(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

طنزونه

سالاره ! وایه کوم اوښ دی سم دی!؟

ستا له کاروان سره راغلی دمړینې جوش وجم دی

 سالاره ! ووایه دکوم اوښ  تګ دی په لاره سم دی

 داسي دلیونتوب کارونه دلته  تر سره کیږي

ته چې وایې دا  چپنکي د پنجشیر د کلي ډم دی

 ټول هیواد دپردو په   اشري خرو اداره کیږي

هر یو يې د پاک  ، ایران  یا امریکا واوا صنم دی

مخ ته للو دیخوا للو هاخو للو تر شا یې ټوله للوان

 دهر لغړ څه اوڅه  يي پټ کړی د مصلحت په لم دی

په دې کاروان کې د هغه وجد اوحال  دومره لوړ سوی

په بې  ځوزه ګلانو کې  دهغه خوښ ګل  ګل د   زقوم دی

آیا په دې وطن کې کوم بل غیرتمن یاعزتمن نسته

چې د هر  چورلنډ  په واکمنیدو کې  پټ خم و چم دی

ټوله واکمنان   دي له یوه سره کاږه  واږه دي

ته رښتیا ووایه کوم یو يې په خط کش  هم سم دی

  د پارلمان غړي مو ځینې بوغی پهلوانان دي

چې تل د خپلي ګټې لپاره چاودي  بم د اتوم دی

چې په پارلمان کې  کومه سیاسي لانجه سي

په سلو ډالرو  سي بې  غیرته او  بند یې تکلم دی

هغه چي  امریکایانو تناو کړي راوستلي دي

هغو ډانګییانو له ځانه سره راوړی دخیانت پم دی

ټوله هغه  لاس پوڅي چې  په ۵۲ ځړېدلي راغلي

په هغو ټولواوربشو کې  يې کوم یو لا غنم دی

دسړوپ لیونیو د  ادارې له پام  زیاراو برکته

د پښتنو پرتله د ټولو د ودې د موټر  غوم غوم دی

 اې  څاروانه ! ټول کارونه دي له عالمه ماسیوا دی

بودن دی وطنفروشو ته پوست بستر لکه ورېښم دی

آیا یوازې دا وطن دی  دخړیمارو  نس پرستانو

دډیرو خوړو د هر یو تر شاورپسې غړم غړم دی

ولس خوشاله او هوسا دیو ګیدر په ورکیدو سو

  کونګری ته يې  مقام  ولس ته  کله قابل د زغم دی

پښتون دی کړ په خپل سحر ډیر اریان او پریښانه

دکوترې پر ځای د زاغچکې رایستل  دی نوی علم دی

  دا وطن دی دونر کباب کړی چاقو په لاس خاینانو ته

    یوه یوه  ټوټه یې پرې کوي ، موخه  یې دهغه ختم دی

 دلته ډګر ډاکو چې  ترفیع وکړی ستر سیاستمدار سي

 وګوره په دې ستر و شوکمارو کې  دچا سر  خم دی

  دا دوران په هر ګوروان  تیر سوی په تا  هم تیریږي

 دزمان په دریاب کي ګوره کوم لوغړن څاڅکی تم دی

ولس ستا رابرسیرونو ته ګوته په غاښ نیولې

اریان تاته دی څنګه  دی وډلی  د هر یو ایتم دی

ستا په زیاردا دریاب د مردارو کانالیزسیون سوی

یو سیلا ب غواړو  هدف مو ددې کاروان  د ګیلم جم دی

په مقرری دی ښه  لاس خلاص ، خوله دی ده  ماته 

چې ورته ووايي د نفاقګر بد ټیغ مانا بد هضم دی

اي  پښتونه په دې مرندې  ولي  طبیعت خټه کوې 

 دهغه  ان سر خپلو مرستندویانو ته  لا  خم دی

یوازې په  پښتو ویلو څوک کله  پښتون کیږي

 هغه  دپښتون په نامه د مردارو اوبو ډم دی

 په دې خر تیزي چې  زه پښتون یم ولس نه غولیږي

د هغه وجدان کې اخښل سوی جوهر د الم غلم دی

 لوبه د ځغاسته یې  جوړکړې ده دلته په هیواد کي

وايي نورو ته یرغه آسان و پښتنو ته ګوډخر سم دی

څه نیمچه  لیکوالان  یې په جار او منصبونو غولولي

هغو ستا مړی په اوږه اخیستی ترنم یې سټی رام دی

 څه زاړه مخور  دی د شپښتو سر ته دي  خیژولي

هر افعی مار  دی ووده  کړی دمشاور د نوم په دم  دی

 پښتون او پښتونولی دی  په خدای لکه مړی سپارلی

دپوهانو خوله دی تړلې     موړ کړی دی د ځینو شکم دی

دا به څنګه ستا عدالت او وجدان که یې لرې  ومني

د عربو په هیواد کي دی اکثریت واکمن کړی  عجم دی

سر سم  خلاص کړه تاجک یوازې  پنجشیر ی نه دی

او وردګ د ټولو پښتنو له قامونو یو توکم دی

 ولسه  ! دخولی د خوند په خرابولوله هغه ښه مه غواړه  

هغه د بوش لخوا پښتون ته تحفه سوی  اتوم بم دی

 دې  ټولو  د پښتنو ضدو مستو اوښانو ته  دی  ووایه

که له تفرقی تیر نسئ« نظری»  غوړ کړی درته  قلم دی

***

لاس پوڅي( مخبران)،اشری خر(مست  او سرکش حیوان). عجم ( په عربستان کې غیر عرب) ،پم ( جلدی ناروغی )،بی ځوزه ګل (  نیکوکاره)، طبیعت خټه کیدل(خپه کیدل)، خر تیزی وهل( پورته پورته غورځیدل)، د خولې خوند بدول( بې ځایه غوښتنه) ،  چورلنډ ( لوچک)، الم غلم ( چالباز ، خیانت ) مرنده ( دعویی ښځه )

