(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دسمیع الدین افغانی شعرونه تازه شول

زرنګار

چې يې دمينې په بازار خوښ يم

په سپين رخساردزرنګارخوښ يم

څومره چې ګرم وي بازار دمينې

هسې دزړه خپل په قرار خوښ يم

زړه مې دمينې په دریاب لا هو دی

دخپل زړګي پدې اسرار خوښي يم

چيرته چې  مينه سوداګر نلري

په ترک او تلودهغه ښارخوښ يم

مينه درياب دی سمندر يې بوله

د يار دمينې په اقرار خوښ يم

ديار کوڅه به ښکلوم په ليمو

چې يې دمينې په اظهارخوښ يم

 

د غم څپې

په مــــــوږ د مرګ بدې څپې تېرېږ ي

څــــه عجیبه شانتې صــــحنې تېرېږ ي

د زړه ګوګل ته مـو لاس ویـــوړو رقیب

د درد او غـــــــم بدې شیبې تېرېږ ي

د ژوند مفهــــوم زموږ بې رنـــګه شولو

د نابودیو ولــــــــــــــــولې تېرېږ ي

هــــا امیـــدونه ارزو ګانې د ژونــــــــــــد

ټولې نیمـــــــــــــــګړي قافـــــــلې تېرېږ ي

راځئ ترې واخــــلو عبرتونـــــه د ژونـــد

داسې په مــوږه چې تیارې تېرېږ ي

پدې ژوند ون کې اعتبار کلــــه شتـــــه

د خود غرضـــــــو ناکردې تېرېږ ي

دلته دا څوک دی چې مغروره ښـکاري

فــــاني دنیا شیبې ، شیبې تېرېږ ي

افغاني! رب ته د سجــــــــــدو موقعه ده

ګنې مــــــوقعې مو د توبې تېرېږ ي

-----------------

درديدلی زړه

درواری شم ښکلی ځـــوانه

ای غمجن زړګــــی افغانــــه

تړمــــې اوښکې نــــا امــيده

د ظالــــم ښکــــاري د صیده

چې ناتار يې ستا په کور کړ

چې شهيد يې درته ورور کړ

ستا په کور يې جوړ ماتم کړ

ستا دا خوږ زړګی يې غم کړ

ته نا هيلې د هر خوا شوې

چــــې دخپلو نــه جدا شوې

پدې جــــرم چـــې افغان يې

تــــه په صدق مسلمان يې

درواری ستا لــــه کتو شم

ستا د زړه ستا له غمو شم

ستا کهول په خوب بيده وه

پــــه اميد د ژونــــدانه وه

چــــې نــــا څاپه ظالمانــــو

دې وحشي دون صفتانــــو

ستا خواخوږي يې تباه کړل

ټول يې مړه په سپين سبا کړل

د خــــواخوږو په غم ژاړې

نا اميد اوس د هــــر چا يې

زه پو هيږمــــه خبر يــــم

زه هم تــــا غوندې ابتر يم

ټول ولس درتــــه خفه دی

ستا د وير په انديښنه دی

نن جهان پـــدې ماتم ستا

دی شريک پداسې غم ستا

تاته صبر خدای نصيب کړه

جنتي دې ټـــول قريب کړه

دا بـــې وسې افغانـــان دي

دوئ سپيڅلي شهيدان دي

کوم ساعت چې دې وحشيانو

ستا پــــه مخ کې اجنبيانو

ستا ماشوم معصوم خواخوږي

کوم چې سولې ته وه تږي

ډير بيرحمه شهيدان کړل

قتل عام مې ستا خپلوان کړل

 دوئ پــــه تمه د ژوندن وه

پــــه امـــيد دسبــــاوون وه

دوئ ويل سوله به بيا راشی

دا تيارې بــــه نور رڼا شي

چې موږ ټول به دا وطن بيا

سره جوړ کړو دا ګلشن بيا

چې يو موټی ټول افغان شي

 ټول د سولې ارمغــــان شي

 اوس هغه نــــاتـــار او ظلم

ستا څيره کـــې زه يې وينم

ستا په زړه کې دي غمونه

ها وحشی وحشي وختونــــه

اوس هم ستا د ذهن څانګې

د ظلمت ها تورې وړانګې

