(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

مینه تنکئ وه

رنګ د زمانی ځانته ښکلا لری
رنګ دزمانی ځانته ښکلا لری
 هر چاته جلا جلا مانا لری
ځینې ورته ګوری څې صبا شي شپه
ډاریې له تیارو ده څې بلا لری
ځینې کړي څیړني هم په شپه او ورځ
دوي ته دا توپیرهم مخ او شا لری
یو ورته کړی فکردبدولون په لور
 بل ورته بیا هیله د صبا لری
هر څه په بدلون کښې دی زمان سره
ژوند هم سرچینه او انتهالری
کله څې ښیګڼي کړی هر چا سره
پوخ عاقل عمل دی پوه آشنا  لری
اوس دزمانی بدلون چټک بریښې
دی کښې پوه انسان دی څې بقا لری

مسکو ۲۸.۰۴.۲۰۱۲

مینه تنکئ وه

مینه تنکئ وه سره سپرغئ وه
له هیلوډکه شنه غوټئ وه
دمېني اور یئ راکښې بل کړ
دپخي مېني لیونئ وه
مینه تنکئ وه سره سپرغئ وه

ښکلی پسرلی کښې پاڼي شني شوي
وړانګي تودي ورباندی سري شوي
غوټئ په ناز کله ویده وه
 څې تخنیده څنګ کښې بوډئ وه
مینه تنکئ وه سره سپرغئ وه

په زړه زړوره په نیت پاکه
رڼه رڼا وه هم خپلواکه
 وه ملالئ د پخي مېني
دغره هوسئ وه غرڅنئ وه
مینه تنکئ وه سره سپرغئ وه


دا پاک لمنه کلیواله
دمېنی ژوند ته انډیواله
خوږي ترخي یې اوس منمه
دلوړو څانګو دا مرغئ وه
مینه تنکئ وه سره سپرغئ وه


زه پې مین وم له اوله
دا مې نصیب و له اذله
ګاللي ما څې و غمونه
منکرکه زه وای بیا ځیندی وه
مینه تنکئ وه سره سپرغئ وه

لکه مرغئ خځلی راوړي
دونې څانګې ته څو پاڼي
نژدی سرحد ته وه دا ځاله
لکه جونګړه پلرنئ وه
مینه تنکئ وه سره سپرغئ وه

امرالدین سرحد
مسکو۲۱.۴.۲۰۱۲

-
بېرته شاته