(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دښاغلی عندلیب شعرونه تازه شول


کڼکي

یا پیاله سقراطي
یا خو تنده  حسیني
دا خیالونه خیامي
هاغه عشق منصوري
هاغه قوره فرعوني
د موسا په لاټۍ مري
دغه غرونه د نفاق
دا فکرونه فرهادي
د خپل سیوري جانماز
د خپل زړه امامتي
دومره نه دی لیونی
د مقتل حیا ساتي
تږی پریږده چې کوي
د دریاب څوکیداري
چراغونه شه په شړق
کورکی راله سیزي
یاره مه ماتوه بت
ماته خداي رایادوي
رنګ به بایلي لولکۍ
په لوانده  ګل چې کښیني
خلک ټول مخونه  نه
کتابونه ګرځوي
دا په ماته بیړۍ ناست
دریابونه یادوي
نوی ګل د پسرلي
په زاړه کتاب کې ږدي
عقل وړی دی طوفان
جنون کڼکي بلوي
منشي نه دی دربار
عندلیب رښتیا لیکي

شعر
ترڅو به شمعې بلوومه په مزار د نیکه
د ستنې میخ ته رانه زوړ شولو دستار د نیکه
داسې غافل میراثي نشته په نړۍ لکه زه
نه مې چینه خپله ساتلې نه چینار د نیکه
د سر درو بازونو څه شوئ په کوم لوري لاړئ
تورو کارغانو درنه ونیوه ګلزار د نیکه
د مغربي سازونو شرنګ ته نادان سر خوځووم
د حجرې ګټ کې رانه وروست شولو سیتار د نیکه
دا خپل خوردبین نظر مې تل دغه منظر راښاي
چې د نمسي په کار کې وینمه کردار د نیکه
چې د پښتون د پت پوښتنه رانه کله وشي
زه عندلیب ورته کارونه کړمه شمار د نیکه


ارمان دے
دلته څوک دي چې په دړد به مې دړمن شي
ټول    سړي    رانه    خوړلي    هديرو      دي
په  دې  وران  کلي  کې  چاته  مينه   ستايې
سړي  نه  لري  خو  سيوري  د  سړو   دي
--
نمره!  ستا   د   دبدبې   علاج   لرم   خو
د  کور  ونې  مې   پيړو   کې  غټې نه شوې
د  زړګي  چاودې  پولۍ  مې  زهر   نولي
ما  له  خلکو  پټولې   پټې   نه   شوې
----
دا چاپيره  زلزله   ده  که  قيامت  دے
که  اوبو  ته  مې  پريوتے تصوير  رپي
يا مې خوب د ازادۍ دے رښتيا کيږي
د  ځندان  په  دروازه  کې ځنځير رپي
---
ولې شکر په څه شکر د څه  شکر
ژوند که دا  وي نو په مرګ يمه خوشاله
دا زما  د کور  کوټه  ده که نه قبر
غځيدلې  پښې  مې رسي تر ديواله
----
د فکرونو  سرمايې  پکې ورستيږي
عندليبه  هاي ارمان دے هاي ارمان دے
د وطن  په  سردرو  کوي  ګشتونه
زړه دې نه دے خدايګو تخت د سليمان دے

 
چرته يې ! زهر مې سترګو له راغلي
د توبې زهر مې سترګو له راغلي
بیا مې دواړو ځوانيمرګو له راغلي
د سینې زهر مې سترګو له راغلي
ستا د سترګو په ستونو به ژوندی وم
ستا دخلې زهر مې سترګو له راغلي
چې خپل فن راله پخپله قبر کني
د نغمې زهر مې سترګو له راغلي
په جواب کې دې سوالونه ګڼ پراته وو
د ګیلې زهر مې سترګو له راغلي
د غټانو ربه! مرګ ته مې زړه شوی
د خولې زهر مې سترګو له راغلي
دوه په دوه یو خو لا دوه یو عندلیبه!
دوه کاسې زهر مې سترګو له راغلي
 
