(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دښاغلی ملیار شعرونه تازه شول

مينه ښه ده
ژوند دبحريو څپه ده
يوشيبه يوه لحظه ده
ښکلويد ساحل شونډې
بياروان ترينه خفه ده
دا مرګی دسترګو رپ دی
مرګی هر چاته ميلمه ده

انسان مري نه پاته کيږی
چې شي پاته خاطره ده

پام چی وار درنه تير نه شي
ډکه خوله خندا خوږه ده

د حفيظ مليار باور دی
مينه ښه ده مينه ښه ده

پام غلطومه

تا هيروی نشم هسې ځان مشغلوم
پام غلطومه ګلې پام غلطوم

سره د اننګې دي سرې د سترګې سرې د شوڼډې دې
ځکه د ګلپاڼو دا سرې شوڼډې ښکلوم

پام غلطومه ګلې پام غلطوم

زما دزړګي بام ته د سپوږمۍ غوندې ختلې وې
ستا د دا سپين مخ شغلې به څنګه هيروم
پام غلطومه ګرانې پام غلطوم

بيابه وړکتوب او زلميتوب را باندې رانشي
ځکه مې ګريوان په تړمو اوښکو اوبوم
پام غلطومه ګلې پام غلطوم

ژوند خو هغه ژوند دی چې وصال دچا په برخه وي
زه حفيظ مليار يي لا هجران کې تيرم

پام غلطومه ګلې پام غلطوم

 

-
بېرته شاته