(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دښاغلي عندلیب شعرونه تازه شول

غزل

ناشناو ته رښتیا چې وي ناشنا وجود سپق
د کلي ظاهربینو ته زما وجود سپق
ستا سترګو کې د ځان تماشه لویه ناداني
وسعت د ايئنې ته د صحرا وجود سپق
د روڼ فکر په خوا کې د تیارې وجود سراب
د تورفکر په خوا کې د رڼا وجود سپق
زده کړی يې د تور نظام د سپین امام سبق
ښکاریږي چې هر چاته د هر چا وجود سپق
ادب چې جوړ شي کسب عندلیبه داسې شي
لفظونه غرونه غرونه د معنا وجود سپق

سپرغې

تکلیز -نظم
عندلیب-پښتونخوا
د غزل تار چې چیړم مرثیه وايي
مودې وشوې په رباب کې خطا کیږم
خیر که ورځو مې نومونه وو بايللي
اوس د میاشتو په حساب کې خطا کیږم
----------------------------------
چې د وریت زړګي داغونه مې راګیر کړي
ستا شینکي شینکي خالونه رانه هیر شي
د کمال او د جماله مې منکر کړي
چې خپل وږي ماشومان رانه چاپیر شي
----------------------------------------------
زه خلیل د زمانې نه یم نو څه یم؟
چې د خپل دوزخي ژوند په اور کې پروت یم
د نړۍ ټول جاهلان راته حیران دي
مودی وشوې چې ژوندی په ګور کې پروت یم
------------------------------------------------
په خولو چې مې پردئ خاورې خړوب کړم
خپله ورځ او پردی نمر مې په ژړا کړي
لوږه شته دی لوږه ډیره ده خو یاره
د مړې خاورې نهر مې په ژړا کړي
---------------------------------------
د تدبیر دښمن به خوار وي عندلیبه
که زورونه د جهان ورله غونډ ورکړم
میوه ټوله له دیواله بهر لویږي
چې د کور د ونې ښاخ له مې څنډ ورکړم

تماشبینه

زه د اوښکو ځلولو قایل نه یم
خپلې اوښکې په خپل ځان جرګه کوومه
چې مې رحم په ځپلي وجود وکړي
اسویلي مې په ګریوان جرګه کوومه
**********
زه د نوې نړۍ نوی رنځ لرمه
په کوشته د روایت مې علاج نه شي
شعورونه د جمود کوهي ته لویږي
چې بدلون چرته حصه د رواج نه شي
************
یو ګمان به مې یقین نه شي هیڅکله
چې اقرار دې د توبې په خوا کې پروت دی
نه به زړونه کړي ټکور نه سترګې یخې
چې ادب دې د باجې په خوا کې پروت دی
**************
ما دې غم او تا مې غم نه دي ژړلی
تا په ما او ما په تا پورې خندلې
زه او زړه ورته حیران حیران ولاړ وو
اسویلي مې په خندا پورې خندلې
************
دا په سر چې مې د ستورو قافله ده
تماشبینه د بلا جګو شملو وه
دې کوڅو بلا لښکرې تمبولي 
دې کورونو کې به مینه په دلو وه
***********
داسې نه ده چې پریوتی له کیسې یم
خو چې کینم د جهان قیصه کوومه
زه به کله عندلیبه ځان راټول کړم
زه به کله د خپل ځان کیسه کوومه

شرغشي
د دردونو  ځلول راته زده نه دي
په چا نه يمه  ميئن په خپل ارمان يم
لکه شور د بارانه  د څاڅکو  نه  کړم
لکه غلی د درياب  په  څير  روان يم
***********************
زه د خپل باغي نظر په خوئ خبر يم
په ځنځير  د روايت به يې څنګ  تړې؟
زمانې نه  مې  د ژوند  اوبه  تروړلي
داسې مه وايه چې مړ به مې کړي مړې
***************************
زه دې زړه ته د نظر په لار  کوزيږم
نه کوڅې نه ديوالونه کچ  کوومه
زه د نمر د پلوشو  غلامي نه  کړم
د شونټۍ به  رڼا  غرونه  کچ کوومه
***********************
چې د خپل پاللي مار په زهرو مرمه
هم تدبير او هم تقدير مې عجيبه دی
بندګئ کې مې هم رنګ د غرور شته دی
د پښتون مزاج  خمير  مې عجيبه  دی
*************************
په ګنا چې مې څوک نيسي ګنانګار دی
 ددې تريخ  ژوندون  مې نه  ژاړي غمونه
دې  وطن کې جوارګر اوسي  زړګيه
چا کورونه خپل بايللي  چا  تاجونه
**********************
خپله وينه پردی فکر پردۍ لمسه
سر دې نه دی خدايګو لوښی د اچار دی
زړه مې وايي چې سرونه  هډو  نشته
دلته  هر چا  بم  تړلی  په  دستار  دی
*************************
هر څه ويني خپل وجود  ترينه پنا  دی
دا  بنا  نه  دی  شمکور  دی  عندليبه
دادې  زړه  دی  که  مقتل  د  ارمانونو
که د  کونډې  ښځې کور دی عندليبه؟

