(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

څلورښه څلوربد شیان

طنز

څلور ښه شیان

 څلور شیان دي په دنیا کې خوندور

  پیسې ، ښکلې ښځه ، ، دبل وژنه ،او مقام  ګټه ور

***

څلور شیان دی افغانانو ته لکه د مورشیدی حلال

بډی  اخیستل،خوړل د بل مال

 په ډک نس قسمونه خوړل

 د ځان په ګټه اشغال بلل استقلال

***

څلور شیان مسلمان ته دی په کار

وروروژنه  ، ځان وژنه ، مسلمان وژنه   له کافر سره یار

***

څلور شیان انسان ته   تمامیږي  ډیر ګران

وطن دوستی او له ورور سره احسان

ناپوه ته ا سلام علیکم ورحمت الله ویل

اوچې ښځې  یې کړي  وي خپل امران

***

څلور شیان دی  خورا ډیر خواږه

شات ، ګوړه ، خره او بوره

***

څلور شیان دی اوس افغان ته ښه

 ښه ډیره غلا، دنوم سره مجاهد تړه

هم په دولت کي هم اپوزیسیون کیده

په دله ګي ویاړیده

***

څلور شیان هوسا کوي سړی

نه سیاست، خوړل تل کیچړی

 انسان کیدل واښه خوړل

په پارلمان  کې خوب وړی زمری

***

څلور بد شیان

څلور شیان دی په دنیا کې  زړه ازاره

خدای دی ساته له ښځې چې وي مکاره

 دپوروړی لیدل  او موچنه میخداره

د پرتاګه کیکه لکه افغان په دنیا کې   ناقراره

***

 څلور شیان  دانسان  لپاره دي نفس تنګ

مخامخ درباندې درواغ ویل  ،د شلمبو تریخ بادرنګ

هغه ملنګ چې سیاست کړی پلنګ

 هغه غیرتمند چې نلری یو مثقال ننګ

***

 څلور شیان دي په دنیا کې ډیر ستونزمن

 رښيتا ویل ، چې په کور کې یې نه امن

 په معاش ګزاره کول  او کیدل شتمن

په عقل وږی  په لاره رهي پلن

***

 څلور شیان دی په دنیا کې  سپک

بڼکه ، هوا ، ټیِغ او غرت  دباټک

***

څلور شیان دی په دنیا کې بې خونده

کوشنی چوکۍ، بی رشوته دنده

 تنګه  نوی موچنه

 دبنده کیده بنده

***

څلور شیان    دی  له حده ډیر خطري

د پاسه  له ښځې ، ترپيل لاندي،

 تر شا دڅاڼې  

 مخ ته د اصیل لیوني سپي

***

 له څلورو شیانو ځان ساته افغانه

 چي اخیر نسې بیا پېښمانه

د سپاهیانو بهرني ، لاس پوڅو داخلي

 د بل له خولې امره  او پر انسان سپور  حیوانه

***

 ځان ساته دڅلورو شیانو بوی ناکه

ددرو ورځو ټنبه له چونګه

دهندو له ټیغه د خاین وزیر له  کانګه

   د مشر له رخیدنګه

***

څلور شیان دی په دنیا کې بې برکته

ناسته د واک د خره په کته

ښځې ته نور ویل عورته

  ځواني  ، اومخنث ته کتل  کښته

 ***

څلور شیان د ژوند  ډوډۍ کوي بلمنګه

دښځې رینګه رینګه

 د ماشوم ونګه ونګه

په وطن کې شاخه شولانګه

چې دی مشر وی بې ننګه

***

څلور شیان دی ډیر  ترخه

مرچک ،کړیله،د نکریځو شپه  اوترخه هنداونه

***

څلور شیان دی  ډیرتروه

لیمو،املي، دسیاست سرکه او الوچه

***

څلور شیان دی ډیر مالګینه

د دښمن جوړکړې خاګینه

نس ګنډل په خپله کولمه

 توره وهل په زنانه، ښږی ته ویل ینه

***

څلور شیان  دی اوس افغان ته بد

لیونوسپو ته ویل بد

کارنامې یادول دخپل جد

په لاس پوڅو لعنت، غلو ته نه ویل عابد

***

څلور شیان دنیا ته سوی د زړه خوږ

 القاعده  ، پاکستانی دروږ

  ځان وژنکي طالبان

اودافغان کچکول چې غواړی لږ

پوهنمل محمود نظری

-
بېرته شاته