(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

بیلابیل طنزونه

اخیر حج اوعمره کوم

سره ګډ وه دوه زاړه زورمتي

د خولې خندا یې سره لرله لګوتي

نور بس ده نوم مو ډیر بدسوچټي

راځه چې نور بس کړو بیشرمي

راځه چې بس کړو نور سرټیټي

بس ده نور دخدای لپاره ارټي

 

که د اوګرې ډک  رود له بره راسي

ځایوو به یې څه پریږدو یې هسې خوشي!

زه غواړم  ددنیا سم لوی بلیارډر

زه نه لرم دهیڅا څخه کوم ډر

 

راځه سره یو ځای کړو دا کوټي وټي

یوځای به جوړ کړو ولس ته د ګټې وټې

نور به بس کړو یاره ټالي څټي

دهیواد دګټې لپاره به واخلو پلغټي

راځه چې پریږدو  نوره هلکګوټي

نور  به  نه ساتو دچور لپاره چنګوټي

سن مو تر اویا  لا هم  ډیر سوی

طبیعت مویو تور تار نه دی هیر کړی

رسنې راکوي هر ورځ کونګوټې

دا کارونه دی په دې سن نور بې ګټې

زما او ستا په سلا مقرریږي وزیرګوټي

لویان سوي دي زما په امر کمکوټي

راځه کوز به سونورله دې لوړي  پوټي

کړو به خیانت او شوکماري لږګوټي

د ماجت یوستون ته به تکیه وکړو

سهار اوماښام  به خدای ته تو به وکړو

 

ول څه سوي یاره ، وخت لا ډ یر دی

تر سلو لا وخت  پاته  سربیر دی

ماته مه یاده وه دا اغېړلي خبرې

دا خبرې دي ماته چخني خبرې

اوس څه په کار ده توبه چټپټي

تر هغه وخته ډیر حجونه کوم حتمي

اوس لا وخت د توبرودډکیدو دی

وخت د چکر . ودو او میلو دی

بخچې ډکوه جیبونه ډکوه د سدرۍ

چې په لاس درغی دهغه باسه کوټۍ

په دې سن توبه چا کړې چې زه یې وکړم

له غربه تر لمر راختلو پورې وخت لرم

مه کوه نوري داسي خبرې بیخرټي

په سر به دراصلي کړم دا زري چوټي

 

مازی مي  درسره کولې لږ چپاټي

دا اوس څه ښه وخت دی چغالي !!

 

په  سبا یې  ناببره  په سر دردسو

تر سهاره یې تود وجود سرد سو

سبا یې کېښود په لحد کې دننه

انکر اومنکریې کوله پوښتنه

ترې پاته سوې ټوله غوټي  موټي

نورو غلو ترې یووړې ټوله پنډوکي

نه حج ،  نه عمره نه یې توبه سوه

دی ولاړئ پاته یې توبره موبره سوه

نه چا ته څوټي پاته کیږي نه ماټي

نه فرعون پاته کیږي نه  یې ساټي باتي

په تاریخ کې ښه اوبد  لیکل کیږي

بیله نومه بل شی نه پاته کیږي

دا دنیا  څو واري سوې پوټي پوټي

ناړې توکیږي تر اوسه په تالي څټي

توبه مه ځندوئ یارانو نن سبا ته

د تګ وخت مالوم نه دی چا ته

اخیر دهر انسان دی کاڼي بوټی

شیدی هر وخت کیدای سی پوټی پوټي

کونګوټی( نیوکې)،کوټي وټي(یوځای بل ځای زیرمې)،بیخرټي( بیځایه)،چټپټي(سمدستی). ، ارټی( سرتمبه ګي )،پوټي( دریګو  دیری)،ماټي ( تر غوږو بریتونه )،کاڼي بوټي(هرڅه ګډوډ)،پوټي پوټي( ټوک ټوک، دشیدو خرابیدل)، پلغټی( تیز والی ). چپاټي( ټوکې