ژړوی دی زوروی دې

په سور اور کې کړوي دې

هغه دم چــــې دې وحشيانو

ستا په کــــور دا ظالمانــــو

لکه غــــلو داړه مــــارانو

دې وحشي سړي خورانو

ستايې کور ستي وتي کړ

څوک شهيد څوک يې زخمي کړ

 دوئ بيرحمه دي وحشيان دي

د وئ بې رحمه ، ظالمان دي

د ظــــالم نــــه د ښو تمه

پکار نــــده بــــې لــــه غمه

زمــــا واوره ای بــــاتــــوره

اوښکې پاکې کـــړه مجبوره

 پـــه نـــامرده ظـــالمانـــو

د قـــدرت دې لـــيونيانـــو

بس کـــه نن وي که سباده

د ظـــلمت دنـــيا تبـــاه ده

متکي پـــه خپل ايمان شه

ته قـــوت شه تـــه زمان شه

د ځـــواني قـــوت دې واړه

پـــه مقـــصد ددې لـــپاره

چې يو موټی ټول افغان کړې

خلاص وحشت نه دا انسان کړې

نن پـــه تا سبا پـــه بل دي

چې په خوب ویده غافل دي

چې يو موټی افغانان شي

ورک لستوڼي نه ماران شي

 بيابـــه هـــله شـــي بنياد بيا

ورورولـــۍ او اتـــحاد بيا

 د دښمن سره پـــه جنګ شي

بيا دښمن به ترې په څنګ شي

دا چـــې نن پـــه تا تـــيريږي

سبا بـــل هـــمداسې کـــيږي

صرف په پوهې ، شهامت بيا

شو به خلاص لدې ظلمت بيا

*******

سميع الدين افغاني

م٠ کال ١٥  - ٣  -٢٠١٢

پدې کې به مو خير وي

په يو ديرکې کوم پاچا وه ډيرعادل

عالمان يې خپل دربار کې نازول

چې پاچا به کوم فتوا صادروله

د پوهانو تر نظر یې تيروله

ټول کارونه يې په پوهه او تدبیر وه

په قدرت کې به يې پوه سړی وزیر وه

په ماحول کې دپاچا يو پوه فالبين وه

چې د شاه پرې هميشه پوره يقين وه

په دربار کې به چې هر څه پيښیده

د فالبين نظر به شاه تری اوریده

که پاچا به دکوم کارپه نيت روان شو

دم ګړۍ به د فالبين نه په پرسان شو

د فالبين په خوله به تل دغه کلام وه

چې پدې کې به مو خير وي که انجام وه

چې پاچا به کله ښکار په عزم تللو

دا فالبين به يې له ځان سره بيولو

پوه فالبين  وه د پاچا  سره همراز

په خلوت کې د پاچا وه ورته  نياز

دا وينا به د فالبين  دخولې کلام وه

چې پدې کې به مو خير وي که انجام وه

څه موده لا تيره نه وه د روزګار

د فالبين دغه مثال شو ډير تکرار

د پاچا پدې کلام راغی څه شک

وی دا څومره يادوي  دا بې مسلک

شو په زړه کې بد ګمانه په فالبين

چې ويلې به سهار هم ماسپهين

چې پدې کې به مو خير وي که انجام وه

دا پاچا ورته غصه پټ او پنهان وه

کومه ورځ ناست وه پاچاپه خپل دربارکې

د خوراک هوس يې وکړه کار و بار کې

امر يې وکړه چې حاضر کړی ښې مڼې

د بشقاب سره يو ځای راوړې چړې

زه يې خپله پاکومه  په ښه شان

حاجت نشته د بل چا دا دی فرمان

دم ګړۍ ورته نوکر راوړې مڼې

د بشقاب په مينځ کې ايښې وې چړې

شاه راواخستله ښکلې شان مڼه

په بل لاس ېې پاکوله  په چاړه

چې ناڅاپه د پاچا بل خوا نظر شو

داچاړه ېې غټې ګوتې کې خنجر شو

لاس ېې پرې کړه په چاړه شو په عذاب

خپل نوکر ته يې فرياد کړه په شتاب

هغه دم يې خپل طبيب کړلو احضار

د لاس زخم يې پرې علاج کړه د پرهار

