(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

داانصاف دی؟ محتاجه ژوند

داانصاف دی؟

کار ،محنت دخدای رضا ده

هر کاســـب دوســت د الله ده

خــــو د هر کار په انجام کې

امتـیا ز  د کــار فـــرمــــا ده

دغــــه ځمکه د سبحان ده

کار زحمت يې د دهقان ده

چــې حاصل يې برابر شې

لويه بــــرخه بيا د خان ده

 

ځوې دمور په زحمت لوی شي

پلاريې هروقت دوعاګوی شي

خو چــــې ځوان شې د واده شي

د ميرمن پــــه ټنده پــــوی شي

د خـــدای دين دهر مسلم دی

رهنما د دیــــن   عــــالم دی

خــــو یونيم  ددين په نوم بيا

په بل ورور باندې ظالم دی

هـــر مـــارغــه لـــري وزرې

چې پــــرې الـــوزي تر لرې

چرګ پــرواز کولای نشي

وهي خپل مينځ کې ډغرې

----------------------------------

محتاجه ژوند

نه  رسومنزل  ته  نیمه لار کې پاته  شوي  يو
 ځکه چې  حالاتو د کاروانه  پاته کړي يو
 
نن چې  دامحتاج ژوندسره لاس اوګریبان يوموږ
داسې بد حالاتو نور بې  وسه ، ستړي کړي يو
 
نشته دی درمان مو دمرض نه کوم هوښارطبيب
موږ دا نا علاجه  ژوند ټول عمر زورولي يو
 
موږ دميلمه قدر په هر وخت اوهر زمان  کړی
موږ خو همیشه خپلې راستۍ را  پرزولي  يو
 
ناست يو په تياروکې  په اميد د سباوون يو موږ
تل دا اجنبيانو په خپل مينځ کې جنګولي يو
 
 جوړبه شي وطن بيا که نصيب مو روغه ،جوړه شي
ځوان قوي تاقت لرو بې کاره پاته شوي يو
 
څو به افغانان وي تل محتاجه د پردو ملکو
ځکه تل پردو موږ ه  په سپک نظر کتلي يو
 
سمیع الدین افغاني
 
-
بېرته شاته