(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

کوم اختر ؟ ؟ ؟

اختره تاته کوم اختر ووايم څنګه به تا ته بختور ووايم اوښکی لا پا کی ندی وچی ندی څنګه به تاته بختور ووايم د پيغلو ﻻ سو کې د نکريزی نشته د خوښی شپی يی سندريزې نشته ﻻ سونه مات چمبی يی ماتې ښکارې ټپی يی نشته څلوريزی نشته ګوره د پیغلو اټا لونه نشته د ځوانی خيال او حوسونه نشته چارګل په پوزه باندی نه ښکاريږی د شونډو سرو کی پيزوانونه نشته هلته کوڅو کی ببرسره ګرځی ډير ماشومان مو در په دره ګرځی د خواست په ﻻس يوه روپی غواړی تمامه ورځ تر مازديګره ګرځی د چا کالی نشته بوټان نلری څيری کميس يی ﻻ ګريوان نلری دا ټول بدن يی له يخنې نه ريږدی ګرم لباس دا ملنګان نلری ډيرو کورونو کې تختی لمدې دې ځوانان شهيد دۍ او لمبی لمبی دی ډير د باروتو او مرمی خوراک شول زړونه دې چاودې او ارې ارې دې اختره يی د زور واکانو اختر لکه چی يی د ظالمانو اختر پام چی خفه نشې ګيلی لرمه کله به شې د مظلومانو اختر شته دې ﻻسونه ﻻ په وينو ککړ شته انسانان په خيانتونو ککړ د ﻻله ګل سور داغ په زړه پاته شو د ليلی دشته په زخمونو ککړ حفيظ ( مليار ) يم ارمانونه لرم وطن می وران دې چې غمونه لرم اختره پوه شه سپيلنې غوندې يم دود يم لوګې يم ليونې غوندې يم

٢١ \ ٩ \ ٢� � ٧ \ م اتريش ويانا Hafiz Malyar -
بېرته شاته