(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

سپرلى

                              سپرلى راشه سره ګلونه په هر لور وكره

د پيغلوڅڼوته ګلاب اوسره غاټول وكره

رويبار د مينى مرور دى ولى نه را درومې

د هرميئن زړۀ ته د مينې باغ سمسور وكره

توري بلبلي په جغار وايي بهار راغلى

په لوړو غرو ورته شنه بوټي لور په لور وكره

سپرليه وكړه ګذر ډكه خُله خندا غواړمه

دګودر غاړو ته يو څوګُلونه نور وكره

دمنګوټو په شنه لمن انجنو هارونه جوړكړل

په ګودرو ځمونږ دشنو بنګړيو شور وكره

خوږې خوږې خبري راوړه ګلشنوته زمونږ

د نابللو ميلمنو سرونه تور وكره

نعيم وايې چى سپرلى راشى ځلمى غوندى شم

دا څو د مينى پيغامونه په هر كور وكره

      محمد نعيم كاكړ/كوټه

-
بېرته شاته