(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د سرحد شعرونه

څوڅې مینه ده ژوندئ ژوند به چلیږي

ستا دمینې د ښکلا انځورمې ولید
 ان له لری زړغونی زړه تخنیږي
 ما وي لری به ځان ساتم دی ښکلا نه
دخیالو د دنیاګئ تمه ډیریږي
ما وي هیربه کړم خیالونه انځورونه
حافظه د تودي مینې نه سړیږي
نن مې بیا دا پخوانئ کیسي په یاد شوي
یو تربله لکه غوټه  راسپړیږي
دشینکي آسمانه لاندی ستا په تمه
هغه څه څې ما لیکلي زړه پوهیږي
ترسهاره مې دا ټول ستوري حساب کړل
هماغه  شیبه هیڅکله نه هیریږي
«»«»«»«»
دیار مینې لیونی او صحرایې کړم
بی پروا یار مې بی باکه نه خبریږي
تنکئ مینې ته کول خیال سورانګاروي
سري سپرغئ یې ترسهاره نه خلاصیږي
پاس آسمان به تری رڼا ښکاری لمبونه
څوڅې مینه ده ژوندئ ژوند به چلیږي
تنها ناست یم انتظار په لویه لار کښې
مازدیګرمخ په ماښام سپوږمئ رڼیږي
ژاڼي بیا شولي کتاري مخ په وچه
زه شوم پاتی یارپه تمه څه څې کیږي
له اذله په نصیب زما انتظار شو
ستا راتګ ته دسرحد تمه پخیږي

۸-۷ – ۲۰۱۲مسکو

د سولی او افغانستان ښکلي شعرونه
سوله رانه غله
ورکه سپینه کفتره ده
بیا رانه غله مروره ده
هر څه مو وران ویجاړ شو
دا ناځوانه لا منتظیره ده
د زوریدلوغمجنو افغانانو
 زړه ورته بی سبره ده
ډیرو یی ارمان ګورته ویوړ
کبرجنه ډکه له غروره ده
نه پوهیږم ولی د چا غږ نه اوری
چیرته ناسته غلې قراره ده
زه ذبیح لله شریفي به په جرګه
ورشم پته یی له چا سره ده 
وسولی راشه
و سولی راشه د افغانانو
دا د غم تورتومنه رڼا کړه
ډیر ودردیدل وژړیدل نور یی
وچی له سترګونه ژړا کړه
له یو بل سره مرور خپه
سرګردانه زړونه پخلا کړه
پاک دا بی زایه سمتي میلتي
غلت نفرتونه له هر چا کړه
ډیر انسانان یی وخوړل ورنه
ورکه د جنګونو غمجنه بلا کړه
افغانستان ښایسته باغچه دی بیا یی
خزان وهلي ویده ګلونه په خندا کړه
خدایه ته ورته ووایه چی راشي
قبول مو دغه سوالونه دعا کړه
ډیر یی ارمانجن یم زما د ذبیح لله
شریفي دا ارمان خبونه ریښاتا کړه 
ټوپک سالار غلَه لڼډغر
افغانستان له لاسه د کمونیستانو
مجاهیدنو قمندانانو ورک تبا شو
زیندان دوزخ ورنه جوړ له لاسه
د منافیقو سوفیانو شیخانو ملا شو
له راتږ سره د لڼډ ګیرو بی ګیرو
مکارو دیموکراتانو چور تالا شو
د د غو غلو لڼډغرو ټوپکیانو له لاسه
وطن اخته په دردو غمو غوغا شو
دا نن ورځ چی افغانان دردیږي
له لاسه د دغو شیطانانو په ژړا شو
ګرفتار ژوند په رنګا رنګ مرضنو
بد عملیو جنجالونو د هر چا شو
ذبیح لله شریفي ځکه په دومره اسانۍ
خوراک د دنیا د وحشتناکو غټو بلا شو
افغانه د خدای لپاره لږ راویښ شه
پوهیږی څوک د چیغوینه جنګوینه
ولی د خپل کور کې وهینه ازاروینه
افغانه د خدای لپاره لږ راویښ شه
ولی دی هره ورځ ختموینه قتلوینه
څوک د په یو نوم څوک د په بل نوم وژني
دښمن دی غواړي نسل دی برباد ورک کړي
ځکه درباندی تپل شوي دي دغه جګړی
نور په دی باندی پوهه شه
ولی د څه لپاره څوک دي
بی ګنا دردوینه زوروینه
افغانه د خدای لپاره لږ راویښ شه
ولی دی هره ورځ ختموینه قتلوینه
یو د خټو غریبانه خړ کورګی لری
د دښمنانو دۍ هغه هم نه درباندی
پیرزوکیږي لوریږي
در ویجاړه وي یی
د ځمکی هوا له لاری یی
په نښه کړی یی ولي دي
شپه ورځ دی رنګا رنګ
په یو نوم په بل نوم باندی
هر قم د زوبلوینه بمباروینه
افغانه د خدای لپاره لږ راویښ شه
ولی دی هره ورځ ختموینه قتلوینه
مدرسی ښوونځۍ در بنده وي
په بمو یی الوزوی ورانوي یی
دښمن دۍ په د عمل باندی غواړي
چی د افغانانو اولادونه بچیان
غلامان نوکران لاسپوسي
ووسیږي ورسته پاتي شي
یاغي باغي وحشت ګر تروریست شي
د نورو د ګټو په خاتر وجنګیږي
افغانان باید په نړۍ کې هیڅ وخت
سر او ځان را جګ نه کړینه غلیوینه
افغانه د خدای لپاره لږ راویښ شه
ولی دی هره ورځ ختموینه قتلوینه
ته لا د غفلت په خوب ویده یی
ته لا له خپل ځانه ناخبر یی
چی ولی خوار او زار یی
چی ولی مدام په فریاد ژړا یی
دا د لوی غورور دی
یو ورور دۍ بل ورو ته
وایي دا می تربور دی
دا می میلتي سمتي نه دی
څوک به د دا بد ورسته پاتۍ
غلت ریواجونه دودونه
له منځه وړینه ورکوینه
افغانه د خدای لپاره لږ راویښ شه
ولی دی هره ورځ ختموینه قتلوینه
کله به پوهیږی په د باندی چی کوم
کار کې دی ګټه دی په کوم کار کې
د تاوان دی څوک به دا ووایي چی
یوالي ورولي کې د ګټه دی څوک
د دښمن دی څوک د دوست دی
وطن او ځان له د غو غملړو جنجالو
نه څنګه وژغوری خلاص یی کړی
څوک به مو وطن په صوله
اتحاد اتفاق ازادوینه راوړینه
افغانه د خدای لپاره لږ راویښ شه
ولی دی هره ورځ ختموینه قتلوینه
له پردیو ظالمانو دښمنانو نه
ګیله نه کیږي باید هم ونه شي
ولی چی دښمن دښمن دی
خپل یاغي باغي وحشت ګر
تروریست افغان ته به څوک ووایي
چی ته دا بد کارونه عملونه
د څه لپاره د چا لپاره کوی
ولی د خپل قام اولس زوروی
په یو نوم او په بل نوم یی
وژنی ترور روی یی
علم تعلیم پر مختګته یی
نه پریږدی مخه یی نیسی
وطن د په سور ور درولی
اخیر ولی د چا په لمسون ته
دا بد غلت عملونه کارونه کوینه
افغانه د خدای لپاره لږ راویښ شه
ولی دی هره ورځ ختموینه قتلوینه
ولی مو بل کړي د سمتي میلتي
 د ځان ځاني ورنه دي
د چا لپاره اخیر ولی
په خپلو کی سره جدا یۍ
څوک یی په لر څوک یی
په بر سره تقسیم کړي یې
ارمان ارمان افسوسدی
چی شهید صمد خان
خان غفارخان نه شته
چی د یوالي لاری دروښیي
راویښ مو کړي وموښوروي
سره یو شۍ پوهه شۍ
ذبیح لله شریفې دا ورته ووایه
چی اوس به څوک ورته
د یوالي ناری جیږوینه وهینه
افغانه د خدای لپاره لږ راویښ شه
ولی دی هره ورځ ختموینه قتلوینه