 
ګورګورې

ژوند رنځوي که قتلوي وختونه
خو په مزار شمعې ضرور بلوي
کوڅه يې ځکه له تیارو ده ډکه
د زړه په نور د کور تنور بلوي
-
سړی پوهیږي چې سړی څومره وي
سړو ته ښکاري  د سړي بصیرت
د ژوند منظر په خپل نظر لټوه
ړوند عقیدت مفلوجوي بصیرت
-
راز د هستۍ مې په هستۍ کې ګوري
چې کږلیچونه د ادراک پيژني
چال کې چې چل نه وي منزل شي لرې
واک د هغه شي چې څوک واک پيژني
-
شمعې چې ګڼې شي نو سیوري ګڼ شي
بیا پکې سیوری د سړي ورکیږي
لاره یوه د جانان درته تلې
څوک چې په ګڼو لارو ځي ورکیږي
-
شږه وړه ده خو وړه هم نه ده
ما يې تندي کې ده صحرا لیدلې
چاودي غنم کې مې ادم لیدلی
سوي زړګي کې مې حوا لیدلې
-
ولي به نه یم ولې کم هم نه یم
ربه انسان ته دې انسان وایمه
څوک چې له خپلې بې خبرۍ شي خبر
زه عندلیب ورته لقمان وایمه

وړه قیصه--غرور

په صحرا کې د سیلۍ او نمر سیالي وه
سیلۍ ډیره په خبرو کې خیالي وه
سیلۍ وې زه چې غصه شمه جاکړ شي
هر یو څیز پاسترووم مخونه خړ شي
ابادیانې او ښارونه راپاستر کړم
هرانسان په دقیقه کې کروکر کړم
په طاقت او زور زما نه ته ډیر کم يې
ورځ کې يې ماښام پریوزې هسې غم يې
نمر مسکی شو د سیلۍ په دې بیان
په خبرو چا ګټلی دی میدان
په دې دشته کې روان یو مسافر وه
یو نری غوندې څادر دده په سر وه
شرط په دې خبره ولیګده زر
چې سړي نه به څوک کوز کړي څادر
سیلۍ ویل نمره اوله زما وار دی
د څادر دا کوزول هم لا څه کار دی
مسافر يې زورولو سم يې باد کړ
خو څه لږ غوندې څادر به يې اذاد کړ
مسافر چې ډیر زیات تنګ شه له هوا نه
نو څادر يې کلک راتاو کړلو له ځانه
نمر ویل شابه کړه سیلۍ دغه دې زور وه
هم دې کړی پکې ماته لا پيغور وه؟
اوس زما نمبر دی اخوا شه سیلۍ
د سړي نه به اوس اوباسن دولۍ
په سړي باندې راټیټ شه ناګهانه
له ګرمئ نه پرې خوله شوله روانه
چې ګرمي پرې ډیره زیاته شوه بې شانه
سړي لرې څادر وغورځوو له ځانه
سیلۍ وایه!زورور یمه کنه یم
په رښتینې باندې نمر یمه کنه یم؟
دا خو زه یم چې تا یخه کړم او ګرمه
ته خو ډوبه شه په دې ځاي کې له شرمه

ربه

ربه راکړه ربه راکړه ربه راکړه
د خپل درد ترجمانۍ له ژبه راکړه
چې د ځان د راز له ځانه تپوس وکړم
دومره واک خو د تهذیب قالبه راکړه
چې دې حسن د تخلیق پکې ځلیږي
یو جانان راله ددې سببه راکړه
اور مې نه سیزي له خاورې نه خبر دی
خو جنت هم راله بې د ډبه راکړه
چې خپل ځان درته په چوتو سترګو ژاړي
مست یاران راله یو څو بې ډبه راکړه
که نیستي مې درته ستایم بدي ښکارم
څه هستي هم د مستئ طلبه راکړه
چې په زړه د عندلیب کې لاره وکړي
یوه چغه ددې شور شغربه راکړه

 

دلته څوک دي چې په درد به مې درد من شي
ټول سړي رانه خوړلي هديرو دي
په دې وران کلي کې چاته مينه ستايې
... سړي نه لري خو سيوري د سړو دي
نمره! ستا د دبدبې علاج لرم خو
د کور ونې مې پيړو کې غټې نه شوې
د زړګي چاودې پولۍ مې زهر نولي
ما له خلکو پټولې پټې نه شوې
دا چاپيره زلزله ده که قيامت دے
که اوبو ته مې پريوتے تصوير رپي
يا مې خوب د ازادۍ دے رښتيا کيږي
د زندان په دروازه کې ځنځير رپي
ولې شکر په څه شکر د څه شکر
ژوند که دا وي نو په مرګ يمه خوشاله
دا زما د کور کوټه ده که نه قبر
غځيدلې پښې مې رسي تر ديواله
د فکرونو سرمايې پکې ورستيږي
عندليبه هاي ارمان دے هاي ارمان دے
د وطن په سردرو کوي ګشتونه
زړه دې نه دے خدايګو تخت د سليمان دے

 

 

 

 

 

 

.

-
بېرته شاته