړمان ساتل
دنفاق د اور لمن وهونکی ته څه نه ویل  هم غلا ده
دخدایي قانون په اساس ټوله دولت چونټه دی
د ازمایلو بزرګانو بیا  بیا ازمایل  هم غلا ده
د دې لمن ککړ دولت په مړینه مه کوه اړنګ بړنګ
په ژوند ورته دسقاط کڅوڼه ګرځول هم غلا ده
***


په ګوته شوی ( مشهور)،د اوښ نڅاه( هغه څوک چی په نڅاه نه پو هیږی)،په زړه کې غروړی درلودل( کرکه) ،پښه پر پښه اړول( بی پروا)،لاس پر خوله اېښوول( چپه  خوله)،د شپشتو پر ښاخ خیژول( ختا ایستل) ، اړنګ بړنک ( شک)، خوله لګول ( رشوت)،خرېړی ( خرابول) خوله په غلطه ښورول( درواغ ) خوله خوندیدل( جرات)،

د بنو لخوا دبنزیانو وېښته شکونه
یوه غونډه تیریږي لس ورپسې نوري دي
له دې هیضه دولت څخه   ټوله خوا توري  دي
په هرې غونډې رنګارنګ جنډې رپیږي
په هره  غونډه  نوی زړې زنګولې پوري دي

هلته د د میلیونو تریلیونو ژمنې کیږي
دا د کمیشن کارو سره په معاملو پوري دي
هغه غویي چې راځي دی ملت ته خیرات
 تر تورو يې هډوکي او چچړې ډیري دي
چورترغا ته  بزرګان په کمین  کې ناست دی
تال ترغې ته خوشاله  اوخوری بوری دي
هرڅوک یې هضمولی نسي پوست اچوي
 د غوښه خورو میناوو موښکې توري دي
دلته یو سترګۍ په ړندو کې جان اغا دی
تر چپنې لاندې جرتکانویې تورونه پوري دي
 ورته وايي چور چورو لوړ هوټلونه جوړ کړئ
هغه چې رنګه جل اوبل چراغونه ور پوري دي
بزرګانو دخیانت لغړیان سره   راغونډ کړي دي
تر ماغزه غټ  نسي ورته په کولمه پوري دي
 په دې چړپېدلو خلکو خدای  ډیر مهربان دی
په میلیونو کې یوازې دهغوپه برخه توري دی
 تر توروشپو غلو د ورځي رسمي غله  کوي ګټه
 چې د ملت اوګارول یې هم  په ځان پوري دي
که رښتیا چراغ راوخلي ددې دولت پسې
ولس ته یې پرتوګونه سوري سمبوري دي
د هری تمساح تر لکۍ لاندې چې را سي ځوز
اپوزیسیون سي سپيني یې په رانجو توري دي
  دلته  دواړو بنو د بنزیانو  وېښتان وشکوله
دواړه بنې ډیر له  بنزیانو  د تربرانو  غم خوري دي
زموږ بزرګان یوازې دشا لخوا سر زوري دي
لس کاله کیږي چې لا تیرزغمال  خرزوري دي
-
بېرته شاته