(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

خوشال بابا د يو ه انتقاد کوونکي شاعر په توګه

خوشال بابا د يو ه انتقاد کوونکي شاعر په توګه

دخوشال بابا شاعري دقومي مينې ،هيواد پالنې،پياوړي هوډ، خپلواکۍ غوښتنې ،ننګ،ميړاني او اخلاقي تما يلاتو نه ډکه ده،له همدې کبله دقوم او ولس سره مينه ددغه شاعر د انتقاد مخه نه شي نيولای ٠ ده دپښتنو او افغانانود ښو او صافو تر څنګ د هغوی ناوړه او صاف او نيمګړ تياوې هم بيان کړي دي٠
راځئ تر ټولو دمخه دخوشال بابا ديوه غزل څو بيتونه ولولئ ې پر خپل قام باندې يې انتقاد کړی دی او دهغوی پا ملرنه دافغانانو تير پرتم او عظمت ته اړوي لکه چې وايي:
ښه سړی لعل وياقوت دی مونده نه شي
لکه نور کاڼي لږ نه دي ناکسان
که په نور خلکو کې ښه سړی مونده شي
ولې ښه سړي به لږ وي افغانان
که هر څو ورته دپند خبرې وايې
دپلار پند يې هم ښه نه لګي په ځان
هره چار دپښتانه تر مغول ښه ده
اتفاق ور سره نشته ډير ار مان
دبهلول او دشيرشاه خبرې اورم
چې په هند کې پښتانه وو باد شاهان
شپږ،اووه پيړۍ يې هسې باد شاهي وه
چې درست خلک وو په دوی پورې حيران
يا هغه پښتانه نور وو داڅه نور شول
ياد خدای دی اوس داهسي شان فر مان
که تو فيق داتفاق پښتانه مومي
زوړ خوشال به دوباره شي په دا ځوان
په بل ځای کې خو شال با با د پښتنو د بې اتفاقۍ په اړوند وايې:
چې مغول وته مې وتړله توره
درست پښتون مې وعالم وته ښکاره کړ
اتفاق په پښتانه کې پيدا نه شو
ګنه ما به دمغول ګريوان پاره کړ
او په دغه څلوريزه کې د خپلو زامنو دبې اتفاقۍ او دخپلو زامنو دبې اتفاقۍ او دمغولود منصبونو دتر لا سه کولو ذکر کوي:
مادولت ورته ګټلی و په توره
دازما دتوري نقش يې اواره کړ
په بل ځای کې دپښتنو د يو بل دنه زغملو په اړوند وايي:
پښتانه واړه بدخوی دي
يو په بل کاندي غورزی
يو چې سرکاندي را پورته
بل يې ووهي مغزی

خوشال خان په پښتنو دا انتقاد هم کوي چې دوی دمغو لو منصبونو په فکر کې دي، که نه نو په خپلواکۍ کې يې تر هغه زيات او بې شميره دولت تر لا سه کولای شي لکه چې وايې:
پښتانه په عقل پو هه چې ناکس دي
کوټه سپي دقصبانو دجرس دي
بادشاهي يې دمغول په زرو بايله
دمغول دمنصبونو په هوس دي
اوښ له باره سره کورته ورغلي
په ولجه داوښ دغاړې دجرس دي
خوشال با با په خپلې يوې قصيدې کې دپښتنو دنا پوهۍ يادونه کوو:
داهمه زمادتورې صدقه ده
پښتانه چې پر ګنې(*) خوري سيورغال(**)
نن به درست د هندوستان دولت دوی و
پښتانه که کم همت نه وي جهال
په يوې بلې رباعي کې بيا داسې وايي :
دا منصبونه، دا انعامونه
واړه زيندۍ دي واړه دامونه
پښتون، مغول به سره دو ستان نه شي
خوشال يې مه وينه دا اکرامونه
خو شال خان په يوې بلې قصيدې کې خپل زامن داسې غندي:
نه ې ننګ شته نه يې شرم
څه نابود دي داسګان
زه غليم داورنګزيب يم
سر په غره په بيا بان
زه په ننګ دپښتانه يم
دوی نيولي مغولان
لکه سپي هسي جارو وزي
د مغول په اش و نان
د منصب په اضا فودي
تل په دوی پسې روان
-----------------------
(**) پر ګنه: جمع يې پر ګنې چې دڅو کليو مجموعې ته وايې
(**) سيورغال: تورکي کلمه ده چې انعام، مدد معاش، مالي بخشش او جاګير ته وايې چې دپوځي خدمت په تر سره کولو سره ترلاسه کيږي

-
بېرته شاته