(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ایلیا ابو ماضي قصیده

ژباړه -شرر ساپی
طلسم
راغلم نه پوهیږم له کومه راغلم؟
لاره مې ولیده اوروان شوم
که زه وغواړم اوکنه روان به یم
څنګه راغلم؟ اولاره مې څنګه ولیده؟
نه پوهیږم
دغه لاره اوږده ده که لنډه ده؟
زه پکې پورته روان یم؟ که ښکته اوکه ډوبیږم؟
زه روان یم ؟ که لاره روانه ده ؟
که دواړه ولاړ یو اوزمانه روانه ده ؟
نه پوهیږم
زه پخوانې یم؟ که اوسنې یم ؟
زه ازاد یم که په زولنوتړلی یم ؟
زه دخپل نفس قاید یم که بل مې قاید دی؟
هیله کوم چې زه پوه شم
خوزه نه پوهیږم
پخوا له دې چې انسان شم څه شی وم ؟
زه محوه وم ؟که یوڅه وم ؟
دغه معما حل لری؟ که ابدي به پاتې شي؟
نه پوهیږم ،چې ولي نه پوهیږم؟
نه پوهیږم
یوه ورځ مې سمندرنه پوښتنه وکړه
چې زه لتا نه یم ؟
داسمه ده چې ځینې زما اوستا په اړه وایې؟
که نه دا بهتان دی دروغ دی او تهمت دی؟
څپویې راباندې وخندل اوویې ویل
نه پوهیږو
ایا سمندره ته پوهیږي په تا څو زرنې تیرې شوې ؟
ایا ساحل په دې پوه دې چې څنګه تا ته راغلی؟
ایا سیندونه پوهیږی چې لتانه دی اوتا ته راروان دی؟
څپې چې راپورته شوې څه یې وویل؟
نه پوهیږم
سمندره ته بندی یې څومره ستر بندی!
زوروه ته زما په څیریې پخپل لاس کې هیڅ نلري
زما اوستا حال یوشان دی
کله به زه اوته دواړه خلاصیږو
نه پوهیږم
وریځې راستوی زمکې او ونې خړوبوی
ته مووخوړلې اوبیا وایو چې میوه مووخوړه
وموڅکلې اوبیا وایې چې باران مو وڅښه
زموږګمانونه سم دی اوکه بې لارې دي ؟
نه پوهیږم
په افق کې مې له وریځووپوښتل
تاسوخپلې شګې پیژنې ؟
پاڼه لرونکې ونې مې وپوښتلې
ایا تاسې خپل قدرپیژنې؟
په غاړوکې مې ملغلرې وپوښتلې
ایا تاسې خپل اصل پیژنې ؟
ګمان کوم چې ټولو وویل
نه پوهیږو
څپې دې په سر ګډیږي
اوپه تل کې دې نه ختمیدونکې جکړه روانه ده
ماهیان پیداکوي خو خوړونکې کبا ن ورته هم زیږوې
په خپله سینه کې دې مرګ اوښا یسته ژوند یوځای کړی
کا ش پوه شم چې ته ارام ځا ی یې که قصا ب خانه ؟
نه پوهیږم
د لیلی په څیرپیغلواو دابن الملوح په څیرځوانانو
ستا په ساحل کې سا عتونه تیرکړي
پیغلې به ګیلې کولی اوځوان به شرحه کولې
هغه چې به ویل پیغله به غلې شوه
اوهغې چې به ویل هغه به کوږووږشو
ایا دڅپوغږیوراز ووچې ورک یې کړل
نه پوهیږم
څومره شا هانودې شا او خوا خیمې ووهلې
سهارراوخوت له لړو بل څه نه په سترګو کیدل
سمندره! دغه خلک با بیا راګرځی ؟
اوکه بیا راتګ یې نشته
ایا هغوې په شګوکې کې دی؟
شګووویل
زه نه پوهیږم
ته زما په څیرله شګوا اوملغلروډک یې
خو ته سیوری نلري اوزه سیوری لرم
ته عقل نلري اوزه دعقل څښتن یم
خوزه ولې لمنځه ځم اوته پا تې یې؟
نه پوهیږم
ای دزمانې کتا به ووایه چې
سمندرابتدا او انتها لری؟
که زه په دې سمندرکې کشتې یم
او دغه بې سا حله دی
کا ش پوه شم څوڅنګه به پوه شم
نه پوهیږم
سمندره زما په سینه کې نااشنا رازونه دي
پرده پرې را وغوړیده اوزه خپله پرده یم
څومره چې ورنیږدې کیږم دومره ترې لري کیږم
اوکله چې ووایم پوه شوم
نه پوهیږم
ما ته وویل شول چې په دیرکې يوڅه خلک دي
چې په دغه راز پوه دي
خوما له زړوعقلونوبل څه ونه موندل
زړونه ووچې مرګ پکې پروت وو
اووراسته شوې وو
زه ړوند نه یم ایا لما پرته ړانده دي ؟
نه پوهیږم
ما ته وویل شو چې په دغه رازونو دکلیسا خلک ښه پوهیږي
که داسې وي نودغه رازخوافشا شوی دی
عجیبه ده په پرده کې سترګې څرنګه لمرویني
اوله پردې پرته یې نه شي لیدی
نه پوهیږم
که ګوښه توب بزرګي وي
نوګیدړستر راهب دی
او دزمرې غارداسې دیردی
چې مینه یې فرض او لازمه ده
په شین سهار دیرته دشین سهار په څیرورننوتم
اودیرمې په شپه کې دقهرجنې شپې په څیرپریښود
په زړه کې مې یوه اندیښنه وه
خواوس سل اندیښنې شوې
چې دغه اندیښنې دشپې نه راغلي
او که له دیرنه
نه پوهیږم
-
افغان ادبي بهیر

Translated by: Sharar Sapi

selected by:Fazal Andaleeb

-
بېرته شاته