(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دسمیع الدین افغانی شعرونه تازه شول

 

 
 د مينې نغمه 
ته د مينې لـــوی کتاب يې
ته دمينې لــوی درياب يې
ته تصویــر د ښکلا ګــانو
ته ښايسته شانې ګلاب يې
تــه دميــنې سمــندر کې 
د موجونو په حساب يې
  ته څرګند تصویــر د مينې
ته سکون د زړګي تاب يې
ته د ژوند پــه امتحان کې
په بر لاسوکې حساب ي
تــه نغمه يــې د شعــرونو
د  درخــو ادم ربــاب يې
تا نه زه لــوګی لوګی شم
د غمجن زړګي ثواب يې
سميع الدین افغاني
٢١ - ٥ - ٢٠١٢ 
 م٠کال
 

لويه خدايه

د ظلمت تيارې خپرې دي په جهان

هلته ، دلته هرې خواته مري انسان

کورپه کور ،کلي په کلي جوړ ناتار دی

فريادونه دي ، نارې دي استغفار دی

په جهان کې د باروتو لوګی خپور دی

دلته هر حاکم  دبل د پاسه زور دی

هيوادونه شول تباه په ظلم او زور

قام وژنه ناچاري ده لور په لور

استغفار وايو توبه ده لويه خدايه

چې په اور سوزی ملکونه سر تر پايه

دظلمت اوناروا پيښې  شوې ډيرې

عدالت او د انصاف کيسې شوې هيرې

هره ورځ په انسانانو دا څه حال دي

هر طرف زموږ په سيمو  ډير بد حال دی

هرې خواته فریادونه دی نارې دي

په ملکونو د وحشت  څپې ديرې دي

لويه خدايه تانه غواړو موږ  امان

چې نور خلاص شي له قدرته جاهلان

صرف د څو پيسو شحصي ګټو لپاره

ترحم په چا کې نشته نه يې ډاره

هر طرف ته د مظلوم وينې تويږي

دې وحشت کې څوک وبل ته نه رسیږي

خدايه ته يې په خپل فضل او امان کړه

 دبې رحموځينې خلاص مجبور انسان کړه

پدې دور  پدې نړی کې ظالمان دي

دا نا اهله بې انصافه واکدار  ان دي

ترحم يا څه احساس په دوئ کې نشته

انسان وژني هيڅ هراس پدوئ کې نشته

جوړ وحشت زموږ په کلو او ملکو دی

تنها موږ نه  ، په اکثره هيوادو دی

لا تر څو به دا ظلمونه ناروا وي

دوی دکبره به ويجاړه دا دونيا وي

ربه ته موږ ته توفيق او توان راکړې

مرور ورونه يو بل سره پخلا کې

چې په خپلو کې يو موټی د جرګو شو

بيا به هله خلاص د بل د ارادو شو

٢  - ٥  - ٢٠١٢ م ٠ کال

 

خيرالناس

ځينې ظاهره کې  با پاس  ښکاري

خوپټ په زړه لکه خناس  ښکاري

کړي  په ظاهره  د ورورۍ خبرې

په بدبيني کې بيا برلاس ښکاري

ستا به اخلاص  او ارادت  وي ورته

دې به بې مينې بې احساس ښکاري

دا د اخلاص او د انصاف سوداګر

فریب، رندۍ کې بې مقياس ښکاري

وي  مخ تورن به  د دنيا او عقبا

دخاين زړه  تل په واس واس ښکاري

ښکلې دنيا ده د ورورۍ او اخلاص

چاته چې غوره خيرالناس ښکاري

دا څوک دي؟

داڅوک دي چې تاريخ او په زمان موشک لري؟

احساس مـو راته  وژني په ايمان مو شک لري

 فطرت کې مو ځای شوی آزادي دخپل ولس ده

زموږ پـــه قوې عـــزم  او پيمــــان مو شک لري

باتــــور دزمانې وو پــــه ملکو مو واکداري وه

په عزم  متانت او پــــاک وجدان مو شک لري

ولس مــو راته وژنــــې دپردي سامراج په امر

 زموږ پــــه ارادو د زوړ  او ځوان مو شک لري

دښمن که مو پــــه خپلو کې نفاق ته سره بولې

په پوهه ورورګلوي د هر افغان  مو شک لري

هغئچېمو  په ډاګه د وطن بربادئ غواړي

زموږ  دجد په ځـمکه اوآ سمان مو شک لري

ډير ژر  بـــه ېې خپل عقل په سر راشې لـــرې نده

چې څوک موپه بـري دجنګ ميدان موشک لري

-------

سميع الدين افغاني

-
بېرته شاته