(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

طنزونه

 مډرن غوړه مالان

غوړه مالي    لکه ترمامتر لري یو تر اوو درجه

ددرجې  پورته مقامونه لري له خوجه نه تر زوجه

 پوست ژبی ،خوشا مندګر، پالیشي او لمغړی

ټالي څټی، غوړاوو او لوړ ه درجه  یې ده ښوی

په فارسی کې  یې بولي متملق، چاپلوس او لشم

هغه انسان دیچې په سیند کې یې نسته خشم

پخوا بې سوادو چلوه  سیاست دغوړه مالي

اوس ټولو ته په زړه پوری  سوې  ده  دا خساوالي

 پوهان وايي غوړمالان دی  اصلي هنرمندان

بین الملل  هغوی بولي موسومي سیاستمداران

میو میو،پیشو بازي  ده  د هغو رسمي کار

د هغوکړه وړه د امر د تندي په لیکووي عیار

د واکمن یا امر  په  لیدو ناببره سي په ریږدیدا

ته چې وایي وچیچی  اوس غوماشې د ملاریا

نه پوهیږي  لومړی کوم ځای وښوري لکه نڅاه ګر

بې ډوله پورته پورته غورځي  لکه کمزوره غیږ ګر

دامر پسې  وي له خولې یې وځي  تنابلې بلې

خلک  دا شوده  بولي په یوه ا منا اغا بلې

کله ځغلي ،کله ناست ،کله سي  امر  ته په ګونډه

دامیر  دخبری توپ ته یې تیاره  نیولې ده  دنډه

هیڅ وخت نه غافلیږي د امرصاحب له یاده

هر وخت د امیر تر شا ولاړ لکه بنۍ ډکهله باده

د پالي له نظره  د غوړمال ستوری  دی بادي

د داروین له نظره  د هغه یو جین   دی له  شادي

دطب په اساس دا ده یو ه ډوله ناروغي روحي

اثر  یې پاته کیږي په  عصب  دخولې  لاسو اومزغي

  نسلي غوړه مالان له ازله لري  دکوخ چنجی

د عمر په زیاتیدو  يې هغه چنجی سي  منجی

دغوړمالانو کیدای سي په عصر وسایلو تداوي

په مغز کې یې پيچکاری کويچې غیرت پيدا کړي

 ***

 

اوس نامې خدا روښاندو هم پيل کړې غوړمالي

 دظالېمانو ، شوکمارومل سوي کوي  درافشاني

 د لوړې چوکۍلپاره  امر ته پورته کښته کیږي

بې ډنګ او ډوله د امردخولې  هرساز  ته نڅیږي

 د شرم اوبه یې تللي له  سترګو د دې ډول پوهانو

د مقام پسې یې سترګې راوتلي د دې فیلوسفانو

ادیبان   دامرانو د بوټو پاکولوته وایي غوړمالي

د امرانو مخکې  کثرت  کولوته لوبه  وایي فرهنګي

راسه چې تا خبر کړم د مډرن اوعصری بوټ پاکي

د اوس ښوی ړوناندان کاروی د ژبې صفایي

ټیټالی مازې امر   هڅوی چې هغه ته وکړي پام

له غدار سره ټغر  نیول مانا چې ته یې خپله هغه مقام

چې  خپله او اولاد یې اخلي د خاین  ډالرونه میاشتني

 د ا مډرنه دغه هغه مالي  ده مرتبه  یې لوړه ده تر پالیشي

 داچې ډیرو پوهانوخولې تړلي  دظالېم پر  تیریو

دا تر ښوی لا لوړ  مقام دی  د مډرنوچاپلوسیو

مډرنلمغړی یوازې ویني  ارزښتونه مادي

پټه خوله  دی، نه غنديبابیز  ارزښتونه معنوي

هر یو خپل کیسه ډکوي په کیسه  کې نه دي د ولس

کورونه جوړوي ،  دوکانونه رانیسيخورياوټس

دداسو تالي څټو  پوهانوله لاسه  وطن سو وران

د ورور په وژولوخوانه بدوی چې ګټه یې وي یو غیران

خدایه دا مډرنلېږمي په پکه ماینه کړې اخته

تل دی وي هغه چې څیرې یې نه وي د غیرت خلته

دا اوس  تازه خبر راورسید د انتر نت  له چپونه

چې  ان ځینېامران د  کوخ چنجی لرهلهسدونه

نښه  یې دا  ده  چې دکارکولو نارې وهي  ډیرې

ددرواغو تل  ولس ته ورکوي دسولې زیرې

***

پام چې چا ته ونه وایاست زموږ امران  دی ښوی

 ټول ولس  دهغه  د کړو وړو  په لیدو وهي قی

پاچا او وزیران او وکیلان مو دوی  بوټ پالیشان

هغوی ترخپل   ولس د پردو په غمو ډیر دی پریښان

 خپل مړيیي پری ایښي د پردو مړو ته ژاړي

خپل ورور د پردونا پاکوپښو لاندېغواړي

 ټول سپين ږیري سويلیري وینيڅیرمه نه

دغوړه مالي په  عینکو کې  مېلمه و یني کوربهنه

 هغه زړورپښتان مو اوس سويدي پاسته زرګران

 بزرګان مودسپلنيقتۍپه لاس د پردو کويبلا ګردان

 متل دی چې ښوی امرا ملت  ته پټ غل   دی

هغه ولس ته په زهرو ککړ  سوی عسل دی

 

