(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غزل

پكې د عشق بله ډيوه ده نور به څه وي زړه كې جانانه ستا د ياد كيسه ده نور به څه وي زړه كې كه د گشاېسته نظر دې غل يمه دروغ به نه وي همدا د مينې رابطه ده نور به څه وي زړه كې زړه كه منګولې ښخوې ستا په زړګي ښكلوكيه! خو همدغه د زړه خوښه ده نور به څه وي زړه كې چې په ټوپونو او خېزو دى د سينې قفس كې لېونۍ مينه پرې خوره ده نور به څه وي زړه كې چې وخت بې وخته مې تندى په تسليمۍ سيخېږي پكې د خداى كور دى كعبه ده نور به څه وي زړه كې د اسويليو بړاسو چې مې فضا نيولې د محبت د اور لمبه ده نور به څه وي زړه كې چې سر په سر ترې جنازې د ارمانو ووتې پاتې يوه خړه هدېره ده نور به څه وي زړه كې جانانه! راشه د نظر غسل پخپله وركړه ها وروستنۍ هيله هم مړه ده نور به څه وي زړه كې كه جبارخېل محبوب سايل وم ومه ستا د كوڅو غاړه مې ستا په لور كږه ده نور به څه وي زړه كې

Jabar Khel -
بېرته شاته