لشې
د خوبونو فصل ټول ږلئ وهلی
د ارمان دشته مې غنې غنې غنې
دا کوټه په معجزو نه ودانیږي
چې بشونه مې خرڅ کړي هم مې ستنې
****************
ژړوي چې مې هغو خلکو ته ژاړم
دا ژړا چې مې اثر نه لري یاره
دلته ځکه ارزاني ده د سرونو
چې د سر سړی مې سر نه لري یاره
**************
د سحر په تمه تمه کې بوډا شوم
چې پیدا یم ماسخوتن ماسخوتن دی
سپرلی راشي بیرته لاړ شي خبر نه شم
زه سپیره یم که سپیره زما وطن دی؟
*****************************
د تدبیر دښمن ته ګوره څومره پیړ دی
د تقدیر د غلامئ څومره مزه ده
د تکل وجود يې ځاي کړ په توکل کې
د لالي سره مې داسې ایجازه ده
*************
زه د زمکې مخلوق نه وینم فنکار یم
د سپلمئ بوټي ته ناست یم چنار ستایم
ماته نه ښکاري سلګئ او فریادونه
د ښامار په خله کې پروت یم خمار ستایم
***************

زمکني حقیقتونه به څرګند کړي
تخیل نه دې وزر پریکول غواړم
عندلیب دې بدلون غواړمه په سر کې
هغه نه یمه چې سر پریکول غواړم

بمبتې 
چې طپيب دلته پخپله سم بيمار دے
دا قامي وجود مې ټول  برهار پرهار دے
د هر ډول په ډنګ اتڼ کوي لګيا  دے
دا سړے ځکه د سبي د لکۍ خوار دے
----------------------

د ورورۍ له سياليه له ښه خبر يم
چې مې کور کې نه وي جنګ نو بيا به ګورې
زه پښتون د مينې غر يمه  دلبره
يا لونګ راوړه يا بنګ نو بيا به ګورې
-----------------------

به دې کور کې زه او ته شريک اوسيږو
دا د چا په ويئنا لرې  يې  له  مانه?
لږ سړے شه دا نړۍ راپورې خاندي
خپل مکتب ته تيلے مه وهه نادانه
--------------------

که څه وايم نو شيخان به مې کافر کړي
خلک هم وايي په تا کې  صبر  نشته
منصفانو په انصاف مو ږلۍ  وشه
په خپل کلي کې مې ځاي د قبر نشته
-------------------

به دې کلي کې يهود شته نه هندوان
دا خپل کور مې زه له شپې ساتم له چانه?
زما خواره به څه پاتې شي ناصحه?
دا نړۍ دې رب په دې ساعت کړي ورانه

------------------
دا چې وروڼه مې لګيا دي وژني وروڼه
چم   په   چم   د    يتيمانو     اوازونه
راته مه کوئ  د  مړو  اعلانونه
زه قسم دے که نور وکنم  قبرونه
--------------------

شتمنئ د نړۍ خوري يو څو کورونه
د انسان په بربادئ اخته انسان دے
دا ژوندي خدايان بلا دي وژل غواړي
چې له مړه بودا  نه څټ وهي نادان دے
------------------------

تير ژوندون خو مې غمونو کې تير شوے
خو لا لږ غوندې د شرم  ژوند  باقي  دے
چې ر ښتيا رښتيا  خبره درته  وکړم
عندليبه  دا  راهبر مې طلاقي  دے
 

قطعه
یخو وراورو کې لغړ سوغړ ولاړ دی
د منکر نکیر قیصې ورله ورځي
د پنځو کالو بچي ته مې حیران شوم
طریقه د جنازې ورله ورځي

