(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

لکه راشی زلزله

د مودو راسې زما د زړه په کور کښې مجسمه زما د خیال او تصور وېته ښکله زما د ژوند د هر یو اړخ وې او زما دا ارمانونو هینداره وېما تکل د هر مزل په دې نیت کړې چه منزل کښې به مې ستا قربت نصیب شی او بیا ټوله ستومانی به مې شی ورکه ته سینې ته چه په غړانګو غړانګو راشی نو ای زما د خیال نازکې او معصومې ته چه راغلې په ما داسې کانې وشوی زما سخت وجود د داسې په لړزان کړو لکه راشی زلزله په لویو غـــــــــرونو ورپیږی ونې بوټی او ښا خونه ولړزیږی قلعه ګانې دیوالونه لکه وشلیږی سیلئ کښې تناوؤنه نو اے زما د خیال نازکې او معصومی ستا ښکالو مې د وصال وروستئ سلګئ شوه ساه مې راغله تر مرۍ او بړبوکئ شوه د مودو راسی زما د زړه په کور کښ مجسمه زما د خیال او تصور یی

د ښاغلی فيروز خان اپريدى ويبلاګ

Laka Rashi Zalzaala Feroz Afridi.feb 6th,2006 Doha -
بېرته شاته