(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

شپه

د کندهار د غمیزي په یاد
خدایه څنګه به تیریږي دا اوږده شپه
د ا په اوښکو مینځل شوي دا لمده شپه
څوک به وتړي زما د اوښکو ورخ بیا
څوک به وتړي په وینو تکه سره شپه
د چا غیږه به( سلګۍ)ماشومه ځای کړي
... د چا خوا ته به( ګلاب)یوسې خفه شپه
دا منو چې دا هر څه مو په ځان کړی
دا منو چې رڼا ورځ مو کړه تیاره شپه
ما بیګاه په چیغو چیغو ناري وکړي
غږ مې وا نه وریده چا پدا کڼه شپه
خدایه ته خو په تیاره کې هر څه ویني
تا خوولیده بې رحمه تیریده شپه
)سپوږمۍ) څنګه شوه غلبیله په مرمیو
د سپین (ستوری) په سرو وینو تپیده شپه
نا قراره مور په زړه پوري نیولم
ناقراره زړه کې کله ځایده شپه
د
ځلاند په ژوند تر سترګو کربلا شوه
د یزید په لاسه بې رحمه قتلیده شپه

Zaland Nikyar

 

-
بېرته شاته