ویناوال او لیکوال
ذبیح لله شریفي

دغه میراث دافغانیت له مونږ ساتل غواړي

دلته کوروکښې ژوندي نشته،کنډوالي پاتي دي
 کلي جګړه کښې دي ړنګ شوي جوړول غواړي
 دوطن زړه دی ژړغونۍ په سلګیو ده پروت
 نن هره تیګه ،پرښه ،بوټي څه ویل غواړي
له ډیرو اوښکو ګریوانونه شول لامده لامده
 له ژړا ډکي دغه سترګي وچول غواړي
 داژړغوني سپیري شوي دیتیمو څیري
له دي ژوندیو په خپل توان څه رحمیدل غواړي
 دا لوڅی پښي،کمیس شکیدلی،بی تڼیو ګریوان
 پښو ته پڼي،ګریوان تڼۍ،کمیس ګنډل غواړي
 ددغی خاوری هر خڅوځکی تبرک مونږ ګڼو
 دغه میراث دافغانیت له مونږ ساتل غواړي
 بل څه نور نشته ،سره یو شي غمځپلو خلکو
پلرنۍ خاوره نن له مونږه سرښیندل غواړي
 پردي هیڅکله مونږه نه ساتي له بدوورځو
 دوي خپل هدف ته په جګړه کښې رسیدل غواړي
 جګړي وران کړي هم ښارونه ،کلي، شني کروندي
اوس وخت راغلی په خپل لاس دا جوړول غواړي
 ځیني لمن وهي جګړي ته غواړي ګټي وکړي
 ځینی نامرده،پلرنۍ کورنه وتل غواړي
راځي څې بیا یو ځلی لاړ شو دیوالی په لور
 تاریخ افغان ته نوي لاره لټول غواړي

-
بېرته شاته