(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د كونړ سيند

د كونړ سيند يم كړم خبرې د څپو په ژبه د غېرتونو د شملو د هسكو غرو په ژبه له اباسينه تر امو پورې غورځنګ جوړوم راويښومه پښتانه بيا د پښتو په ژبه مخ ته يې ږدمه د غېرتونو هغه تېرې كيسې بېداروم يې د ملالې د ټپو په ژبه چا چې زما پاكه سينه كې تور قدم ايښى دى شي مخ تورن به مخ يې سېځم د لمبو په ژبه د غرض لاس چې يې زما ګرېوان ته نن ورسېد پرې ړندوم يې سپينې سترګې د چړو په ژبه بيا به تاريخ شم بيا به باغ شم غوږ دې مه كڼوه نن يمه بې وسه پوهوم دې د مسرو په ژبه "عزيزه" پټه پښتنه هيله بيا ډاډ راكوي پښتانه خپلو كې يو كېږي د جرګو په ژبه.

Aziz Sarshar -
بېرته شاته