(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غزل

په شنه سپرلي كې هم پخپلو وينو سور و ګلاب د خپل ډنډر نه اوېزان لكه منصور و ګلاب پرخې په غاړه كې يې واچوه امېل د لېچو چې لږه ساه واخلي په تا پسې رنځور و ګلاب چې شوكېدلې پاڼې پاڼې دى د ناز په ګوتو الله خبر د كوم پښتون حسن تربور و ګلاب هلته خو ته لا په پردو كې د عدم پټه وې اوس يې څوك ناز نه وړي هو! يو وخت كه مغرور و ګلاب د پسرلي راڼۍ د رنګ ډولۍ كې نورو يووړه موږ يې وهلى پر تندي لكه سندرو و ګلاب چې زړه يې روغ وي څوك پخپل لاس خپل ګرېوان نه څيري مه يې سپړئ زړه، له كوم درده به مجبور و ګلاب خبره دا وه چې نظر د كليم نه درلود چا ګنې درمله د رنګونو كوه طور و ګلاب.

Ihsanullah darmal, Pekhawar -
بېرته شاته