کنايې:

پورته کښته ورته کېدل( غوړمالي )،پیشو بازۍ کول( غوړمالي )،ښوی سړی ( غوړه مال)

 :وییونه

خوجه( نر ښځی)، جخت( نژدې)، خسا( بدبويی.  ګنډه)، منجی ( لکۍ پرېبابیز( بی ګټې)

ټیټالی،لمغړی، لېږمی ( غوړه مال )، امنا ( یو اتفاق)

مرګ دي  سه پرده !

په سینما کې چې تیاره سي پورته سي توره پرده

تور فېلمونه خرتیزي کړي  روښانه پر سپينه پرده

تور فېلمونه  د نورله محراقه  سي روښانه اورنګه

له  هیرو او بدماش له وجدانه سي پورته   پرده

نن پر پرده  دبدمنګه بد ماش  مخ سو ښکاره

پر خوله پسرلی ، پر زړه یېژميوهلي وه  پرده

ولس چې ولیده د بدماشانو د امیر توره  جوله

داړې یې غوښتل په لچري د سینما کړې ایله پرده

بشپړک شل میلیونه واخیستله د دلالي په بدله

هغه نامي خپله څیرې کړه خپله  د شرم پرده

ناشولټه د ټپی سپاهیانو درمل ووهله په ګنډه

د مقام پر زور یی  استپلر کړه خپله دبکارت پرده

ویستلی  بهر ته میلیونونه بد ډوله  او بدجوله

د وطند وستی په نغمه یې د ولس وشلوله دغوږپرده

د پړیس ورور او انډیوالانو چور کړد کابل بانګ پیسه

په ډیرو پرېولو یې وشوړوله د قضا دمخ پټیدو پرده

خوړجن د حج د قرباني په بسکیټونو ځان کړ ټنبه

په لندن کې یې وهلي اوس د اسلامی غلا زده کړو پرده

مادي چې کڅوڼې ډکي یووړې له سرای شهزاده

ننداره يې تر اوسه چلیږي د پارلمان په کونځې پرده

  ولس  په لم ختا باسي داپردي تک تورپسونه

ګڼي دا خلک ړانده دي  یاپر سترګو لري پرده

یو اختلاسبل بډی خوری نور  کوي بله چاره

په داسې واکمنو، تل دپاچا مرۍ لنده وي بې پرده

د پردو تر شا یوازې ښکلې پیغلې نه وي  همیشه

ډیري یې زړې دي چې  ترې پورته سي پرده

دنیا  دا نندار ه وینی په تلویزیونو کې ټوله

غلو لاخولۍد مازیگر پر ځای ایښې بې پرده

عالمه شرم شرم نسته شرم ورک سو له امرانو

کاڼه دی لکه چې نلري دا بد وربوزی د غوږ پرده

گوته په غاښ دنیا  نیولې ده دې  پلشتو پیغلو ته

ټوله دنیا  پوهیږي چې دوی نه لري د بکارت پرده

پر  دې خبروسر پوش ایښوولنه دی په کارافغانه

پرده کله کیږي ،  پرده نه کیږي ، دازله بې پرده

دا بل سوي انګارونه  په یوه  پوکله مړه کیږي

چې د مظلومو د آه طوپان یې مرګ نکړی پرده

«نظری» ختل په کار دی  د  دې خبرو په خیټه

 په یوازې کله پورته کیږي دا در نه توره پرده

د قارون دخزانې مرغی دڅلویښتو غلو لومې نیولې

هغه لا پړه تکی  وهی ونډه ونډه سوی پس پرده

کنایې :په لم خطا ایستل( غولول)، خولۍ د مازیگر پر ځای ایښوول(غرور)، گوته په غاښ نیول ( اریان).[ د خبری پر خیټه ختل (د چا خبره نا تمامه ختم ول)، پر خبره سر پوښایښوول(معامله پټول )، پړه تکی ( په لومه کې د مارغه جست او خیز  )

وييونه :بشپړک( شوخ هلک)، څټ مخی ( دوه مخی)، تورمخ( ګناهکار)،پړيس( چاغ او بد قواره )،ناشولټ (بی تهذيب اوبد قواره )،بدمنګه (بد قواره )،بد وربوزی( تريو تندی او بدشکله )، پرده ( شرم ، حجاب ، خيمه،) بې پرده ( بې عزت)، پس پرده ( پټه خوله، د پردې تر شا)، خر تيزه (جست اوخيز)،  خوړجن(بدشکل)

سلاکاران که ناټکان؟!