------------------------------
---------
شلغاتې
پوخ ولي دی چې په نوې زمانه کې
لا تر اوسه د جانان په غم کې ډوب دی
دلته یو سړی له ځانه خبر نه شو
دلته هرسړی د ځان په غم کې ډوب دی
------------------------------
----------------
نه حجرې په ځان کې ځاي کړم نه محراب
زه دداسې بدبختئ په رنځ اخته یم
د بابا په شمله ناست یمه ډرقیږم
خوا ته ما راځه ابئ په رنځ اخته یم
------------------------------
----------
دلته قدر د ګلونو شته خو کم دی
دلته قتل د ګلونو بلا کیږي
اوسني راهبران داسې دي یارانو
په دې ځنو ځنو خدایګو غزا کیږي
------------------------------
------
په نښترو مې اورونه راوریږي
په دوترو کې مې لوږې راټوکیږي
دا د نن دښمانان ورک دي په پرون کې
دا کمعقل د نیکه په کار نازیږي
------------------------------
----
زور په څنګه د سامراج دلته اوبه کړم؟
هر واکدار مې د سامراج د کور نوکر دی
د سبا د غم سړی مې لیونی دی
چې مرګونه کوي هغه سړی نر دی
------------------------------
---------
د پردئ لوبې لوبغاړی یم نو ځکه
له مودو نه تماشبین راپورې خاندي
د ارمان بوټي د اوښکو اوبه خورې
یاره راشه اباسین راپورې خاندي
------------------------------
-------
د بدلون هیله له هغه چا عبثه
چې راویښ شي د لوندو زلفو په دارو
خبر نه شو له خپل حق له خپل تاریخه

عندلیب ورته ځان مړ کړو په کوکارو

***

ماته مه وایه چې وایه

هر ماښام په اور کې ناست یم
هر سحر مې ضمیر وژنم

نور څه نه یمه نادان یم
چې جذبه په ځنځیر وژنم
-------------------------------
د بشر د وجود اور دﮮ
نور څه نشته په دې ښار کې

چې ډیوه وړي هدیرې ته
دغه څوک ده ما ترې جار کې
---------------------------------
دا مزه راکوي ډیره
دوزخي چې جنتي شي

دا مې زړه دردوي یاره
جنتي چې ذوزخي شي
---------------------------
ربه ربه زما خدایه
ماته مه وایه چې وایه

دلته نور خدایان جوړ شوي
ته يې هم وینې له ورایه
-----------------------------
لکه کومی د ښامار دﮮ
دلته هر سړی نهر دی

دغه کلی زما نه دﮮ
د ملک بابا دوتر دﮮ
-------------------------
چې ساقي له تندې مړ شو
د رندانو به څه حال وي؟

د قیامت ورځ که نزدې شوه
دا واکدار به دې دجال وي
------------------------------

دا بشر لره زوال دﮮ
که سفر د ارتقا دﮮ

له سکون لرې واته دي
له پرونه تریخ سبا دی
--------------------------
ستا په سرو سپینو اﮮ ربه
څو غټانو قبضه کړې

ستا د تیلو په کوهیانو
څو شیخانو قبضه کړې
---------------------------
زه په غار کې اوسیدم خو
یاره دومره وحشي نه وم


زه له مینې نه خبر وم
نبي نه وم ولي نه وم
-------------------------
ربه ربه چرته لاړ شم؟
هره لاره د مقتل ده

دا چې ما زما ګڼلې
دا زما نه ده د بل ده
-------------------------
زه به خیر غواړم د قام
چې سر وي نو ټوپۍ ډیرې

زه په بله خاوره میشت وم
ما لیدلي پیړئ ډیرې
--------------------------
شعوري انتشار ګوره
زما مرګ د تا اختر دﮮ

خیر که ستا پوهول ګران دي
په خپل ځان خو مې لاس بر دی
----------------------------------
ربه خپل کور ته مې بوځه
ستا د کوره بلا تاو شوم

د غلام په غلامئ کې
پوره سیر ومه خو پاو شوم
--------------------------------
که کابل دی که لاهور دﮮ
د پښتون د پاره اور دﮮ

د پښتون وطن ارمان مې 
په زړګي باندې راخور دی
----------------------------
خلکو سیوری د توت ښه وي
خو په ټکڼه غرمه کې

چې ستړیا چرته کې نه وي
خوند به نه وي په دمه کې
-----------------------------
چې انسان دی نو حبیب دﮮ
سوي زړه ته مې قریب دﮮ

چې ميئن په خپل رقیب دﮮ
عندلیب خو عندلیب دﮮ

فضل عندليب -دير

 

 

-
بېرته شاته