دې شيبه کې د فالبين د خولې کلام وه

چې پدې کې به مو خير وي که انجام وه

شاه فالبن باندې په قهر او په غصه شو

د زندان امرې صادر بې حوصله شو

ويل چې ويليږئ ز ندان ته دا جاهل دی

زما لاس دی زخمي شوی دا غافل دی

زما لاس زخمي کيدو کې  څه کمال دی

چې اخته  دا شپه او ورځ پدې مثال دی

خو چې کله یې فالبين بيوه زندان ته

ویل پدې کې به مې خير وی ښه انجام ته

په دربار کې په فالبين ټول په خندا شول

د فالبين دا نزاکت ته په موسکاشول

په سبا يې پاچا ووته په ښکار

بې فالبينه ترينه ورکه شوه خپل لار

په هر لوری سرګردانه شوپاچا

اس قيزه يې کشوله  هرې خوا

چې نا څاپه په وحشيانو یې ګذر شو

ځنګليانوپه لوی جشن  برابر شو

ځنګليانو پاچا کلک  راونيولو

سمدستې ترغټې ونې وتړلو

ددې خلکو قربانی ته څوک پکار وه

دوئ هرکال په همدې جشن دا قرار وه

چې پدې ورځ به يو څوک قربانوينه

پدې کاربه خپل خدايان خوشالوينه

د پاچا لاس او پښې يې وتړلې

هر خواته ځنګليانو  پرې خندلې

دا ميله وه دغه قوم ته مزه دار

چې پيدا وه قرباني لپاره ښکار

ددې قوم کې ددې خلکو دا اسره وه

چې دمشر هميشه دا فيصله وه

هغه څوک چې پدې ورځې قربانيږي

هغه شخص تمام وجود به کتل کيږي

چې رنځوراو يا چې نه وي زخمي شوی

پس له هغه قرباني ته دی منلی

ددوئ مشر چې پاچا ته ورنږدې شو

د پاچا تمام وجود په لټيدو شو

چې ناڅاپه زخمی لاس وليدلو

امر یی وکړ د پاچا د خلاصولو

ويل چې دا زموږه رسم کې خطا ده

د زخمی قربانول موږ ته ګناه ده

لاړ شی راولی سالم ژوندی انسان

چې حلال يې کړو يو ځای پدې ميدان

شاه ېې خلاص کړلو له بنده دې وحشيانو

په ملنډو په خندا دې ځنګليانو

شاه په زغرده لدې ځای کړې پښې سپکې

ورپه ياد شو د دربار ها لارې ورکې

په خواری او زحمت راغی تر درباره

وه خوشاله چې شو خلاص ترلوی ناتاره

دا چې څنګه خپل دربار ته شو داخل

د فالبين په راغوښتلو شو عاجل

ويل چې زر یې د زندان ځينې ازادکړئ

ورته ورکاندئ تحفه زړګې يې ښاد کړئ

چې فالبين يې  شاه حضور ته راوستلو

شاه هغه دم ترې بښنه و غوښتلو

ويل د ګوتې پریکيدو کې ريښتا خيروه

ګنې ژوند به مې د بلې دنيا دیروه

ټول هغه چې په پاچا وه څه تير شوی

هغه ټولو ته اظهار کړه دې ښاغلي

ويل رښتيا وه د فالبين دخولې خبره

پکې پروت وه لوی حکمت وه ملغلره

خو پاچا لدې فالبين وکړه پوښته

وې جواب کړه ته زمادغه غوښتنه

چې صادر مې تاته امر د زندان کړ

هغه وخت کې تا هغه مثال بيان کړ

تا ويل دې کې به مې خير وي بل زمان

دې کوم راز وه داخل ستا په بيان

فالبين وويل ته پاچا يې اي سرداره

دې کې لوی حکمت وه پروت زما لپاره

زه که تا ودی زندان ته نه ليږلی

نو حتمي وه چې تا ځان سره بيولی

موږ به دواړو ورکه کړې وه خپل لار

زه به هم وم د وحشيانو ګرفتار

ستاچې ګوته وه زخمی ته شوې ازاد

ستا په ځاي به قرباني وم زه ناښاد

انسانان  په خیرو شر خپل نه رسيږي

پاک الله دې چې پدې رازو پوهيږي

 

سميع الدین  افغاني

 

 

-
بېرته شاته