سلاکاران لري له پخوا دلته  ډير ‌وياړونه

په هر  تنګ وخت يې کړی لوی لوی کارونه

 څوک يې سلا کار بولي څوک يې مشير

څوک يې صلاح کار بولي څوک يې مشروزير

کله تر پاچا دروند کله تر پياده  وي سپک

 کلهسلاکارپر پاچاراخيستي وي کوتک

پخوا به پوه او تجربه وه د سلاکار معيار

اوس هغه  زاړه  ګرګيان چې لادي دمقام خمار

***

د روس په وخت کې  مشاور وحقيقي مشر

 رييس ،وزيراو پاچا د مشاور و اصلي اوشر

 په نامه سلاکارن وه  هغه مهال سره روسان

چارواکې پسونه وه سلاکاران د رمې سپيان

هر سلا کار  و اصلي غړی د کمونيست ګوند

د امر نه  منل وه د لنين په نامه  په جيل کې بند

که به کوم څه خوښه نه وه دتک سور سلاکار

دپاچا امر نلره هغو ته کوم ارزښت او اعتبار

***

دامريکا په راتلو ورک سواغيار سلاکار

يوازې ا فغاني سلاکاران سوه بيا رويکار

د ناتو هر قومندان سوبې قره قلی پاچا

پياز يې په خوله  نه ميده کوله د بل چا

د ناتو هر افسر په چپلاغه وهلای سو پاچا

داخلی کومندانانو هم ترې نه کوله  کومه حيا

بهرنيو ته  پاچا مشاور،مشاور سو خپله پاچا

 پاچا کچکول په لاس  هغو ته ودريد  لکه ګدا

شعار د هر دناتو د کومندان و ديموکراسۍ

که يې چا امرنه منئ په بم يې ورکوله شاباسۍ

***

ناچاره خوار پاچا په کار واچوله بله نسخه

وايې غوستله  سمدلاسه د ورېښمينو چوخه

لومړی يې پر ځان راټول کړه ناټکان بې کاران

هغو ته يې ويل تاسو ياست زما  ا رشد سلاکاران

هغه مخور  چې خالي سوې يې وه کيسه

د  سلاکار په نامه  يې ورحواله کړه پيسه

بيا هغه  زوروران چې سوه بې کاره له مسوليته

ول کښېنئ چې له خولې مو ونه وځي کومه خړته

ول ستاسو سلاته اړتيا نسته ده  دا يوه  چلوټه

ښه ده  دسدرۍجيب مو خلاص ونيسئ خوله پټه

***

پخوا به  هر پاچا لره  يو وزير سلاکار

د ميرمنو   به يې جوړ کړی و اوږد  کتار

د ساتيري لپاره يې درلود يو ناټکي

په دې ډول يې چلوله ټوله امپراطوري

 اوس يو ميرمن اوڅو مړونه لري هر مقام

د ميرمنو پر ځای يې ناټکان ټول کړي د هر قام

***

وزيرانو هم  عملی کړه د خپل پاچا نسخه

هر يو ،يو دوه سلا کارن ونيوله له پښه

دسلا کار کارسوی د وزير پر ځای  وينا

مجبور دوزير  پر ځای  ووايي اپلاتي او  ناروا

له  سلاکار ه مفت جوړ سوی د وزارت سادو

وزير بيزووان سو سلاکار د ټول وزارت شادو

 سلاکاران  سوی   دی اوس  د وزارت ناټکان

د وزيرد لور په زيږيدو کوي د خوشالۍ  ټکان

***

اولنيو ويلي چې خټکی له خټکي رنګ اخلي

 د اوس سلاکاران  يوازې له نومه خورا خوند اخلي

سلاکار دی خو نه لري دکومی سلا ان اجازه

مچان پر بوڼيږي ناست وي  هر چيری خړيته پزه

دواړه  موختا سوه  اې  په نامه سلاکارانو !

تاسو يې ناټکان کړي ياست  دې غدارانو

 واورئ دلته هرمقام  پر سر يو لونډه لري

ستاسو په نامه هغه کيږي چې لونډه غواړي

***

د سلاکار پړی له غاړې ليري کړه   اې وطنداره!

د ابروکومه دنده ځان ته غوره کړه برخورداره !

 داسي ښيي چې دا وطن روان دی ستا  په سلا

ستا له نومه ګټه اخلي دا تور مخي بې حيا

خړته يا قړته( عبث خبره ).، اوشر ( څوکيدار) ، چلوټه ( غولونه)، سادو ( مداح)، شادو( بيزو) . لونډه(له ميړه پرته پټ يار)

 

 

-
بېرته شاته