(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

سانده

ته چې زما نه فرمائيش د څو غزلو کوې
او د د جانان د سرو لبانو څو شعرونه غواړې
تاته معلومه ده چې مونږ کره خو مړې شوي
زمونږ کورونه په بمونو او په اور سوي دي
زمونږه مړي هم په قبر کې چا پريخي نه دي
زمونږ پټو کې اوس مورچي او خندقونه جوړ دي
زمونږ تويونو کې اوبو د وينو رنګ اخيستې
زمونږ کوهي هم د بې سره مړو ډک پراته دي
زمونږ بچي په خپل وطن کې وږي تږي ګرځي
په خپله خاوره مهاجردي په خيمو کې اوسي
لوڅ سر پښې ابله در په در ګرځي خيرات غواړي
زمونږ تور سرتورې په امداد پسې اوس منډې وهي
يو خوا د لوږي مري او بل خوا نامعلومه دښمن
د ګلالو بچو سرونه په چړو غوڅوي
د خوف،يرې او هزيان په داسې حال کې اوسي
چې نه ژړلې شي او نه ئې د خلې کوکې ووځي
سترګې ئې بقې راوتلې دي يو بل ته ګوري
نه چرته تللې شي او نه چا ته فرياد کوې شي
نه څوک شي درس وئيلې نه څوک ښونځې پيژني
خدائي زده چې څه رنګه ژوندي دي دغه پاتې خلک
څوک رنځواران څوک ليوني دي دغه پاتې خلک
د دوئي په مخ باندې سرخي نشته او نور نشته
خړ پړ مخونو کې مستي نشته غرور نشته
نو زما ګرانه ته پۀ خپله په دې ښه پوهيږي
چې مسافر او مهاجر شاعر به څه اوائي
بې له ژړا او ساندو نور څه راته پاتې نه دي
زما د سترګو نه د اوښکو په ځائي وينې څاڅي
په نامعلومه ګناه ژاړمه او ساندې وايم
تا ته به څنګه يا قربان او يکه ځار وکړمه

فيروز افريدي
زيارت ورځ تاريخ 26 اپريل 2012  يوه بجه قطر

-
بېرته شاته