 

چې ډب نه وي ادب نه وي

په دې زمانه کې ان خره ته لا روا نه  دی ډب

دلته ځینو انسانانو ته اړین دی بی اودسه ډب

وايي له دی لپاره چي ماشومان زده کړي  سبق

باید و خوری د مولوی، ملا اوچړی خاسه ډب

په اصل کي له  لویانو واړه زده کوي ادب

لومړی لویانو ته په کار  دی بې توسه ډب

***

غل  به  خودله شپې ځان نه بې خوبه کوي

چي په قانون کې نه وي کومه ګنګوسه د ډب

هغه وخت به سم په لاره ځي  واز اوکوږ

چې په هیواد کې یې وی کومه کیسه د ډب

پخوانیو شاعرانو ویلی دی په زغرده

هلته  ادب وي چې هلته وی سمدلاسه ډب

 له ګلستانه به خود  جوړیږي ګڼ ځنګل

د ځنګل مشر ته چې نه وي الغاسه د ډب

هغه چي په رښتیا خلک  رښتیاختاباسي

 شورا و ارګ کې باید پخه سي ړنبوسه  د ډب

***

زموږ  ډیر بزرګان  سوی دی نمردان

 هغوی ته په کار د ی  تر وسه وسه ډب

هغه چي ړانده دی  تورته  وايي سپين

خلیلی ،عبداله ته په کار دی بی تپوسه ډب

 هغه چې په زرو يي وژلی دی  لکه مچان

دوستم سیاف محقیق غواړی بی وسواسه ډب

 هغه چي د نورو هیوادو توري  پیشو ګاني دي

 اسمعیل، رهین،عبدالله  غواړی سمدلاسه ډب

  هغه بزرګان چي پسکی  یې په تبر نه ماتیږی

  قانونی ،عطا ،تورن ته په کار ده بی قیاسه ډب

هغه چي ناروغه سیاست لري او قومي عینکي

 بسم الله ، رهین  اوفهیم ته په کار دی بی بسه  ډب

هغه چي هم تر ټولو لوی غله دی هم لوی غمور

عبدالله  ولی اوضیا  ته په کار دی تر بسه بسه ډب

خرو ، غوییانو  یابوګانوبڼ  ځان ته غوجله کړي

له مشره نیوله  تر کشره  غواړی له مخ اوپسه ډب

 

 ***

 راځي چي ټوله  دیوبل په خوله کې سره توکړو

دې نظر سوی هیواد ته دود کړو بسباسه د ډب

د انارو لښتو سره رهی سو دشورا و ارګ خواته

 پر بی ناموسو  تورژبو جوړ کړو خړسه دډب

 پر خوله يي لاس ونیسو ډول به وهو په زوره زوره

تر هغه چي توبه ونه باسی خپره به وی خپسه دډب

 ډب یوازینی لاره ده دلته  دځیناورو د ادب

ځیناور  دسرکس هنرمندان کیږی له ترسه د ډب

له مشر نیولی تر کشره ټولو ته باید ورکړسی ډب

چي یو هم خدای ناکړه ونه کړی کومه ګوسه دنه ډب

تربسه ( تر وسه)، ګوسه (ګیله). تر بسه بسه ( ډیر زیات)، ، توسه (علت)، خړسه(تندر افت )،ړنبوسه( لېټي) ،ډب ( وهل)، بسباسه ( سپلنی)، خپسه ( خپسکه)

ډردا خوسړی دی

د کلیوالو تر منځ سوی جینګ داړی دی

دښمنانو ورته پوخ کړی  نری کیچړی دی

له کابله ورته  راغله یوه  ډله سپاهیان

ځکه ورته  روان د پارلمان یو غړی دی

هغه په چل له همدې کلي وکیل سوی

اوس   منځګړی  هلته د جوړجاړی دی

یو ویل مو ږ نه منو دا بې ایمانه  لمغړی

د هر چاپيسو ته هغه رنګ کربوړی دی

بل ویل غټه یې خوله په پښه  ګردی دی

زه یې پیژنم هغه لکۍ لرونکی  ماربچړی دی

بل ویل هغه چي زه پيژنم له هغه ځوانی

کوشنی يې سترګې  لکه پيل ټوله خړی دی

دخوږو په سریې بونګهار لکه غوباړی دی

په خلکو کې مشهور په  پزپریکړی دی

اوس انسان لږ خو ډیر د سرکس زمری دی

په پارلمان کې تل خوب وړی دی

په وعدو کې لکه اوباما نیمګړی دی

په سیاست کې  کټ مټ  خپله کرزی دی

پردو ته په غورمالی لکه ګنګری دی

د وطن شرمښانو ته تک سپين وری دی

ساده کلیوال چې هرڅه چرت کړ ایله

پوه نسو غوباړی ماربچړی، که زمری دی

اوازه سو له کابله هغه منځګړی راغی

په پارلمان کې سور ټوکر ته  جنګي غويي دی

ساده کلیوال لوڅي پښې په منډه ورغی

تا چې ویل هغه یې تښتیدلی پوروړی دی

کلیوال په ګڼه ګوڼه کې په زورو ځان ورورساوه

د هغه په کتو يې رمباړه کړه دړ دا خوسړی دی

پزپریکړی( بی حیا). څړی ( نوکر)،ماربچړی( دماربچی )، نوم وړی ( مشهور)

جینګ داړی (داړې سپينی کړی یا غاښونه یو بل ته ښکاره کړی ) المغړی( چالباز)

پوهنمل محمود نظری

-
بېرته شاته