طنز

 یو افغان وډیر پرېښان

ډیر حیران اوسرګردان

ګرځیددوتر په دوتر

پوښتل یې د هر افسر

وجدان مې ورک سوئ

تا  خونه دی لیدلئ؟

یو په هېښتیا و پوښتل

پوه نه سوم تا څه وویل ؟

 تانه دی لیدلئ زما وجدان؟

 راته مشکل  سوئ ګزران

ویل دسپينو و که سرو؟

ول ارزښت لري په زرو

دا څنګه شی دی هغه ؟

 اوږد که ګردی دی هغه ؟

ول هغه  د ایمان چراغ دی

ځیناورنفس ته کوراغ دی

وجدان دښو اوبدو توپيردی

دانسان شعور اوضمیر دی

ټولو ویل   موږنه دی لیدلئ

نه مو له چا دانوم اوریدلئ

 د پولیسو ماموریت ته ورغئ

 د ورکي  راپور  یې ولیکئ

خبر ورسیدجنایي آمریت ته

له آمریته په سلسله وزارت ته

داخبر ورسید تر ریاسته

ټول خبر سول  له دې غفلته

رییس  هم ونه پيژند  وجدان

ول میدین دچین و که جاپان

 ول ولي دلته راوړي شی ګران

موږ بهر لیږو خپل ګران شیان

یوچاویل ولاړسه منډهي ته

سر ووهه کهنه فروشي ته 

 یو  دوکاندار ویل : څه، وجدان؟

دهغه کاروبار نه چلیږي چندان

پوښتنه وکړه دهغه  انساني کباړ

هغه پلوري د موډ لوېدلي ویجاړ

څه غواړې هغه ته ویل بوتاړ

لرودرجنونه چې دی چختاړ

غوړه کولمه لروهم دنفاق ماغزه

دوطنفروشۍ زړه ددیموکراسۍ پزه

 ول ورک  سوی مي دی وجدان

تا به نه وي رانیولی تر  دې ان؟

ول چرت مه وهه  له الفه تر یا

وجدانونه  لرم په هره ځانګړتیا

غواړې ، خیرن   خوسا که میکروبي

ناولی ، بدل، کړغیړن که بلغمي

ځوان ویل زه غواړم خپل  وجدان

پاک ،بې درغله، سوچه د افغان

ول پردیان کوي دسمو معامله

موږ نلرو دومره  وس اوسرمایه

په ټول ښار کې ځوان وګرځیده

ډیرو ان  وجدان نه پيژانده

چا وپوښتل له هغه ځوانه

 څه کار اخلي دلته   له وجدانه

 ول بې وجدانه نه وینم  سمه لاره

نه پيژنم د ګلو هار له الغه ماره

 له ځانه سره یې ویل هغه  ځوان

عجبه  !څوک نه پيژني وجدان

 پردیان به خود سي دلته ودان

 چې څوک نه پیژني وجدان

ول څه تاسو ژغوري له بدکاره

څنګه په تروږمۍ کې موندی لاره

ویل موږ داسې کوم څه نه لرو

څه چې موګټه وي هغه کوو

ول لري   لکه وجدان   کوم ګردان

 ویل هو یخدان سندان او جودان

څه تخته کوو په جودان کې

پاته یې ساتو په یخدان کې

قانون ماتوو په سندان کې

مرداري کوو په نمکدان کې

ځوان بیرته  غمجن بهرته ستون سو

 ځکه دانشکده نوم د پوهنتون سو

ځوان په هېنداره کې مخ وکاته

نیغ یې پر وږه وجدان ولیده

ار یان یې وپوښتله  له وجدانه

یاره زه  دي ډیر کړمه پرېښانه

ته چیری ورک سوې یاره

له ما بې درک سوې سرکاره

بې تا  زړه  راته حرامزاده سو

ځان راته مالوم شهزاده سو

 زړه مي غوښت ارګ ته چکر سم

د یو څو بې وجدانو همسنګر سم

  ځان ځوړند کړم دارګ په  پاییدان

ځان ورته وپړسوم لکه وړۍپهلوان

زړه مې غوښت دا وطن چورکړم

آسمان یې په وینه تک سور کړم

غله دانه  ګرانه تر زرو کړم

خپل بالښت ډک دډالرو کړم

دوطن هر ډبره په ډالرو وپلورم

په خلکو کې ترهره واچوم

خلک کړم بې کوره اوبې اوره

د خپلو کورو یې وباسم په زوره

وجدان په موسکا ورته ویل

 زه کله پریږدم  تادې کار ته یل

بې وجدانو کړي دا ټوله ستا ترمخه

زما په شتون څوک نه کیږي بې مخه

پټ سوی وم پر ځان بیریدمه

در سره په جنجال کې لویدمه

که چا  لیدلی وای زه ستاسره

په تا يې دچور لیوني ګمان کاوه

ځای دي علي آباد و یا زندان

هلته وجدان لرل لري تاوان

ځکه لویانو پلورلی وجدان

ایلو یې نوم واړوی په جودان

څو وجدان  پرېښې راغله له بهره

له یخداندانو  سره له یوه سره

اوس  ټوله یوازې پيژني  جودان

له جودان کار اخلي د وجدان

بې وجدانه کار ښه تر سره کیږي

بنګه ورته مارغه ښه سره چلیږي

ډیر و په پردو په ګرانه و پلورل

ځینو په تجریو کې پټ وساتل

ډیربې وجدانه سوه لوی امران

نودباوجدانو سخت سوګزران

وجدان لرونکي دی د هګۍچرګه

بې وجدانه ځناوردی کوټه چرګه

که راووت د ولس د عقل دندان

پرخره به چپه سپور کړي  هربې وجدان

یل (یوازې)، چختاړ(چخټان).بوتاړ(وران مخی) ، کوراغ( د حیوان د تبق ناروغی )، یخدان( د څرمنې سندوک)

-
بېرته شاته