(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

قاتلان

بې شمیره ارمانونو له بې شمیره قاتلان
اوسیږي مې په کلي کې چاپیره قاتلان
حاکم چې يې پخپله له وحشته ګرځي پټ
له چانه به اوس دلته کوي ویره قاتلان؟
شریفه!شرافت هلته وي لویه ناداني
په کوم ځاي کې چې ګرځي ښه برسیره قاتلان
د سر چې پکې نشته دی څه قدراو قیمت
دې خاورې زیږولي دي سرتیره قاتلان
ژوندی دی عندلیبه کاغدونو کې خوندي
خبر دي د قانون د زور او زیره قاتلان‬

-
بېرته شاته