(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دپنجوايي شهیدانو ته

وحشت رااخیستي
ماښام  راسوځي شپه  راسوځي  شین سهار اسوځي
غرمه اوزېړمازدیګری  هم  دا غدار راسوځي
راغلل جامو کې دملیار چې زموږ وطن کړي سمسور
چمن  راسوځي بڼ  را سوځي لاله  زار  راسوځي
دلته  راغلي ګورګښان  په مرستیالي لباس کې
کلي بانډې یې کړل  رالوټ اوس کوهسار راسوځي
هغه چې میندو پکې  راوړل اتلان نړۍ ته
د لر اوبر دزړګي سر لوی کندهار راسوځي
زړه مې ترق  چوي  شهیدان  دزنګاوات  چې کړم یاد
غرېو مې مرۍ ونیسي اه مې دزړه  ښار راسوځي
هم دبابا ولي زیارت هم چهل زینو په سرکې
سلګۍ مې واخلي زه وېرېږم  شامزار راسوځي
دمیرویس خان په مېنه اوربل  دی لا نه یې وینئ
احرمن سرې لمبې راوړې  نوبهار راسوځي
پایلوڅو پاڅئ یو ځل بیا له ګوره سر  راجګ کړئ
ستاسوپه چم کې سره ګلونه دګلزار راسوځي
ارغنده ته ولې ویده یې غوړمبهار د څه  شو
هلمنده لاس ورکړه پکتیا او ننګرهار راسوځي
ته سوله ماتي سوله ساتي  بولې ړونداو کوڼ  شې
ته یې لا نه  وینې زرین  تاریخ  د پلار راسوځي
هم یې له ستوني یو نیولي هم ځان  دوست  رابولي
خیبر به وران کړي  په ولله بیا به مزار راسوځي
له کرښې  داخوااخواجوړپه  پښتنو محشر دی
سوات  پېښور یې کړل  راوران  پاړه  چنار راسوځي
دابدالي زور یې لیدلی وار له موږه اخلي
دا دګورګین بچوڼي ګورئ  زموږ وقار راسوځي
ډېوې یې مړې کړې دمحفل نغمې خاموشې سولې
شهباز په ګوتو کې سا ورکړله ستار راسوځي
شېخ دشیطان  تر وزرلاندې جنتونه  غوښتل
کورته یې  راوست  هم مو ننګ هم افتخار راسوځي
موږ تودول  خپلو لستوڼو کې ځانو ته ماران
اوس مو دا دنګ دنګ پښتانه لکه چنار راسوځي
بســــــــــمله  ته ولې ګیله کړې له  داړونکوخلګو
وحشت رااخیستي نن  کونړ سبا تخار راسوځي
ماښام  راسوځي شپه  راسوځي  شین سهار اسوځي
غرمه اوزېړمازدیګری  هم  دا غدار راسوځي

-
بېرته شاته