(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دنارنج ګله ،دسولې سپرلۍ

دنارنج ګله

تاچې له ازله ځان ته سپين ،دسولې رنګ واخيست

بغض اونفرت زړه کې،ستادښمن ذليل بې ننګ واخيست

ستادباغ  حريم ته ئې،دجنګ  داورلمبې راوړې

ستاغمخورمالياردنارنج ګله،درنه جنګ واخيست

سرو،سپينواوتورو،وارپه وار ،په چور راودانګل

چارانه په يو نوم،چا په بل نوم،خپل قلنګ واخيست

مونږته ددوستئ په نامه راغلل،دښمنان زمونږ

واک رانه پرديو،په ټګيو اونيرنګ  واخيست

څوک دتروريزم،څوک ددين په پلمه مونږ وژني

چاهم رانه ژبه،چاکلتور او چا فرهنګ واخيست

ستادبڼ چوپړته به مونږ واړه،په اتڼ در ځو

ائ دنارنج ګله!که دسولې ږغ ،غورځنګ واخيست

زه قيام به هله سيل ته درشم ،دنارنج ګله

ستادماليارغچ مو،که بچيانوله پرنګ واخيست

الحاج الهام الدين قيام

والدورف/جرمني

04.04.2012

دسولې سپرلۍ

په مونږ وارهم دسپرلي وي ،خزان راشي

د وږمو په ځای بيا،خړپړ طوفان راشي

لا غوټيو خولې خنداته،جينګې نه وي

چې پرې بيرته وار دچور او تالان راشي

لا  ګلشن ته راستون شوئ ،بلبل نه وي

چې ګلزارته په چور،تور تور کارغان راشي

لادګل په پاڼو ناست،بوراګان نه وي

چې زمونږ په چمن ،تور ګونګوټان راشي

که هر څوئې په خوښيو،بدرګه کړو

خو دهرکال په سپرلي کې،خفګان راشي

چې خوښي ورسره نه وي،سپرلۍ نه دی

بس خزان دی،په بل نوم او نشان راشي

زه قيام به سپرلۍ،هله سپرلۍ بولم

چې دسولې سپرلۍ بيا په افغان راشي

 

الحاج الهام الدين قيام

والدورف/جرمنی

16.03.2012

-
بېرته شاته