(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ما ته زماخپله پښتونخوا ربه

جوړه غلبله ده په څلور كنجه دنيا ربه
هر خوا د غرض توره راويستې ده هر چا ربه
څوك به درنه هغه غواړي، څوك به درنه دا ربه
ما ته زماخپله خپله خپله پښتونخوا ربه
دا د هسكو غرونو په جولۍ كې د ښكلا وطن
دا ګل ګل، مېوه مېوه، جنت جنت زما وطن
دا زما د وينې مينې جوړ د سرو لعلونو كور
دا د مېړنو پښتنو لوى د نعمتونو كور
دا چې د تخليق وېش كې راكړى راله تا دى
دا چې بس زما دى بس زما دى بس زما دى
دا چې نه د ده، نه د هغه نه د بل چا دى
لر دى او كه بر دى د تاريخ د لوى بابا دى
زه په پلار نيكه سوچه پښتون يم بدلېداى نشم
سر كه مې ګوزار شي له ناموسه تېرېداى نشم
ولې دې خراب شي زما دين زما دنيا ربه
ما ته زماخپله خپله خپله پښتونخوا ربه
كله د غازي بابا پګړۍ زه هېرولاى شم
كله مې دنيا بي بي پړونى خرڅولاى شم
كله د شهيد له وينې سترګې پټولاى شم
كله خپله پېغله شين خالۍ پردۍ كولاى شم
كله زه پښتون خپله پښتو خرابولاى شم
كله ګلالى زلمى پردو ته ګډولاى شم
ولې دې زما حجره، جمات په بم ډېران شي
ولې د خندا دې زما ننګ زما ايمان شي
ولې دې پيسه زما پښتو زما غېرت واخلي
ولې دې زردار زما تاريخ زما ثقافت واخلي
ولې دې زما د سر سودا څوك غلچكى وكړي
ولې دې خاني زما په كور كلي پردى وكړي
نه منمه پلار دغه لار دغه چاچا ربه
ما ته زماخپله خپله خپله پښتونخوا ربه
زه به د اپښتون مې د انسان د مينې رود كړم
زه به دا وطن د دې دنيا د امن كور كړم
زه به پښتونخوا يو نمونه د شرافت كړم
دا خپله پښتو به هم عزت كړم هم قوت كړم
دغه نن د شر فساد ميدان به مينه مينه كړم
زه به دا جنګونه سوې خاوره بيا رنګينه كړم
دا چې شازلمي مو ګوره ورك شي په خوارو پسې
دوى به كړم مشغول پخپل هيواد كې خوشحالو پسې
دا چې پېغلتوب د جونو اوسوځي بېلتون كې
را به شي سپرلى د خوشحالو د دوى ژوندون كې
ز به لر او بر د خوشحال خان د ننګ ټبر كړمه
زه به د رحمان په مصرعو هر څه معطر كړمه
دا ټول ارمانونه مې رښتيا كړې په رښتيا ربه
ما ته زماخپله خپله خپله پښتونخوا ربه

***
نه د کوه قاف د ښاپېرو په ګډا تېروتم
نه د چين ماچين د معشوقو په خندا تېروتم

نه د هندوستان د تورخالو په تماشو شومه
نه د بنګالا د مالګين حسن په نخرو شومه

نه د ماهی وال د سوهڼی مستې ښکلا واخستم
نه ئې د رانجا د هير په غوړه ادا واخستم

ماته خو ښائېسته د ګودرونو ګل جماله ده
يا د جګو غرونو پلوشه زما ملاله ده

يا مې ښائېسته په تاترو کښې ګل غوټۍ ده
يا د اباسين د غاړې پېغله شين خالۍ ده

يا د سوات په رنګارنګ ښکلا کښې مه جبينې دی
يا خړو کورونو کښې ګل مخې ګل ورينې دی

دا مې د پښتو د حياګانو دردانې دی
دا د وطن خاؤره کښې د حسن خزانې دی

لرې کړه مکاره؛ ستا ډولۍ دی که ډالۍ دی
ماته زما کاڼی بوټی جاړې ګلالۍ دی

ځان به داؤ کؤمه، ننګيالی به داؤ کؤمه
هر څه چې پېښېږی خپل ښائېست به راګټمه

 
له عندلیب څخه په مننه
 
 
-
بېرته شاته