(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د کارغه او د لومبړ قيصۍ

 

‫د ماشومانو ادب
ليکونکی: سعادت علي سحر
زميندار او د هغه زامن
 
داسې وايي چې په خوا يو زميندارؤ
خدای ورکړي ډېرې زمکې وې مالدار ؤ
خپل وطن کښې د نامې جامې خاوند ؤ
د الله نه ډېر راضي په دغه ژوند وو
خداے ورکړي وو څلور ځوانان زامن
توانا او روغ رمټ وو په بدن
خو زامنو کښې يې نه ؤ اتفاق
پلار يې ډېر ؤ پرېشانه په نفاق
پلار به ډېر که نصيحت ورته کولو
خو هغو نه اوريدو نه يې منلو
يوه ورځ کړل پلار راجمع ټول زامن
ورته وايي په ما راغې ځنکدن
آخري وصيت تاسو ته کومه
يو مثال پاتې دنيا ته به پرېږدمه
دا څلور لرګي چې جوړ ترې نه بارګے دې
حقيقت کښې ځانله بس يو ،يو لرګے دې
چا چې راوست په بارګي کښې يو خراش
هغه زوی به مې جوګه وي د شاباش
خپل طاقت کړلو تمام پرې هر يو ورور
خو بارګي باندې يې بر نه شولو زور
چې ناکامه شول نو پلار يې شو ګويان
ښه اوس يو يو لرګے مات کړئ په دې آن
هر يو ورور يو يو لرګے کړو راوچت
هر يو مات کړلو لرګے په لږ طاقت
ډېر که ستړي وو خو مات يې کړل لرګي
ولې تاب يې راوړی نه شو د بارګي
ورته پلار ووې هله به خوشحال زه وی
د بارګي غوندې که يو وے، څه به ښه وے
راوي وايي زامن ټيټ پښو کې د پلار شو
د نفاق نه لاس په سر شو توبه ګار شو
چې نفاق کوي هغه قوم په زحمت وي
اے سحره! اتفاق کښې برکت وي‬
داسې وايي يو کارغه ونه کښې ناست وو 
يو لومبړ هم د دې ونې لاندې ملاست وو 
ده چې وليدو کارغه غوښه په خله 
د لومبړ په خلې کښې هم راغلې اوبه 
سوچ کولو دې لومبړ چې په څه چل 
د کارغه نه غوښه واخلي په چل ول 
لومبړ ووئېل کارغه ته لږ په زوره 
ستا آواز په ما ډېر ښه لګي اے وروره 
نن به خامخا سندره ما ته وائ 
خپل هنر په ترنم به راته ښائ 
په ستاينې د کارغه زړه شو باغ باغ 
خله يې وازه کړه او سر شو په کراغ کراغ 
ويتې خلې نه يې تيکه راپرېوتله 
په هوا کښې لومبړ زر راونيوله 
لومبړ ووئېل کارغه ته خله دې بند که 
د آواز نه دې دا غوښه ډېره خوند که 
اے سحره ارزښتناکه وېنا دا ده 
خوشامنده هم يوه بده بلا ده
ليکونکے: سعادت علي سحر 

 

-
بېرته شاته