(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د هر څه لیدون کی پاک الله ده

 
 
که باور لری چی الله پاک
د هر څه ورکون کی ده
د هر څه اخیستون کی ده
د هر څه لیدون کی ده
د ټولو زړونو جوړون کی ده
د ټولو مخلوقاتو ساتون کی ده
زمونږ د ټولو مالیک ده
د دواړو جهانونو پادشاه ده
پاس اسمان ته
یواری وګوره
چی څومره له لمر
وورونه ډک کوی
بیا هم خپل باد بارانونه
په شنو ونو بوټو باندی
څاڅ کی څاڅ کی وروی
څوک چی په زړه زخمی
ټوټی ټوټی پارچه پارچه وی
هیڅ کله هم لیباسی ژړاوی
د ریا زګروی نه کوی
پټه خوله چوپ به ګرځی
چی چیری غم درد وی
دوۍ به ورڅخه تښتی
هر چا ته به موسکیږی
د شوڼډو چاودوته یی
د مخ رنګ ته یی وګوره
در معلوم به یی شی
دغمجن زړګی داغونه
له که د ماشوم په شان
زړه یی نرم ارامه وی
هیڅ به نه پوهیږی
باد د خیالونو سودا یی
چی هر خواته وړی
ناخبره پټه خوله به
ورسره روان وی
ورځی شپی به یی ټولی
په انتضار کی تیریږی
په چا به شین پسرلی وی
په چا به خزان وی
په چا به راروان وی
څوک به پروت وی
د زمی شپو ورځو کی
ستا په څه باندی
دومره شور ماشور
غال مغال ده
ډیر مه کړیږه
د زړه وینی دی
څه له خوری
نور بس کړه
په زړکی
پټه مینه محبت
عبادتونو کی
یو لوی عبادت ده
د غم لړی زمانه کی
د هر چا ژوند ولاړ
د سرو لمبو په اور ده
څوک یی په پټه
څوک یی ښکاره
سوزولی دینه
رنګ په رنګ
باندی دردیږی
د هر چا زړګی
داغ داغ ټپی ټپی ده
زه له چا ګیله وکړم
لاړم بوډا شوم
هر څه دی رانه پاتی
دغه زمونږ ژوند ده
یو واری واوره
 
ژوند اسانیت څه شی ده
لوی سیند چی هر وخت روان وی
درندی درندی جپی یی شور نه کوی
د وبو شراری چی بیږی هر وخت یی
شورما شور غال مغال جوړ کړی وی
ذبیح لله 
-
بېرته شاته