(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دچانه دادچانه

(١)

  د چــــانــــــه دا د چــــــــانـــــــه دا خطــــــا گڼلــــى شـــي
داستــــــــانــــه کــــه اشنــــــا نــــــه ناروا گڼلـــى شـي
راوړي تــــالـــــه يــــاره څــــــه چـــــې دي خـو دغه دي
قاصــــده نــــو دا ولـــــې اوس گنــــا گڼلــــى شــــــي
ويــل دي کـــه کتـــل دي وايــــه يــــار ويلــــي څــــــه
رټـــل دي کــــه د عشـــق التجـــــا گڼلـــــــــى شــــــــي
د گل نــــه چې راځي ، خيال کې اغـــزي کلـه راځي
واللـــه د گل نـــه گل ،رنځ تــــــــه دوا گڼلــــى شـــــي
اغراضوځنې رنگ دى که ((ړنگ)) دانيولى رنگ
دوران دى تېـــــــــرېـــــدونکى دا روا گڼلـــــــى شــي


(1) پورتني او له دې وروستي غزل ته ،چې ليکل کيږي؛ په سندريز ادب کې بې لب غزل وايه شي. د دې کبل دا دى، چې شفوي حروف نه لري. دا ډول غزل په سندريز ادب کې د سندر غاړيو له خوا اکثراً د مقابلې په ډول ويل کيږي _((ع. قتيل ))خوږياڼى

ناقرار شوځيگر
(۲)

دغه خيال دى د سترگو که راز * کلـــــــه رنگ شي هغــه کلــه دا
ناقــــــــرار شــوځيـــگـــــــر
رانه ورک لا درک دى جهــــان * الهـــــي چېر تـــــه لاړو جــــــــانــان
دا ژړا کـــه دعشق ده خنــــدا
چې سنگسار شــو ځيـگـــر
شرارې د انگار که گلزار دى * دغه ښکاري نگار که اغيــــــــار دى
گلستان راتــه ښکاري صحرا
ډېر نــا چــــــــــار شــــو ځيـــگر
***
وړاندې راز الهي چاته شي * چـــــې تا دا نارواشـــــــاته شــــــــــي
خداى دې نه کړي زړگى سل دچا
چــــــــې ازار شـــــــــوځيــــــــــگــر
((ړنگه )) ستا وداني کله شته * عشق کې داسې خاني کله شته
دغــه خيال که کړي ښکاري خطا
ســـــزاوار شــــــــوځيــــــــــــگــــر

(کږه - دميزان مياشت 133

رالیږنهAhmad Tameem

-
بېرته شاته