(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

خوارقسمت

زمونږوي ددستارسړئ، دبل دلاس ګوډۍ  ووزي

مونږئې دطلاپه خيال ساتو،خاورين کودۍ ووزي

خپل راته ښکاره شي،دخپلوئ په مينه لاس ورکړو

پرې کړي رانه لاس ،داظالم خپل بريښي پردۍ ووزي

غورې دياری کړي،مونږته راشي دياری په نوم

 چورشو په ياری کې،ياران ټول دغلو غدۍ ووزي

څوک راته دوياړپه دود،پګړۍ په سرراوتړي

مونږته دپګړۍ ولونه،دغاړې غړوندۍ ووزي

 څوک دګلوښکلئ هار،په غاړه کې راواچوي

مونږته بيا همدغه هار،زيږپړئ دزندۍ ووزي

مونږته خدای قسمت اوتدبير،دواړه خوار راکړي دي

ښه وکړو،که بدوکړو،قيامه ترې بدۍ ووزي

الحاج الهام الدين قيام

والدورف/جرمني

07.11.2011

-
بېرته شاته