(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پسرلی ته هرکلی, ځینی لنډی

هرچا دې پسرلي ستا ینې دې ګلانو په ښلا، دې مرغانوپه نغمو، دې انسانانوپه مستیو وخوشحا لیو..باندې کړي دي،چې مضمون یې دې ټولوترمنځ یوګڼل کیږي ،اورنګونه وبڼې یې یوله بل څخه  دې وېیئو-لفظونو- په اړه ولورا اړه ولوسره اخستل شوي دي،خوزه دې هغه هرکلي ته په ستاینه کې بیخي دې انساني احساس دې بل مخ بڼه چې باکل مخالف رنګ لري ورکوم، چې تراوسه پورې به داډول خواله چا له پسرلي سره نوي کړي.

پسرلی ته هرکلی

هــرکله راځـه اې پـسرلیه زړه خــون آب یومــونګ

سـروویـنوکې لامبوتـه بـه وایـې چـه ګلاب یـومونګ

ستــــا ـکلا وګـلان وبـلبلان بـــه څــنګه وسـتا یــو

        کـله چـه بې جـرمـه تاکـی نن خــانه خراب یـومونګ  

مــــه ســـنګاروه زمـــونګه غــــرونه دښــمنا نــو ته

زمـونګه پـه قبروګلان ډولۍ کـه ټول تراب یومونګ

راشــــــه پـــه زرګـــونـوشــهیدانــوبــا نــــدې وږاړه

وُګوره په خاوروکې ارمانجن په زړه کباب یومونګ

ســـتا د سـبا ســتوري راخـــتوتـــه انتـــظارکــــی وه

تورو وریځوپټ که ستاپه لمرکی نڼ سراب یومونګ

مــه راځــه طـوفان سـره زمـوږکلـي ټــول وران دی

څـیری ګریوانونه پــــه نړۍ کـې په هرباب یومونګ

تـــــه دپــښتونــخوا په دنــګوغــروکې سـیلانی راشه

هــره دره ګـــوره چـه آخستي خــړسیلاب یــومونګ

ســتاطــوطـیان آزاد دي نــه حـــدوداونـه قـــیودلـري

هـر ډول نـغمـوتــه یــې لاسـونــوکی رباب یـومونګ

زمــاغــوندې زخـمي(عـلی خان)ډیرسـتاانتظـارلـری

راشـه بــد بـخـتیـولاهــوکـړي پــه دریــاب یـومونګ

 

 

ځینی لنډی

زمــــاد ږونـد ســپوږمۍ لــندی شـوه

مـــخکې لـه دې چــه پـنځلسم را و نـیسینه

دځـــوانی لــښتې مــې کــګې شـــوې

دغــــــم ثــمریې په ســرو وهــي ټا لـو نه

د ســترګو اوښــــــکې وچـــې نشـــي

کــه د چـینو رګ یــې دزړه لـه ویـنو وینه

وصال یې ږوند هجران یې مـرګ دی

ځـکه شـپې ورځې مې په مرګ حسابو مه

دوســـتي یــې رمــــزدې د شـمنې وو

چـــه يـې بیلتون چــاړه په غــاړه غــړومه

مــینه مــو زمـازړ ګي کې رنځ شـوه

پـردې وطــن کـې به مې څوک دوا  کوینه

ســـتا سـو دیــدن بانـــدې به روغ شم

کــه بسمل زړه د ځلکد ن په حال کی وینه

دږونــــــد نـاخــوالــو کــړم تــرووره

چـــه لـه قــــلم نه پــو ټــوم دزړه رازونــه

دزړه بلبــــل بــه ولــــې نـه مـــــري

چـــه پـه تـــویون شي دځوانۍ د بڼ ګلو نه

دپښـــتنوزامــــــن یـــــــــې مړه کړل

                خــد ایه امـریکن لـره ته ورکړه شکستونه                      

                      دی ســوات دری تــه مـی زړه بـد ده                چـی پاکـستان یی په کـوروبل کړه اورونه

دی اســــــلام نــوم باکستــان بــد کــړ

چې دې دښمن لاس کې یې کیښودل لاسونه

دمـسافــــــرود ې رب مــل شـــی

دخــپل وطــن پـه یاد به تـل وایی شعرونه

ـــــــــــــــــ

 

-
بېرته شاته